د افغان طالبانو "ځانګړي ځواکونه" ولې د اسلامي دولت د اورپکو پر ضد جنګېږي؟

Image caption طالبانو او اسلامي دولت د ۲۰۱۵ په جنورې کې يو د بل پر ضد جګړه اعلان کړه

د افغان طالبانو سرچينې وايي چې دوی د اسلامی دولت د سيالې ډلې له اورپکو سره په زياتېدونکې توګه خونړۍ جګړه کې "ځانګړي ځواکونه" ګومارلي دي.

اسلامي دولت ډلې له يو شمېر ځايي او بهرنيو اورپکو ډلو څخه ډکه سيمه کې د طالبانو برلاسي او حاکميت ګواښولی دی او تر څه حده يې ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.

خو د اورپکو تر منځ دا جنګ څوک ګټي؟

د طالبانو څومره ځانګړي ځواکونه له اسلامی دولت سره جنګېږي؟

د طالبانو د سرچينو په وينا، د داعش خلاف ځانګړې قطعه، چې تر زرو پورې جنګيالي لري او د طالبانو د ځانګړو ځواکونو برخه ده، څو مياشتې مخکې جوړه شوې او په دا وروستيو کې يې خپل فعاليت نور هم ګړندی کړی دی، دغه طالبان تر نورو عادي وسله والو طالبانو ښه روزل شوي او په ښو وسلو سمبال وي چې اصلي هدف يې د اسلامي دولت ډلې له منځه وړل دي.

د طالبانو د داعش ضد جنګي ډلې غړي د هغو د جنګي مهارتونو او تجربي پر بنسټ په ګوته راټول شوي او په هغو ولایتونو کې يې ځای پر ځای کړي چې اسلامي دولت ډله پکښې فعاله ده او يا هم د راټوکېدو امکان يې شته – په دې کې په ځانګړي ډول د ننګرهار، فراه، هلمند او زابل ولایتونه راځي.

خو که اړتيا وه نو د طالبانو دغه ځانګړي ځواکونه به په هر هغه ولایت او سيمه کې ځای پر ځای کېږي چې اسلامي دولت ډله سر پکښې راپورته کړي – او داسې د طالبانو عادي جنګيالي خپل پام له افغان او بهرنيو ځواکونو سره روان جنګ ته وکړي.

د انځور حقوق
Image caption ملا اختر محمد منصور اسلامي دولت ته خبرداری ورکړی او طالبان يې يووالي ته راوبلل

د اورپکو خپل منځي مرګ ژوبله

اسلامي دولت ډله چې کله تر افغانستانه وغځېده نو طالبانو په پټه خپلو قوماندانانو ته امر وکړی چې "په هره ممکنه لار" يې مخه ونيسي.

د ۲۰۱۵ م کال د اپرېل د مياشتې راهیسې د طالبانو او اسلامي دولت وسله والو د خپل واک د غځولو او خپلو پښو د ټينګولو لپاره ډېر وار يو پر بل بريدونه کړي دي.

طالبانو د اسلامی دولت د اورپکو پر بېلو ډلو، چې مشري يې زياتره ځينو "خوابدو" طالبانو او د پاکستان او ازبکستان اورپکو کوله، په نښه کړي دي.

د طالبانو او اسلامي دولت تر منځ زياتره جنګونه په ننګرهار، هلمند، فراه، او زابل کې شوي دي چې له دواړو خواوو څخه په سلګونو کسان پکښې وژل شوي دي.

که څه هم دقيقې شمېرې معلومې نه دي، خو د طالبانو ځانګړو ځواکونو په تېرو دريو مياشتو کې د اسلامي دولت په لسګونو نور اورپکي وژلي دي.

اسلامي دولت بيا له خپلې خوا په ځانګړي ډول په ننګرهار کې په لسګونو طالبان وژلي دي ـ دوی په طالبانو پسې ګرځي او هر ځای چې يې وار برابر شي، ګوزار پر کوي.

اسلامی دولت څو مياشتې مخکې په ننګرهار کې د لسو طالب جنګياليو غاړې پرې کړې- او د جون په مياشت کې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو والي، مولوي ميرا احمد ګل، په پېښور کې ووژل شو. باور کېږي چې هغه هم د اسلامي دولت اورپکو په نښه کړی.

د اوس لپاره داسې ښکاري چې د اسلامي دولت ډله د افغانستان په سوېل (جنوب) او لوېديځ (غرب) کې تر ډېره حده له منځه وړل شوې ده.

خو د هېواد په ختيځ کې په ځانګړي ډول په ننګرهار او کونړ کې د اسلامي دولت د جنګياليو کوچنۍ ډلې اوس هم فعالې دي.

