۱۰۰ ښځې: جګړه ځپلو سیمو کې د ښځینه نرسانو ژوند

Image caption ۲۷ کلنه عزا جدله له شپږو جګړو سره مخامخه شوې ده. هغې تېرو اوو کلونو کې ۲۷ جګړې لیدلې

په هر ډول جګړو کې یو شمېر داسې پټ اتلان موجود وي، چې د خبرونو سرلیکونو تر شا پټه خوله په خپلو چارو بوخت وي.

د دوی دنده دا ده، چې ژوند وژغوري، درد یې دوا کړي او ان کله نا کله خو د مړو په عزت او وقار کې هم مرسته کوي.

د نړۍ لر او بر کې د دغې جګړې پټ پوځ نرسان دي، چې ډېری یې ښځینه دي.

ډېری نرسانې ټوله ورځ د جګړې په ډګر کې تېروي او نړۍ ته له داسې نظره ګوري، چې موږ یې یوازې یوه برخه لیدلای شو.

خو هغوی، چې په جګړې ځپلو سیمو کې اوسي خپل ژوند یې له خورا ډېرو لوړو ژورو تېریږي، داسې حالت کې له جګړې سره لاس او ګریوان کېده څنګه یې؟

د بي بي سي خبریالان د نړۍ دریو جګړه ځپلیو سیمو کې د دغسې مېرمنو لیدو ته ورغلي.

Image caption رایزا د هغه ښار روغتون کې نرسه ده، چې د نشه یي توکو د سوداګرو تر منځ د جګړو ډګر بلل کېږي

که څه هم د دوی تر منځ واټن خورا پراخ دی، خو هغه څه چې د دوی تر منځ مشترک دي، زړورتیا، خپلې دندې ته ژمنتیا او د دوی په شاوخوا کې مصیبت ځپلو خلکو سره مرسته کول دي.

رایزا پیتوجا د کاراکس پیریزکېرینیو روغتون په بيړنیزه برخه کې نرسه ده.

دغه ځای کې د وژنو کچه ډېره لوړه ده، هغه وايي زموږ د روغتون بېړنیزه برخه د ویتنام جګړې ته ورته ده او موږ رښتیا همدا نوم ورکړی.

' څوک چې د عملیاتو خونې ته ځي موږ وايو، چې ویتنام ته ځي. '

Image caption د کاراکس روغتون بېړنیزه څانګه ویتنام بلله کېږي

د نشه يي مواد سوداګرو او مافیايي ډلو تر منځ د خونړیو نښتو سیوری پر ښار پروت دی او دغه راز یې پر روغتون هم اغیز شته.

د روغتون دغه برخه دومره حساسه بلله کېږي، چې پولیس او پوځیان یې ساتنه کوي او په دغه ځای کې انځور اخیستل په کلکه ممنوع دي.

داسې هم کېږي، چې امنیتي تدبیرونه نابریالي کېږي، ټول یوه او بل لور ته منډې وهي، خو رایزا او د ټیم غړي یې بیا هم د ناروغانو کټونو سره لر بر ګرځي.

هغه له کوم تاثر پرته وايي:

'' کله چې هغوی روغتون ته راځي، نرسانو سره زور زیاتی نه کوي، معمولاً د مخالفې ډلې پر ناروغانو او یا بیا پر هغو ډاکټرانو بریدونه کوي، چې د دوی د ناروغانو درملنه نه کوي.''

Image caption د اسانتیاوو نشتوالي سره هم هغه له خپل لوري هڅه او هاند کوي

۲۷ کلنه عزا جدله بیا له شپږو جګړو سره مخامخه شوې ده.

هغې تېرو اوو کلونو کې ۲۷ جګړې لیدلې. عزا د غزې ' الشفا ' روغتون د سرطان درملنې برخې کې نرسه ده.

نوموړې هره ورځ د اسراییلو او د غزې حماس حکومت تر منځ د جګړې پایلې ویني.

د ناتوانه اقتصاد له کبله هغه شکایت کوي:

'' داسې هم کېږي، چې تر میاشتو پورې تنخواه نه راکوي، خو د دې معانا دا نه ده، چې موږ خپل مسوولیت ته پام و نه کړو، ځکه دې کې ناروغان ملامت نه دي.''

د اسانتیاوو نشتوالي سره هم هغه له خپل لوري هڅه او هاند کوي.

Image caption کوتو وايي موږ نه شو کولای له روغتونه لرې لاړ شو، که کوم مهم کار یې پاتې کېږو او که نه د ویده کېدو لپاره ځو

د دوی روغتون کې د لیوکیمیا یو ناروغ بستري دی، چې له غزې بهر یې درملنه کېږي، خو پولې تړلې دي او سفر اجازې تر لاسه کېدو تر مهاله یې د ژوندي پاتې کېدو لږ احتمال لیدل کېږي.

هغه وايي، ' موږ خواشیني کېږو، چې د ناروغ لپاره درملنه نه وي، ځکه هغه د سرطان په ناروغۍ اخته دي او ورته هره شېبه مهمه ده.'

۴۲ کلنه میري اینګي کوتو د مرکزي افریقا جمهوریت کابو نومي کلي کې د بې پولې ډاکټرانو یوه روغتون کې نرسه ده.

دغه سیمه له لسیزو راهیسې د جګړو ښکار او ناامنه ده.

کوتو یوازې درې میاشتې روزله شوې، خو د نرسانو نشتوالي له کبله هغه ټولې چارې ترسره کوي، چې د نورې نړۍ نرسانې یې کوي.

نوموړې هره ورځ ګڼ ماشومانو ویني، چې د خوړو لږوالي له کبله ناروغ وي او دا هم د جګړې یوه مخامخه پایله ده.

د وسله والو ډلو ګرځیدو راګرځیدو له وېرې ځايي اوسېدونکو خپلو کروندو ته نه شي تلای.

کوتو وايي '' موږ نه شو کولای له روغتونه لرې لاړ شو، که کوم مهم کار یې پاتې کېږو او که نه د ویده کېدو لپاره ځو، خلک یوه لور بل لور ته نه شي ګرځېدای او که ګرځي هم ډاریږي.''

Image caption کوتو وايي غواړم راتلونکي کې له خپلو ماشومانو سره واوسم

هغه له خپل کور نه زرګونه کیلومتره لرې اوسي.

څلور اولادونه لری، چې وايي له کرسمس وروسته یې نه دي لیدلي.

هغه وايي:

'' دا اسانه چاره نه ده، خو زه باید کار وکړم، چې د ماشومانو راتلونکی مې ښه وي او غواړم راتلونکي کې له هغوی سره واوسم.''

که څه هم دغه مېرمنې خبرونه نه جوړوي، خو هره ورځ دغه زړورې مېرمنې له داسې حالت سره مخامخ وي، چې له پامه نه شي غورځول کېدای.