لوړې زده کړې: له اوږده ځنډ وروسته بېرته څنګه لوړو زدکړو ته مخه کړو؟

د انځور حقوق
Image caption له ملګرو سره په مشوره کې مې ډېری ملګرو همدا مشوره راکوله چې په دې اداره کې دا ریاست مه پرېږده بیا خدای خبر چې ته دې رئیس شې خو هغه چې ډېر راته خواخوږي ول د لوړو زدکړو ادامې مشوره یې راکړه د هغو مې ومنله او تر اوسه په همدې څېړنیز کار لګیا یم

هغه ډوډۍ ښه ده چې ښه خوند وکړي، هغه نثر او شعر ښه دی چې ښه خوند وکړي او همدارازهغه لوړې زده کړې ښې دي چې انسان یې په کولو خوند واخلي، انساني فطرت همدا دی چې هرچاته په ځانکړې برخه کې د مالوماتو راټولول او په هغو باندې پوهاوی خوند ورکوي، که چېرې د مالوماتو را ټولو دغه لړۍ په یوه چوکاټ کې واچول او د یوې منظومې او مطلوبې پایلې لامل وګرځي په خپل ذات کې لوړې زده کړې دي.

په ټولنه کې د هرډول مالوماتو لرونکي کارپوه ته په مساوي توګه برابره اړتیا ده نو ځکه خو د څانګې په تخصصي ټاکنه کې باید هغه څانګه ځانته انتخاب کړئ کومه چې تاسو ته خوند درکوئ ځکه لوړې زدکړې اعلی او ادنا نه لري.

ددې لړۍ مخکېنۍ لیکنه

په سُنتي ټولنو کې انسان تر نیمايي زیات ژوند هم د نورو په خوښه کوي نو کله کله د لوړو زده کړو څانګه هم د کورنۍ یا ټولنې په خوښه وټاکي چې بیا یې لوستل ورته ستړي کوونکي او بې ثمره وي، ډېر ژر یې زړه له لوړو زده کړو تور او د زده کړو لړۍ ورڅخه پرې شي.

کله داسې هم پېښېږي چې زده کړې دې په خپل زړه وي خو ښوونکي، د ادارې مدیریت او یا هم کورنی ژوند دې دومره بېخونده او په فقر کې وي چې ستا زړه له زده کړو در تور او د اوږدې مودې لپاره دې بیا د زده کړو ته لېوالتیا نه وي.

د مېرمنو په اړه خو کله کله واده او یا هم ماشوم زېږون هم د لوړو زده کړو به بهیر کې د اوږدې دمې لامل کېدای شي. اوس پوښتنه دا ده که چېرې له داسې شرایطو سره مخامخ شوو، نو څه کول پکار دي؟

کله چې ما ماسټري خلاصه کړه نو د ډوکټورا تابیا په کولو سره شرایط داسې شول چې زه باید کابل ته د کار کولو لپاره تللی وای، ما هلته په کابل پوهنتون کې د خپلې پخوانۍ استادۍ دندې ترڅنګ د افغانستان اټومي انرژي اداره کې هم دنده ونیوله، استادي، دندې او د ژوندانه ستونزو دومره بوخت وساتلم چې نور مې د لابراتوار رنګ او په هغه کې د څېړنو خوند هم په هېرېدو وو.

د انځور حقوق BBC World
Image caption په سُنتي ټولنو کې انسان تر نیمايي زیات ژوند هم د نورو په خوښه کوي نو کله کله د لوړو زده کړو څانګه هم د کورنۍ یا ټولنې په خوښه وټاکي چې بیا یې لوستل ورته ستړي کوونکي او بې ثمره وي، ډېر ژر یې زړه له لوړو زده کړو تور او د زده کړو لړۍ ورڅخه پرې شي.

په پوهنتون کې د تدریس او محصلینو سره ټک ټوک ستونزې یوې خواته او د ادارې ستونزې بلې خواته دومره راباندې غالبې شوې چې نور مې دا له زړه ووتله چې ګواکې زه دې بیرته ډاکټري ته مخه کړم، یوه ورځ مې د یوچا په اړه چې زما اکاډیمیک رقیب راته ښکاره کېدو واورېدل چې ډوکټورا لپاره بهر ته تللی.