د افغانستان شمالي سيمو ته هم د اسلامي دولت ډلې ډېر پام دی او غواړي چې هلته خپلې ځالې جوړې کړي چې له نورو ازبک، تاجک، چيچينايي او چینايي اېغور اورپکو سره تماس ټينګ کړي او په اسانۍ له نورو هېوادونو سره تګ راتګ وکړای شي.

Image caption ابوبکر البغدادي مسلمانانو ته له اسلامي دولت سره د يو ځای کېدو او "خلافت" ته د کډه کېدو بلنه ورکړه

د جنګ اعلان

د طالبانو او اسلامي دولت ډلو نژدې يو کال مخکې د ۲۰۱۵ م کال د جنورۍ په مياشت کې، هغه مهال يو د بل پر ضد جګړه اعلان کړه چې کله اسلامي دولت د "خراسان" په نامه د خپلې څانګې يا ولایت د جوړېدو اعلان وکړی.

خراسان، د افغانستان او د ګاونډي پاکستان، ايران او منځنۍ اسيا ته څېرمه سيمو زوړ نوم دی.

د ا لومړی ځل و چې اسلامي دولت له منځني ختيځ څخه راووتی او په يوه بله سیمه کې يې خپل ښاخ جوړ کړی.

اسلامي دولت يا داعش هغه لومړۍ لويه اورپکې ډله ده چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مشري او مشروعيت يې مخامخ رد کړی.

د اسلامی دولت دې کړنلارې د طالبانو غصه را وپاروله ځکه دوی ملا محمد عمر د افغانستان د اسلامی امارت امير المومنين او خپل مشر بلی.

که څه هم طالبانو، القاعده شبکې او نورو بهرنيو اورپکو ته په افغانستان کې ځای ورکړی و، خو هغو ټولو له ملا محمد عمر سره بيعت کړی و او د هغه مشرتوب يې منلی و.

دا مهال هم د القاعده مشر ايمن الظواهري او په افغانستان کې مېشت زياتره بهرني اورپکي د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور مشري مني.

يوازې د ازبکستاني اورپکو يوې ډلې او يو څو نورو عرب او پاکستاني اورپکو له اسلامي دولت سره بيعت کړی دی.

خو د اسلامی دولت ډله په ښکاره د طالبانو مخالفت کوي، د خپلو بيانيو او تبليغاتي ويډيوګانو له لارې د طالبانو مشروعيت ردوي او پر هغو تور لګوي چې د پاکستاني استخباراتي ادارو لپاره کار کوي.

طالبانو ځوابي ګوزار وکړی او له اسلامي دولت ډلې څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې دې "موازي جهادي صفونه/ډلې نه جوړوي".

طالبانو د جون پر شپاړسمه د اسلامی دولت ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په نامه په يوه پرانيستي ليک کې خبرداری ورکړی چې که یې په افغانستان کې لاسوهنه ونه دروله نو دوی به مجبور شي چې "د خپلو لاسته راوړنو دفاع وکړی".

تر دې يوه اوونۍ وروسته د اسلامي دولت ځواب راغلی. د دغې ډلې مرکزي ویاند ابو محمد العدناني په خپله بيانيه کې په ځانګړي ډول په خراسان، ليبيا ا وسوريه کې د خپلو مخالفينو يادونه وکړه او پر هغو يې تور ولګوی چې يو "ديني جرم" ترسره کوي.

نوموړي د اسلامی دولت ډلې اورپکو ته وويل چې د هغو په وړاندې چې "توبه يې نه وي ايستلې" او "له خلافت سره نه وي يو ځای شوي" په وړاندې "هېڅ زړسوی او رحم ونکړي"

Image caption اسلامي دولت د حافظ سعيد وژنه رد کړه او بي بي سي ته يې ويلي وو "هغه اوس هم ژوندی دی".

اسلامي دولت او د طالبانو سرخوږی

تر دې وړاندې د طالبانو برلاسي په داسې مخامخ ډول هېڅکله نه وه ګواښول شوې.

اوس د طالبانو تر ټولو لويه بېره دا ده چې هسې نه د دوی غړي پر پراخه کچه له داعش سره يو ځای شي.

طالبان د داسې حالت د مخنيوی لپاره له خپل نوي دښمن سره دوه ډوله مبارزه کوي - جنګي او تبليغاتي.

اسلامي دولت ډله د طالبانو په ليکو کې د نفوذ کولو او تبليغاتو يوه منظمه تګلاره پر مخ بيايي او په دې لړ کې له هغو طالبانو سره تماسونه نيسي چې د بېلو دلايلو له مخې خوابدي دي او يا هم ايستل شوي دي.

اسلامی دولت ډله په طالبانو کې دننه اختلافونو ته هم هوا ورکوي او هڅه کوي له دې څخه ګټه پورته کړي.

