ایا لوېدیځ د منځني ختیځ لپاره ډيموکراسي غواړي؟

د انځور حقوق AP
Image caption د عراق د موصل ښار په ګډون ځینې سیمې د "اسلامي دولت" اورپکې ډلې تر کنټرول لاندې دي

د پاريس بریدونو یو ځل بیا لوېدیځ حیران کړ چې ولې ورباندې بریدونه کېږي.

د ۲۰۰۱ کال سپټمبر له یولسمې وروسته، امریکایانو پوښتنه کوله چې "هغوې ولې له موږ کرکه لري؟"

نن، اروپايي سیاستوال، ژورنالیستان او پوهان تراوسه د دې پوښتنې ځواب لټوي چې ولې یو زیات شمېر ځوان مسلمانان بنسټپاله کېږي؟

مذهب، اقتصادي محرومیت او د لوېديځ بهرنۍ تګلاره، ټول د جهادیزم د احتمالي هڅوونکو په توګه یادېږي. یو شی چې ټول خلک ېې مني دا دی چې لوېدځ ډاډه نه دی چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې څه ډول غبرګون وښيي.

دا مغشوشیت، په عربي نړۍ کې د ډيموکراسۍ په هکله د لوېدیځ له نامعلومې روېې څخه څرګندېږي. څو اوونۍ مخکې له دې نه چې په ۲۰۰۳ کې ولسمشر جورج ډبلیو بوش پرعراق د پوځي برید امر وکړ، وویل کله چې صدام حسین نسکوره شي عراق به "په منځیني ختیځ کې د ډيموکراسۍ یو لارښوونکی څراغ شي."

نویو محافظه کارانو باور درلود چې د ډيموکراسۍ ګټې دومره ښې څرګندې دي چې که یو چانس ورکړل شي عراقیان به حتما هغه خپلې کړي. د شوروي له ړنګېدو وروسته ختیځې اروپا کې دغسې یو کار نتیجه ورکړه نو ولې به په منځني ختیځ کې نتیجه نه ورکوي؟

خو عراق نه یواځې دا چې لوېدیځ لیبرالیزم خپل نه کړ بلکې پر کورنۍ جګړې اخته شو. او زیاترو په لوېدیځ کې دا سبق واخیست چې یوهېواد په زوره د ډېموکراسۍ منلو ته نه شي اړ کېدای.

که عراق په لوېدیځ کې ځینې خلک په دې قانع کړل چې ډيموکراسي په زوره نشي تپل کېداې، عربي پسرلي بیا دا مسله را ژوندۍ کړه، چې ایا لوېدیځ په ريښتیا په منځني ختیځ کې ډيموکراسي غواړي او که په حقیقت کې له دې وېرېږي چې ډيموکراسي به څه ډول پایلې رامنځ ته کړي؟

مبارک سره مالي مرستې

په لسګونو کاله جهادیانو- د لوېدیځ د ډېرو ازاد خیالو په شان استدلال کاوه چې د ډيموکراسۍ په اړه د لوېدیځ بې پایه لفظي تشې خبرې دي. هغوي پوښتنه کوله چې لوېدیځ ولې د سعودي عربستان له شاهي کورنۍ ملاتړکوي چې بشري حقونه تر پښولاندې کوي؟

او ولې د امریکا متحده ایالتونو د مصر پخواني ولسمشر حسني مبارک ته مالې مرستې ورکولې؟

د انځور حقوق AP
Image caption مخالفین استدلال کوي چې لوېدیځ د ډيموکراسۍ په اړه تشې خبرې کولې په داسې حال کې چې د حسني مبارک په شان خپلسرو مشرانو يې ملاتړ کاوه

د منتقدینو له نظره د لوېدیځوالو د دوه ګونو معیارونو یوه بله روښانه بېلګه د الجزایر د ۱۹۹۲ کال پېښې دي. هغه وخت نژدې وو چې د اسلام ژغورنې جبهه پارلماني ټاکنې وګټي، خو کله چې پوځ مداخله وکړه، هغه ګوند ېې ممنوع اعلان کړ او زیاتره غړي ېې ورته بندیان کړل، لوېدیځ کې په څرګنده د خوښۍ نښې ولیدل شوې.

ښايي تر ټولو زیات اسراییل د بنیادګرو اسلامپالو له بریالیتوبه ویره لري. اسراییل ښايي د منځني ختیځ تر ټولو پرمختللې ډېموکراسي ولري، خو ایا هغه وخت به څه پېښ شي که د اسراییلو پر وړاندې د ډېرو عربو دښمنۍ په یوه دموکراتیکه بڼه راڅرګنده شي؟

که د منځني ختیځ حکومتونه هغه کارونه وکړي چې د هغوې خلک ېې غواړي، اسراییل به له ستونزو سره مخامخ شي.

دا مسله هغه وخت په روښانه ډول رابرسېره شوه چې حماس په ۲۰۰۶ کې د فلسطیني سیمو ټاکنې وګټلې. اسراییلي او لوېدیځو مامورینو د هغو نویو ټاکل شویو استازو سره له کتنې ډډه وکړه چې د اسراییلو نابودي ېې غوښته.