زړه مې را پورته شو چې زه هم باید ولاړ شم خو په سبا یې بیا اداري کار داسې بوخت کړم چې تر دویمې شپې له مخه مې تصمیم بېرته ګرځېدلی وو، څه موده وروسته مې له ځان سره ویل چې ښه دا یې ته پوهاند او دا یې ته په دې اداره کې وزیر نو پایله به یې څه وي؟ څوک او څه شی به خلک درته وايي؟ بې ډوکټورا پوهاند که لرې کړای شوی وزیر؟

دې چورتونو یو ځل بیا د لوړو زده کړو تبه راباندې راوسته، له ځان سره مې هوډ وکړ چې سبا یې په لټه کې کېږم، په سبا چې دفتر ته ولاړم لومړی مې ډوکټورا لپاره پروپوزل ولیکل او خورا ډېرو نړیوالو پوهنتونونو ته مې واستاوه، ورځې وروسته له دریو پوهنتونونو څخه راته وویل شول چې ته کولای شې راشې او ډوکټورا څېړنې دې پیل کړې.

له ملګرو سره په مشوره کې مې ډېری ملګرو همدا مشوره راکوله چې په دې اداره کې دا ریاست مه پرېږده بیا خدای خبر چې ته دې رئیس شې خو هغه چې ډېر راته خواخوږي ول د لوړو زدکړو ادامې مشوره یې راکړه د هغو مې ومنله او تر اوسه په همدې څېړنیز کار لګیا یم، د دې کار یوې ورځې خوند زما د ریاست کولو په ټوله دری کلنه دوره کې نشته، جسماً، روحاً او وجداناً آرامه یم.

زما شخصي تجربه او په دې برخه کې اکاډیمیکې لیکنې کاږي چې لوړو زده کړو بهیر ته د بېرته راتګ لپاره تر ټولو مهمه لوړو زده کړو ته پخه اراده کول دي چې په دې سره بیا کولای شو په لاره کې پرتو ستونزو هواري لپاره یو منظم او تدریجي مهالوېش وټاکو، په مهالوېش کې مو باید اهداف کوټلي وي او اولومړیتوبونه مالوم وي.

په ټوله نړۍ کې له سیاسته نیولې بیا تر اکاډیمیک کار پورې هرڅه په اړیکو پورې تړلې، نو د یوه ښه پیل لپاره باید د خپلو اړیکو جال ته مخه کړو او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره خپلې ټولې ممکنه اړیکې وکاروو، دریم مهم کار به دا وي چې په خپلې ټاکلې څانګه کې د خپلو مالوماتو کچه مالومه کړو چې د کمښت په صورت کي له رسمي زدکړو مخته دا تشه ډکه کړو چې بهر ته د زده کړو لپاره تګ کې دا تشه ډېری وخت د بهرنۍ ژبه پوره نه زدکړه وي.

له پلان څخه نیولې بیا د زده کړو بهیر تر پیل او اوږدو کې یو ستر عنصر چې موږ سره تل مرسته کوي هغه د نه پوهاوي په صورت کې پوښتنه او د اړتیا په وخت کې مرستې غوښتنه ده، موږ ډېری وخت له بل چا د مرستې په غوښتنه شرمېږو چې دا چاره زده کړو بهیر ته په بېرته راتګ کې ډېره منفي اغېزه لري.

ډېری وخت لوړو زده کړو ته بېرته نه را ګرځېدلو یو لامل دا هم وي چې موږ فکر کوو هغه څه چې مو پخوا لوستي وو راڅخه هېر شوي، خو په خپل کور، کلي، ټولګي او کار ځای کې د تحصیلي سویې او پوهې په ډګر کې ځان ته سیال پیدا کول او بیا له هغه سره د سالمې سیالي پیل لوړو زده کړو ته د بیا ځلې لېوالتیا پیداکولو تر ټولو اغېزمنه لاره ګڼل شوې.

په دې هیله چې یوه ورځ مو په لوړو زده کړو کې سیالي ته نړۍ ګوته په غاښ شي.

ورته مطالب