د مونالیزا انځور تر شا یو بل انځور هم پټ دی؟

د انځور حقوق Courtesy Brinkworth Films
Image caption د مونالیزا پر انځور له نیمې پېړۍ راهیسې ساینسي څېرنې کېږي او دا وروستیو کې د انفراریډ او ملټي سپیکټرل سکینینګ په وسیله څېړل شوی دی

یوه فرانسوي ساینسپوه ادعا کړې، چې د رڼا انعکاس تکنالوژي پر مټ یې د لیوناردو داونچي مشهور انځور مونالیزا تر شا یو بل انځور موندلی دی.

فرانسوی ساینسپوه پاسکال کوت وايي لس کاله کېږي، چې د دغې تکنالوژۍ په وسیله د یاد انځور په هکله څېړنه کوي.

نوموړی ادعا کوي چې د داونچي تر دغه هنري شاهکار لاندې وار له مخه یو بل انځور پټ دی.

د پاریس لووور موزیم چې دغه انځور پکې موجود دی د نوموړي د ادعا په اړه له څه ویلو ډډه کړې. د ښاغلي کوت ادعا ناندریزه ده او له کبله یې د لیوناردو ماهرین په دوو ډلو وېشل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د مونالیزا مرموزه خندا د هنر ماهرینو لپاره لا هم یو راز دی

نوموړي د هغه تخنیک پر مټ د یاد انځور څېړنه کړې، چې چاک چولې لویوي. دغه تکنیک ''Layer Amplification Method'' بلل کېږي.

ښاغلی کوت وايي د دغې تکنالوژۍ کارولو پر مهال پر انځور څو ډوله رڼا اچوله کېږي او بیا یوه کامېرا د رڼا انعکاس کچه معلوموي.

د مونالیزا پر انځور له نیمې پېړۍ راهیسې ساینسي څېرنې کېږي او دا وروستیو کې د انفراریډ او ملټي سپیکټرل سکینینګ په وسیله څېړل شوی دی.

خو پاسکال کوت ادعا کوي، چې د ده تخنیک په مرسته د انځور ډېر دننه کتل کېدای شي. هغه وايي:

د انځور حقوق
Image caption فرانسوی ساینسپوه پاسکال کوت وايي لس کاله کېږي، چې د دغې تکنالوژۍ په وسیله د یاد انځور په هکله څېړنه کوي

''اوس موږ کولای شو ووینو، چې د رنګونو په چولو کې څه کېدل، اوس موږ د یوه پیاز په توګه د دغه انځور پوټکي سپړلی شو او پړاو په پړاو به وپوهیږو، چې دغه انځور څنګه پنځول شوی دی.''

ویل کېږي دغه انځور لیوناردو د ۱۵۰۳ او ۱۵۱۷ تر منځ هغه مهال پنځولی، چې نوموړي د فرانسې په فلورنس ښار کې اوسېد.

د مونالیزا پېژندګلوي هم د بحثونو موضوع ده. معمولاً ویل کېږي، چې دا د فلورنس ورېښمو سوداګر مېرمن لیزاګیراردیني ده. خو کوت وايي:

''زما څېړنې د لیوناردو شاهکار په اړه ډېر نکلونه د تل لپاره له منځه وړي.''

هغه وايي کله مې چې ' له څېړنې تر لاسه شویو پایلو په رڼا کې ' د لیزا ګیراردیني تصویر له سره یو ځای کړ، نو یو داسې تصویر سره مخامخ شوم، چې له مونالیزا سره ډېر مختلف و، دا هغه ښځه نه ده.