د کډوالو کړکېچ: "په ۲۰۱۵ کال کې یو میلیون کډوال اروپا ته ننوتلي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption زیاتره کډوال د سمندر له لارې اروپا ته رسیدلي او ډیری سفرونه ېې له خطرونو ډک وو

د کډوالۍ نړیوال سازمان،آې او ایم، وايي د ځمکې او سمندر له لارې اروپا ته د ورغلیو کډوالو او پناه وړونکو شمېر تر یو میلیون اوښتی.

د تېرکال په پرتله دا شمېر څلور چنده زیاتوالی ښيي.

زیاتره کډوال او پناه وړونکي د سمندر له لارې اروپا ته اوښتي دي، چې له ۸۰۰،۰۰۰ نه زیات ېې د ترکېې له لارې یونان ته تللي. زیاتره پناه وړونکي له سورېې،عراق او افغانستان څخه دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي سږ کال ۳،۶۹۵ تنه کډوال په سمندر کې ډوب شوي یا تراوسه ورک دي.

د کډوالو دا ډله ییز ورتګ په اروپايي اتحاديه کې د پام وړ سیاسي اختلافونو سبب شوی.

"باید په کار لاس پورې کړو"

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د بدلون دغې ټکي ته د دوشنبې په ورځ ورسېدل، د ځمکې او سمندر له لارې اروپا ته د رسیدلیو کډوالو او پناه وړونکو ټول شمېر څه باندې۱،۰۰۶،۰۰۰ ته ورسېد.

دغه کسان د اروپايي اتحادېې د شپږو غړو هېوادو، یونان، بلغاریا، ایټالیا، اسپانیا، مالټا او قبرص له لارې ورغلي.

  • ۹۷۲،۵۰۰ د سمندر له لارې رسېدلي
  • ۳۴،۰۰۰ کسان د ځمکې له لارې له ترکېې څخه بلغاریا او یونان ته تللي
  • ۹۴۲،۴۰۰ د پناه وړنې غوښتنلیکونه د ۲۰۱۵ په جنوري- نوامبر کې اروپايي اتحادېې ته سپارل شوي، چې د ناروې او سویټزرلینډ په ګډون دا شمېره له یو میلیون نه اوړي (د ارقاموسرچینه: د یوروستات میاشتیني ارقام)
  • له یو میلیون زیات د جرمنی په"EASY" سیستم کې ثبت شوي چې نوي رارسېدونکي کسان د پناه وړنې د غوښتنلیکونو ورکولو نه وړاندې حسابوي. په دې کې زیات شمېر (نژدې ۴۰ سلنه) د بالقان خلک هم دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ، یو ان اچ سي آر، په ارقامو کې شامل نه دي.
    د انځور حقوق Getty
    Image caption د کډوالو دا ډله ییز ورتګ په اروپايي اتحاديه کې د پام وړ سیاسي اختلافونو سبب شوی.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي نیمه برخه پناه وړونکي چې له مدیترانې څخه تېرشوي له سورېې څخه وو،۲۰ سلنه له افغانستان او ۷ سلنه له عراق څخه دي.

زیاترو مړه شویو کډوالو-۲،۸۸۹- غوښتل د سمندر له لارې له شمالي افریقا څخه ایټالیا ته ځان ورسوي، او له ۷۰۰ نه زیات ېې د ایژن په سمندرګې کې مړه شوي، چې هڅه ېې کوله له ترکيې نه یونان ته لاړشي.

یواځې ۳.۵ سلنه کډوال بریالي شوي چې د ځمکې له لارې له ترکېې څخه یونان یا بلغاریا ته ورسېږي.

د کډوالو نړیوال سازمان خپل ارقام او احصاېې د ثبت شویو نومونو، دقانون د پلي کولو ادارو او خپلو څارونکو څخه ترلاسه کوي.

خو د کډوالو د نړیوال سازمان مشر، ویلیام لېسي سوینګ وویل یواځې د ارقاموشمېرل کافي نه دي.

هغه وویل: "موږ باید هم په کار لاس پورې کړو، کډوالۍ باید د ټولو لپاره قانوني، خوندي او بې خطره وي- هم د کډوالو لپاره او هم دهغو هېوادو لپاره چې دا کډوال به په کې استوګن وي"

د آې او ایم او یو ان اچ سي آر په یوې ګډې وینا کې ویل شوي:"له همغږۍ نه ډک یو اروپايي غبرګون په رامنځته کېدو دی".

خو، په دې وینا کې داهم ویل شوي چې باید د کډوالو د ثبتولو او استوګنې ځایونو د لاښه کولو، او د دې معلومولو لپاره چې څوک د پناه وړنې د ساتنې وړ دي او څوک نه دي، باید نورګامونه پورته شي.

د دې وروستیو بدلونونو په غبرګون کې، د ماشومانو د ژغورنې ادارې، سېو د چلډرن، د کمپاین مشر، کرستي مک نیل وویل: "دا د اروپايي هیلو یوه ازموینه ده. کله چې ماشومان زموږ د وره مخې ته مړه کېږي موږ باید زړور ګامونه واخلو. له دې نه د لومړیتوب درلودونکی بل کار نشته."

د انځور حقوق AP
Image caption ځينې اروپايي هېوادونه لکه مقدونیه خپلې پولې ټینګوي

د اروپا د سرحدي ساتونکي ځواک( فرانټکس) پیاوړي کول

د کډوالو د کړکېچ له امله ځینو اروپايي دولتونو په خپلو پولو کې د اغزنو سیمونو دیوالونه پورته کړي او سرحدي کنټرول ېې رامنځ ته کړی، سره د دې چې د اروپايي اتحادېې د شینګن تړون له مخې د اروپايي دننه سرحدونو کې تګ راتګ آزاد دی.

اروپايي اتحاديې تېره اوونۍ هوکړه وکړه چې په یونان کې چې د کډوالو د رارسېدو یو مهم ځای دی، د سرحدي ادارې، فرانټکس، د کاروکونکو شمېر زیات کړي.

کله چې کډوال یونان ته ورسېږي، زیاتره ېې هڅه کوي د بالقان له لارې شمال ته لاړشي او ډېری د جرمني او سکانډیناوي هېوادو پر لور ځي.

سره د دې چې زیاتره کډوال او پناه وړونکي د اروپا دننه دي، یواځې جرمني ته یو میلیون رسېدلي.

مقدونیه اوس هغه کسان چې د جګړو له سیمو څخه نه وي راغلي د یونان سره له خپلې پولې تېریدو ته نه پرېږدي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې خبرداری ورکړشوی چې په ټوله نړۍ کې په زوره بېځایه شويو خلکو شمېر به سږکال له ۶۰ میلیونو څخه واوړي.

د انځور حقوق Reuters

دټرمینالوژۍ په اړه یوه یادونه: بي بي سي د ټولو هغو کسانو په اړه د کډوالو اصطلاح کاروي چې د خوځښت په حال کې وي او د پناه غوښتنې قانوني پروسه ېې لا نه وي بشپړه کړې.

په دې ډله کې هغه خلک شامل دي چې له جګړې ځپلو هېوادو لکه سورېې څخه تښتي، چې کېدای شي د پناه وړونکي دریځ ورته ورکړل شي.

همدا راز هغه خلک د کډوالو په ډلې کې شاملېږي چې د کار موندلو او ښه ژوند په لټه کې دي، چې کېدای شي د حکومتونو له نظره اقتصادي کډوال وبلل شي.