د یو څو میاشتو په ترڅ کې، د حماس ډېر شمېر ټاکل شوي استازي د اسراییلو په زندانونو کې ولوېدل.

د عربي پسرلي په ترڅ کې او له هغې راهیسې څه پېښ شول؟

د انځور حقوق Getty
Image caption لوېدیځو ځواکونو دهغو یاغیانو پر ملاتړ مداخله وکړه چې د ډګرمن قذافي پرضد جنګېدل

بحرین: په ۲۰۱۱ کې اعتراضونه پیل شول، مظاهره کوونکو لا زیاته ډېموکراسي او د سنیانو تر مشرۍ لاندې دولت له خوا د اکثریتو شیعه ګانو پرخلاف د توپیري چلند پاې ته رسول غوښتل.

پاچا حماد د ګاونډیو دولتونو د عسکرو په مرسته مخالفین وځپل. هغه وروسته د یو پلټوونکي کمېسیون سپارښتنې ومنلې، خو منتقدین وايی پرهغو ېې عمل ونه کړ او سرغړونو دوام وکړ.

مصر: ډله ییزو اعتراضونو د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کې ولسمشر مبارک له درې لسیزې واکمنۍ وروسته استعفا ته مجبور کړ.

اخوان المسلمین ډلې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، خو ولسمشر محمد مرسي خپل ځان ته د ډېرو واکونو ورکولو او د یو اسلامپالي اساسي قانون په رامنځته کولو سره ژر د عامو وګړو یوه لویه غوسه راوپاروله.

کله چې په ميلیونونو د مرسي مخالف اعتراض کوونکي کوڅو ته را ووتل، پوځ هغه له کاره ګوښه کړ.

راتلونکې ټاکنې د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح سیسي وګټلې، چې هغه وخت ېې ډېر محبوبیت ترلاسه کړی و. د هغه حکومت، اخوان المسلمین د یوې تروریستي ډلې په توګه اعلان کړ، د هغوې ډېر مشران او سکیولراو ازاد خیاله منتقدین ېې بندیان کړل.

لیبیا: د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کې حکومت ضد مظاهرې د ډګرمن معمر القذافي د څلورو لسیزې واکمنۍ پر وړاندې یو وسله وال بغاوت باندې بدلې شوې.

کله چې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د ملکي خلکو د ساتنې لپاره "د ټولو ضروري اقداماتو" اجازه ورکړه، لوېدیځو ځواکونو د یاغیانو پر ملاتړ مداخله وکړه.

ډګرمن قذافي طرابلس ته وتښتېده او د ۲۰۱۱ په اګست کې د یاغیانو له خوا ونیول شو او ووژل شو.

له هغې وروسته د واک او زیرمو پر سر جګړه د سیالو ملېشو ترمنځ د يو پر بل پسې نښتو سبب شوه، د هېواد له پلازمېنې څخه د هغه حکومت شړل چې د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شوی و، لیبیا د بېلابېلو سیالو ډلو ترمنځ ووېشله.

سوریه: په ۲۰۱۱ کې د بشار الاسد د واکمنۍ پرخلاف د کوڅو اعتراضونه څه موده داسې ښکارېدل چې ولسمشر به نسکوره کړي. خو کله چې سوله ییز پاڅون په وسله وال مخالفت بدل شو اوبیا یوه زیاتېدونکې فرقه یی نښته رامنځته شوه، بهرني ځواکونه په لانجې کې راښکېل شول، ځینو ېې غوښتل د اسد حکومت وساتي او ځینو نورو غوښتل چې هغه له منځه یوسي.

په عراق کې د اسلامي دولت اورپکه ډله جوړه شوه، له بې ثباتۍ ېې ګټه پورته کړه او د سورېې په شمالي او ختیځو برخو کې ېې ځینې سیمې ونیولې. د نښتو په ترڅ کې په زرګونو خلک مړه او په ميلیونونو له سورېې وتښتېدل او د پناه وړونکو په توګه بهرنیو هېوادونو ته لاړل.

تونس: دعربي نړۍ د پسرلي زانګو، د ۲۰۱۰ په ډسمبر کې، کله چې یو بې روزګاره ځوان، محمد بوعزیزي ځان له دې امله په اور وسوځاوه چې چارواکو د سبزیجاتو له خرڅولو منع کړی وو، د ډله ییزو اعتراضونو سبب شو.

د ولسمشر زین العابدین علي له استعفا او تېښتې وروسته، د تونس په تاریخ کې لومړنۍ ډيموکراتیکې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې. له هغې وروسته ځینې سیاسې وژنې او پر سیلانیانو وژونکي بریدونه وشول، خو تونس ته معمولا د داسې عربي هېواد په سترګه کتل کېږي چې د یو اوږد مهالي مشر له نسکورېدو په ښه توګه راوتلی.

