زوکیر برګ د مسلمانانو د ملاتړ اعلان کړی

د انځور حقوق EPA
Image caption '' زه خپله ټولنه او ټوله نړۍ کې د مېشتو مسلمانانو د ملاتړ لپاره له پورته شویو غږونو سره خپل غږ یو ځای کول غواړم مارک زوکیربرګ

د مشهورې ټولنیزې ویبپاڼې فېسبوک موسس مارک زوکیربرګ وايي اروپا کې له خونړیو بریدونو وروسته د غبرګونونو له کبله اندېښمنو مسلمانانو ملاتړ کوي.

پر فېسبوک یوه خپاره شوي پیغام کې نوموړي ویلي، پر فېسبوک د شته مسلمانانو تر څنګ د نړۍ لر او بر کې د مسلمانانو ملاتړ کوي.

پاریس او کالیفورنیا کې له بریدونو وروسته په امریکا او اروپا کې مېشت مسلمانان له یو شمېر نیوکو سره مخامخ دي. زوکیربرګ پر فېسبوکپاڼه لیکلي:

'' زه خپله ټولنه او ټوله نړۍ کې د مېشتو مسلمانانو د ملاتړ لپاره له پورته شویو غږونو سره خپل غږ یو ځای کول غواړم.''

نوموړی وايي دی د هغې وېرې یوازې احساس کولای شي، چې پاریس کې له بریدونو او بیا روانه اونۍ د کرکې له ډېرېدو وروسته یې مسلمانان محسوسوي او دوی د نورو د کړنو له کبله د ممکنه غچ اخیستنې له وېرې سره مخامخ دي. د فېسبوک اجرايي مشر وایی:

''د یوه یهودي په حیث ما ته مور پلار را زده کړي دي، چې پر هر چا د برید پر وړاندې ودریږم، که څه اوس به یو برید پر ما نه وي، خو د یو چا پر ازادي تر سره شوی برید ټول اغیزمنوي. که تاسې مسلمانان یاست زه د فېسبوک مشر په توګه ډاډ درکوم، چې موږ به درته تل هرکلی وایو او ستاسو د حقونو خوندیتوب لپاره به مبارزه کوو، ستاسې لپاره به خوندي او سوله ییز چاپیریال رامنځته کړو.''

دا وروستیو کې د خپلې لور د زېږېدو یادونه کړې او وايي، چې د یوې ماشومې مور پلار په حیث موږ ډېر هیله مند یو، خو د یو چا د کرکې له کبله کیدای شي ژر د مایوسۍ ښکار شو. نوموړی وايي داسې حالت کې باید ناهیلي نه شو '' تر هغې چې موږ د یوه بل څنګ کې یو او یوه بل کې مثبت ټکي لټوو، موږ کولای شو د ټولو لپاره یوه غوره نړۍ جوړه کړو.''

له دې مخکې د امریکا سان برناردینو ښار کې له بریدونو وروسته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند د نوماندۍ هیله مند ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی و، چې باید امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګول شي. خو د نوموړي دغه وړاندیز له تعصبه ډک بلل شوی او په سیاسي او ټولنیزه کچه یې غندنه شوې.