۲۰۱۵ کال کې د بریالیو هندي فلمونو نوملړ

د انځور حقوق by spice pr
Image caption دغه فلم کې د سلمان خان تر څنګ نوازالدین صدیقي، کرینه کپور هم رول درلود

داسې حال کې، چې نوی میلادي کال په رادبره کېدو دی، د هند فلمي نړۍ بریالیو فلمونو یو نوملړ خپور شوی، چې پکې په ترتیب سره د کال اوږدو کې نندارې ته وړاندې شويو فلمونو نومونه یاد شوي دي.

دغه نوملړ د هند په ممبۍ کې د بي بي سي هندي لپاره لیکونکي خبریال مدهو پال چمتو کړی.

یو لړ فلمونه د جوړښت او هنري ارزښت له کبله بریالی بلل شوي دي، خو یو شمېر نور بیا د خپلو ناندریزو کېسو له کبله خورا مشهور شول.

د انځور حقوق eros
Image caption دا وروستیو کې نندارې ته وړاندې شوي فلم ' باجي راو مستانې ' وتوانید په تېرو پنځو وروځو کې نژدې ۶۲۰ میلیونه روپۍ عاید راوړي

ویل کېږي، چې د تېر کال اوږدو کې له ۱۵۰ ډېر فلمونه نندارې ته وړاندې شوي، چې بریالیتوب بیا یوازې د یو څو فلمونو په برخه شو.

دسږکال اوږدو کې د سلمان خان، امیتاب بچن، اکشې کومار، ورون دهون او د سویلي هند د فلمي هنرمند پربهاس فلمونه وتوانیدل له بازاره د نورو پرتله ډېر عاید راوړي.

ښځینه فلمي هنرمندو کې بیا کنګناراناوت، کرینه کپور او دیپیکا پاډوکون وتوانیدې د بریالیتوب له پړاوونو تېرې شي.

دا وروستیو کې نندارې ته وړاندې شوي فلم ' باجي راو مستانې ' وتوانید په تېرو پنځو وروځو کې نژدې ۶۲۰ میلیونه روپۍ عاید راوړي.

دغه فلم کې رنویرسینګ، دیپیکا او پریانکا چوپړا مهم رول لوبولی. په همدې ورځ د شاه رخ خان او کاجول فلم ' دل والې' په پنځو ورځو کې نژدې ۸۵۰ میلیون روپۍ عاید تر لاسه کړی او دواړه فلمونه اوس هم د فلم لیدونکو لپاره په زړه پورې بلل کېږي.

د انځور حقوق red chillies
Image caption دواړه فلمونه اوس هم د فلم لیدونکو لپاره په زړه پورې بلل کېږي

د باکس افس انډیا د شمېرو له مخې سږ کال لومړی ځای د سلمان خان فلم ' بجرنګي بهايي جان ' خپل کړی، چې کبیرخان دغه فلم جوړ کړی دی.

دغه فلم کې د سلمان خان تر څنګ نوازالدین صدیقي، کرینه کپور هم رول درلود. یاد فلم نژدې درې میلیارده، ۱۶۰ میلیونه ۷۸۰ زره روپۍ عاید درلود.

دویم ځای هم د سلمان خان یوه فلم خپل کړی، چې ' پریم رتن دهن پایو ' نومیږي.

د دغه فلم ځانګړنه دا ده، چې سلمان خان د یاد فلم جوړونکي سورج بړجاټیا په یوه فلم کې ۱۶ کاله وروسته څرګند شو. دغه فلم هم یو میلیارد ۸۷۰ میلیونه ۴۹۰ زره روپۍ ګټلې. دریم ځای د کنګناراناوت فلم ' تنو ویډز منو ' خپل کړی، چې لګښت یې ۳۱۰ میلیونو روپیو ته رسېد، خو عاید یې له یو میلیارد ۵۱۰ میلیونه روپیو واوښت.

د انځور حقوق Tanu weds Manu
Image caption دریم ځای د کنګناراناوت فلم ' تنو ویډز منو ' خپل کړی، چې لګښت یې ۳۱۰ میلیونو روپیو ته رسېد

څلورم مقام د ایس ایس راجامولي فلم ' باهو بلي ' موندلی دی، چې هندي بڼې یې یو میلیارد ۱۰۰ میلیونه ۹۴۰ زره روپۍ عاید لاسته راوړی.

یاد فلم د هند سویل کې د عاید له پلوه یو ریکارډ جوړ کړی.

د ورون دهون او شردها کپور فلم ' اي بي سي ډي ۲ ' د ځوانو فلم کتونکو د پام وړ وګرځېد.

دغه فلم ته پنځم ځای ورکړل شوی او عاید یې وايي تر یو میلیارد ۴۰ میلیونه ډېر و. د انیس بزمي ' ویلکم بېک ' نومي فلم د بریالیو فلمونو په کتار کې شپږم ځای خپل کړی.

دغه فلم کې نصیرالدین شاه، ناناپاټیکر، انیل کپور او جان ابراهم غوندې مشهور هنرمندان یو ځای شوي وو، چې وايي ۹۳۰ میلیونه ۸۶۰ سوره زره روپۍ یې ګټلې.

د اکشې کومار او سدهارت ملهوترا ' برادر ' نومي فلم اووم ځای خپل کړی.

Image caption د اکشې کومار او سدهارت ملهوترا ' برادر ' نومي فلم اووم ځای خپل کړی. دغه فلم هغومره ګټه و نه کړه، چې تمه یې کېده

دغه فلم هغومره ګټه و نه کړه، چې تمه یې کېده، خو بیا هم وتوانید له بازاره ۷۸۰ میلیونه روپۍ وتروړي.

' ګبر از بیګ ' اتم مقام تر لاسه کړ. د دغه فلم موضوع اداري فساد و، ښايي له همدې کبله د کره کتونکو تر څنګ فلم کتونکو هم دغه فلم خوښ کړ.

دغه فلم نژدې ۷۸۰ میلیونه روپي کاروبار وکړ. نهم ځای د اکشې کومار ' بې بي ' نومي فلم ته ورکړل شوی، چې د سخت دریځي موضوع پکې راپورته شوې او ۷۸۰ میلیونه ۷۶۰ زره روپۍ عاید یې تر لاسه کړ.

۱۰ځای ' پیکو ' نومي فلم ته ورکړل شوی، چې مرکزي رول پکې دیپیکا پاډوکون لوبولی دی. د امیتاب بچن او عرفان خان شتوالي دغه فلم نور هم خوندور کړی دی او مینه والو درې سره رولونه ستایلي دي. د دغه فلم عاید نژدې ۷۷۰ میلیونو روپیو ته ورسېد.