د طالبانو خپل منځي اختلافونه هغه مهال نور څرګند شول چې په جولای کې د ملا محمد عمر د مرګ تر اعلان وروسته ملا اخترمحمد منصور د طالبانو نوی مشر وټاکل شو.

تېره مياشت چې د ملا محمد رسول په مشرۍ کې د طالبانو يوه جلا شوې ډله اعلان شوه، نو له دې سره حالت نور هم پېچلی شوـ خو دغه جلا شوې ډله هم وايي چې د اسلامي دولت د عقيدې او مرام خلاف دي.

د ځينو کسانو لپاره د اسلامي دولت ډلې پيسې او شتمني زړه راکښونکې ده ـ يو شمېر کسان، په ځانګړې توګه وزګار ځوانان، د اسلامي دولت معاشونو (تنخواوو) ته ليوال وي چې په ځينو ځايونو کې ويل کېږي د مياشتې يې تر پنځو سوو ډالرو پورې ورکړي دي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې راتلونکی په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت له حالت او راتلونکي سره نژدې تړلی دی.

که دغه ډله په خپل مرکز (عراق او سوريه) کې، چې هلته يې يو شمېر سيمې په لاس کې دي، کمزورې شي نو په افغانستان او پاکستان کې به يې هم پر فعاليت تاثير کېږي.

له بلې خوا په سیمه کې يو شمېر اورپکي "د انتظار او صبر" په حالت کې دي او ګوري چې څه پېښېږي- دغه کسان بېرېږي چې که له اسلامي دولت سره خپل بيعت اعلان کړي نو د طالبانو له سختې سزا سره به مخامخ شي.

په پاکستان کې د هغو عناصرو، چې د طالبانو د ملاتړ کولو تور پر لګول کېږي، رول هم په دې کې مهم دی چې په سيمه کې اورپکي څه ډول بڼه اخلي او امنیتي حالت کومې خوا ته ځي.

د ډرون ګوزارونه

د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو بريدونو په افغانستان کې د اسلامي دولت پر غړو او نظام باندې کاري ګوزارونه کړي دي.

اسلامي دولت ډلې، حافظ سعيد خان چې د پاکستان طالبانو د تحريک يو پخوانی قوماندان و، د خراسان د څانګې (افغانستان-پاکستان) لپاره خپل والي وټاکی- د دې تر څنګ يې د افغان طالبانو يو پخوانی مخکښ قوماندان، ملا عبدالروف خادم، د مرستيال والي په توګه اعلان کړی.

خو تر دې اعلان يوازې دوې اوونۍ وروسته ملا روف خادم د ۲۰۱۵ م کال د فبروۍ پر نهمه په هلمند کې دامريکايي ډرون په بريد کې ووژل شو. يو څو ورځې وروسته د ده ځای ناستی هم په ورته بريد کې له منځه يووړل شو.

د جولای په پيل کې بيا د داعش ډلې يو بل مهم قوماندان (د پاکستاني طالبانو يو پخوانی قوماندان) او د خراسان د څانګې وياند، شاهدالله شاهد په ننګرهار ولايت کې د امريکا په ډرون بريد کې ووژل شو.

يو څو ورځې وروسته د افغانستان استخباراتي ادارې، ملي امنيت، اعلان وکړی چې حافظ سعيد خان هم له خپلو دېرشو ملګرو سره په ننګرهار کې په يوه "هم غاړي شوي" بريد کې ووژل شو. داعش ډلې په هوايي بريد کې د خپل ځاي مشر د وژلو خبره رد کړه خو لا يې تراوسه د هغه د ژوندي پاته کېدو په اړه باوري ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

د افغان چارواکو بيانيې او مطبوعاتي (خپرنيز) رپورټه ښيي چې په تېر يوه کال کې د افغانستان په بېلو برخو کې د امريکا په هوايي بريدونو او له طالبانو سره په جنګ کې له داعش سره تړلې تر زرو پورې جنګيالي وژل شوي دي.

Image caption د اسلامي دولت د خراسان (افغانستان-پاکستان) څانګه لومړۍ هغه وه چې له عرب هېوادونو څخه بهر جوړه شوه

اسلامي دولت او د افغانانو اندېښنې

اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې په ځينو ځايونو کې له خپلو مخالفينو سره د منځني ختيځ تر خپلو ملګرو هم ډېرسخت چلند کړی دی ـ دغه زړه بوږنونکې سزاوې، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې ډېری ليدل شوې چې اسلامی دولت خپل سيمه ييز مرکز پکښې جوړ کړی دی- همدلته د اسلامي دولت د خراسان د څانګې مشر حافظ سعيد خان او له هغه سره له پاکستان څخه ورغلي څو سوه نور ملګري د ځايي همکارانو په مرسته مېشت شول.

