۱۰۰ ښځې: د هند مهاراشترا کې بې نومه نجونې

Image caption په مهاراشترا ایالت کې پر ګڼو نجونو د "نکوشا" چې د بې کاره شي په مانا دی نوم ایښودل شوی دی

مهاراشترا د هندوستان یو له بډایه او پرمختللو ایالتونو دی خو په دغه ایالت کې لا هم له ميلیونونو نجونو خپلې کورنۍ ورکې دي، ځکه چې دلته د نجلۍ په پرتله نارینه اولاد ښه ګڼل کېږي.

په مهاراشترا ایالت کې پر ګڼو نجونو د "نکوشا" چې د بې کاره شي په مانا دی نوم ایښودل شوی دی.

بي بي سي له هغو دریو نجونو سره خبرې کړې دي چې د یوه دولتي پروګرام په ترڅ کې نوي نومونه پرې اېښودل شوي دي.

لومړۍ نجلۍ وايي زما نوم اشوریا نرین دی، مخکې ماته خلکو "نکوشا" ویل چې ما یې په اړه ښه احساس نه درلود، اوس زما نوم اشوریا دی او زه خوشاله یم.

دا وايي موږ شپږ خويندې یوو، زما مور او پلار د کرکیلې په برخه کې کار کوي، هغوی ډېره خواري کوي، زه غواړم یوه ښوونکې شم او د دې لپاره زه د حکومت مرستې ته اړتیا لرم.

د دې پروګرام له مخې دوهمه نجلۍ چې نوی نوم ورکړل شوی وايي، زه چې کوچنۍ وم د "نکوشا" په نامه بلل کېدم، په کور کې او بهر به ټولو "نکوشا" بللم، زما نوی نوم نکیتا دی چې زما ډېر خوښېږي.

دا وايي زه به ډېره غوسه کېدم چې خلکو به د "نکوشا" په نامه زه ځورولم، خو د نوم اېښودلو له مراسمو وروسته هرڅه بدل شول.

نکيتا وايي زه اوس په شپږم ټولګې کې زده کړې کوم، زه غواړم د پولیسو یوه افسره شم.

درېيمه نجلۍ بيا وايي زه د نوم ایښودلو مراسمو ته له خپلې مور سره ولاړم چې خپل نوم نکوشا بدل کړم.

هلته په ما نوی نوم کېښودل شو، اشوریا. زه څلور مشرې خویندې لرم چې دوې یې واده شوې دي.

نکوشا وايي، مخکې به زما د ښوونځي خورلڼو زه نکوشا بللم، خو له کله نه چې مې نوم بدل شوی ټول مې د اشوریا په نامه بولي.

زه د خپل نوی نوم په اړه ښه احساس لرم، زه په کامتي کې ژوند کوم، هره ورځ ښوونځي ته پیاده ځم.

ما د ډاکټرې کېدو خوب لیدلی، خو زما کورنۍ ډېره بې وزلې ده، که ما سره اقتصادي مرسته وشي زه به خپلې زده کړې بشپړې کړم او ډاکټره به شم.