یمن: ولسمشر علي عبدالله صالح څلورم عرب مشر و چې په زوره د واک پرېښودو ته اړ شو. خو له واکه د هغه لیرې کېدل د هغه د اغېز د له منځه تلو سبب نه شو، او هغه په یمن کې پاتې شو، د سعودي عربستان او نورو پرضد ېې، د خپلو پخوانیو دښمنانو، حوٍثي یاغیانو، سره لاس یو کړ.

د هغه ځای ناستی ولسمشر عبد ربه منصور ونشوای کړای چې پر هېواد باندې خپله واکمني ومني، او یمن تر اوسه د سیالو وسله والو ډلو لکه د القاعدې سیمه ییزې څانګې، ترمنځ ویشلی پاتې دی.

له مبارکه وروسته مصر کې د اخوان المسلمین ډلې پرلپسې ټاکنیزو بریاوو یو ځلي بیا د لوېدیځ معضله رابرسېره کړه. باید هېره نه کړو چې اسلامي دولت او القاعدې دواړو د اخوان المسلمین دا دریځ رد کړی چې اسلامپالي باید د ټاکنو له لارې واک ته ورسېږي.

خوندي لاره

خو د سعودي عربستان او د خلیج اقتدار خوښونکي وېرېدل چې کېدای شي اخوان المسلمین ډله د دوی واکمنۍ ته ګواښ پېښ کړي، نوځکه ېې لوېدیځوال وهڅول چې دوې په مصر کې د ولسمشر مورسي د حکومت خطر نشي منلای.

د مصر پوځ، د کوڅو د عتراض کوونکو سره یوځاې چې غوښتل ېې د ټاکنو نتیجې بدلې کړي، د دوې لپاره خوندي لاره بلل کېده.

دا ښايي د پوهېدو وړ احتیاط څخه راپېدا شوې یوه تګلاره وه. لوېدیځو مشرانو څرنګه کولاې شوای د اخوان المسلمین پر دې ډاډینو باور وکړي چې د لومړي ټاکنیز بریالیتوب وروسته به هڅه نه کوي چې د خپل اعلان کړي هدف یعنې د یوه اسلامي دولت د جوړولو لپاره واک د تل لپاره تر منګولو کړي؟

خو له اخوان المسلمین حکومت څخه د ملاتړ نه کولو سره لوېدیځ ، افراطي اسلامپالو ته بریالیتوب ور په برخه کړ. اوس افراطي اسلامپالي کولای شي استدلال وکړي چې "اخوان المسلمین ته رایه ورکول ګټه نه لري، ځکه چې که هغوی ټاکنې وګټي بیاهم واک ته نه پرېښودل کېږي. بهتره به دا وي چې زموږ لپاره وجنګېږي."

خو، په حقیقت کې، د تونس سیاسي پېښې ښيي چې پر ډيموکراسۍ باور کېدای شي. هلته د النهضه ډله د اخوان المسلمین په شان وه- له عربي پسرلي وروسته ېې ټاکنې وګټلې او بیا ثابته شوه چې روغې جوړې او مصالحې ته چمتو وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د النهضه ډلې په تونس کې ټاکنې وګټلې او وروسته ېې ومنله چې په ټپه درېدلي سیاسي حالت د ختمولو لپاره له واکه لاس واخلي

په داسې یو کار سره چې هېڅ یو سکیولر ګوند ېې ښايي په تونس کې ونه کړي، د النهضه ګوند په نوي اساسي قانون کې د یوې پراخې موافقې د ترلاسه کولو په خاطر په خپله خوښه له واکه ځان ګوښه کړ.

خو د تونس په پرتله مصر ډېر اهمیت لري. په داسې حال کې چې لیبرالان او د اخوان المسلمین مشران د ولسمشر سیسي په زندان کې دي، ډګر جهادیانو ته تش پاتې شوی چې کولاې شي د قاهرې د ځپونکي حکومت پرضد استدلال وکړي.

دا مسلي پر ټولې سیمې باندې اغېز کوي. تضادونه اوس تر ټولو زیات په سورېه کې جدي دي. لوېدیځ حکومتونه تر اوسه د اسد د رژیم د راپرځولو غوښتنې کوي خو له دې وېرې چې د هغه له منځه تلل به څه پاېلې ولري زړه نازړه دي چې د هغه د نسکورولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

له اسد وروسته به سوریه څه ډول وي؟ د سورېې ټاکنې به څه رامنځته کړي؟ که سني اسلامپالي واکمن شي؟ لوېدیځ او اسراييلو لپاره به ېې پایلې څه وي؟

دا چې لوېدیځ ونشوای کړای په منځني ختیځ کې د ډيموکراسۍ، ازادۍ او امنیت هیلې د اسلامي دولت ډلې او القاعدې د ماتولو لپاره وکاروي تر یوه حده د دې ذاتي تضاد یوه نتیجه ده چې د ډيموکراسۍ لپاره استدلال کوي خو له نتیجوڅخه ېې وېره لري.