په دې لړ کې يوې ويډيو، چې د اګست په مياشت کې خپره شوه، په ټول هېواد کې يو وحشت او بېره خپره کړه. په دې کې ښودل کېږي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د اسلامي دولت جنګياليو لس کسان، چې سترګې يې ورتړلې او ځينې يې سپين ږيري دي، را روان کړي دي.

وروسته يې پر يوه تپه پر هغو غارونو جلا جلا په زوره کښېنوي چې له وړاندې څخه چاودېدونکي مواد پکښې اېښودل شوي ول.

دغه ويډيو، چې نوم يې "موحدين له مشرکينو بدل اخلي" اېښودل شوی، تر چاودنو وروسته حالت هم ښکاره کوي او د خلکو د بدن پرې شوي غړي او دغوښو ټوټې يې له خاورو سره يو ځای په هوا کې الوتې پکښې ليدل کېږي.

د ننګرهار ولايت په ځينو برخو کې داسلامي دولت ځينو قوماندانانو تر خپلې ولکې لاندې ځينو کلو کې خلکو ته وويل چې له دوی سره يو ځای شوو جنګياليو ته د واده لپاره ښځې پيدا کړي. د سګريټو پر خرڅولو او څکولو يې بنديز ولګوی او په ځينو ځايونو کې يې د نسوارو پر کولو هم خلک ووهل- د دې تر څنګ يې، لږ تر لږه په ننګرهار کې، د تارياکو کښت او کاروبار هم منع کړی.

د ډسمبر په مياشت کې يې د خپلو تبليغاتو او خلکو راجلبولو لپاره په ننګرهار کې د اېف اېم راډيو سټېشن هم پيل کړی، چې هره ورځ خپرونې کوي.

د اسلامي دولت جنګياليو په همدې ولایت کې د خپلو مخالفينو په سلګونو کورونه ولوټل يا وسوځول او يوشمېر نور خالي شوي کورونه يې ونيول او خپله پکښې مېشت شول.

که له يوې خوا د اسلامی دولت لخوا د خلافت اعلان او مفکورې په منځۍ او سويلي اسيا کې ځينې کسان راجلب کړل خو د دې ډلې سختو سزاګانو او ټاکټيکونو په سيمه کې يو شمېر خلک بېزاره کړل.

Image caption افغان ځواکونو هم به ننګرهار کې د اسلامي دولت خلاف عمليات ترسره کړل

اوس به څه کېږي؟

په افغانستان کې د اسلامی دولت ډلې راټوکېدنه د طالبانو د برلاسي لپاره يوه جدي ستونزه ده.

خو د دې ډلې راپورته کېدو له څو لارو طالبانو ته ګټه هم ورسوله.

طالبانو له وړاندې څخه لا له يو شمېر سيمه ييزو هېوادونو سره خبرې پيل کړې او هغو ته یې ډاډ ورکړی چې دوی به اسلامي دولت پرې نږدي چې په افغانستان کې ځاله جوړه کړي او د دغو د هېوادونو امنيت او ثبات ته خطر جوړ کړی.

د ايران، روسيې او چين په څېر هېوادونه مجبور شول چې له افغان طالبانو سره، د نه تماس خپله زړه تګلاره باندې له سره غور وکړي.

يو شمېر افغان چارواکي او سياستوال بيا د اسلامی دولت ډلې فعاليتونه په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو او د سيمې، په ځانګړي ډول د روسيې او چين، د نارامه کولو د تګلارې يوه برخه ګڼي.

خو خپله طالبان اوس پر دوو محاذونو جنګېږي- د اسلامي دولت پر ضد جګړه او د افغان حکومت او د هغه د همکارو بهرنيو ځواکونو پر ضد مبارزه (او همدا راز د طالبانو د جلا شوې ډلې پر ضد هم)

اسلامي دولت ډله اوس له يوې ستونزې سره مخامخ ده چې څرنګه په منځنۍ او سويلي اسيا کې، چې له وړاندې لا ډېرې اورپکې ډلې پکښې مېشتې دي، ځان ته ځای پيداکړي.

خو که اسلامي دولت ډلې په سيمه کې ځان ځای کړی او يو مرکز يې جوړ کړی نو دا به دلته اورپکي په بنسټيزه توګه بدله کړي.

دا به په افغانستان کې د سولې د پروسې د هيلو د شنډېدو او د سياسي جوړجاړي د امکان د ختمېدو په معنی هم وي.

د دې تر څنګ به په ټوله سيمه کې بې ثباتي نوره هم ډېره شي.

که سيمه ييز هېوادونه د امنیت راوستلو لپاره يو ګډ پلان عملي نه کړي، د سيمې راتلونکې روښانه نه ښکاري.

دا مطلب په انګريزي ژبه دلته لوستلئ شئ!