د ډيلي بې کوره ماشومانو لپاره چاپ کېدونکې مجله

د انځور حقوق

د هند پلازمېنه نوي ډيلي یوه کور کې د داسې ماشومانو یوه مهمه غونډه روانه وه، چې پر سړک یې عمر تېريږي.

دغه ایډیټوریل غونډه د هغې درې میاشتنۍ مجلې له چاپه مخکې تر سره کېږي، چې ' بالک نامه 'یا د ماشومانو غږ نوم ورکړل شوی دی.

دوی ټول له یو ډول هوډه برخمن دي، ځکه دغه مجله د دوی په څېر د نورو هغو ماشومانو غږ پورته کوي، چې پر واټونو د عمر شپې سبا کوي.

دغه مجله په ډېر ویاړ سره ادعا کوي، چې د نړۍ داسې لومړنۍ مجله ده، چې بې کوره ماشومان یې د بې کوره ماشومانو لپاره خپروي.

۱۸ کلنه چاندني د مجلې مسووله مدیره ده او د راتلونکې ګڼې له چاپه مخکې یې د موادو په اړه روان تاوده بحث کې شامله ده.

یو کال کېږي، چې چاندني دغه مسوولیت پر غاړه اخیستی او دغه موده کې د مجلې د ګڼو شمېر له څلورو زرو پنځو زرو ته رسېدلی دی.

د انځور حقوق
Image caption د مجلې خبریالان یا خو هغه ماشومان دي، چې ژوند یې پر سړک تېریږي او یا د ډيلي ښار او شاوخوا سیمو ماشوم مزدوران

د مجلې خبریالان یا خو هغه ماشومان دي، چې ژوند یې پر سړک تېریږي او یا د ډيلي ښار او شاوخوا سیمو ماشوم مزدوران.

پر سړکونو د ژوند کونکو دغو ماشومانو پالنه چيتنا نومي خیریه موسسې پر غاړه اخیستې.

د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې د هند لر او بر کې له لسو میلیونو ډېر ماشومان داسې دي، چې سرپناه نه لري او له دوی نه ډېری داسې دي، چې په جبري توګه ورنه کار اخیستل کېږي.

چاندني هم د عمر ډېره برخه د بې وزلۍ څپېړې ګاللې دي.

هغې له پلار سره یو ځای پر سړکونو د تماشو له وړاندې کولو نیولې بیا له ډېرانونو نه د پلور وړ شیانو تر ټولولو پورې ډېرې ستړې ستونزې ګاللې دي.

د خیریه ټولنې په پروګرام کې له ګډون کولو وروسته د هغې په زړه کې د ښوونځي لوست هیله راوټوکېده.

ښوونځي ته د تلو په مودې کې خیریه بنسټ هغې سره یو څه مالي مرسته هم کوله، چې وايي هغه د ډېرانونو لټون ته اړه نه شي. همدغه بنسټ د خبریالې په توګه د هغې روزنه هم وکړه.

د انځور حقوق
Image caption چاندني جونیر د مجلې راتلونکې مدیرې په توګه ټاکله شوې ده او وايي، غواړم د مجلې لاسرسی ډېر کړم

چاندني وايي:

''د دغې مجلې په مدیریت کولو ویاړم، ځکه دا په هند کې د خپل ډول لومړنۍ مجله ده. دا زموږ په څېر د هغو ماشومانو غږ دی، چې ماشومتوب یې ورنه تروړل شوی دی، چې وږي پاتې کېږي، درویزه کوي، زور زیاتی ورسره کېږي او يا په زور ورنه کار اخیستل کېږي. ''

هغه وايي:

''دې سره مو ذهني فشار لږ شي او د ژوند تېرولو لپاره یو هدف مومو. موږ کولای شو له همدغه ځایه ښه انسانان ثابت شو.''

د مجلې ډېری خبریالان ډيلي کې د مجلې دفتر ته د ټیلیفون له لارې معلومات ورکوي، ځکه دوی د برېښنالیک او فاکس اسانتیاوې نه لري.

چاندني هره میاشت دوې ایډیټوریل غونډې کوي، ځکه غواړي د ورځپاڼې ټول مواد تر څار لاندې وساتي.

د انځور حقوق
Image caption د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې د هند لر او بر کې له لسو میلیونو ډېر ماشومان داسې دي، چې سرپناه نه لري

د مجلې بیه دوې روپۍ ده او چیتنا مرکز یې د چاپ لګښت پر غاړه اخیستی، خو دوی هڅه کوي د چاپ لګښت لپاره اعلانونه تر لاسه کړي، ځکه وايي تر اوسه د حکومت له لوري ورسره کومه مالي مرسته نه ده شوې. ۱۹ کلن شنو له پنځم ټولګي وروسته اړ شو، ښوونځی پريږدي.

تر اوسه یې له نشه يي پلار سره په خوارۍ مزدورۍ کې ژوند کړی، خو اوس د ټولیز خدمت برخه کې زده کړې کوي او غواړي مدني فعاله شي.

نوموړې د مجلې د نورو خبریالانو روزنه هم کوي. هغه وايي موږ په ازمایښتي توګه نومبر کې د ډیلي پر سړکونو د شته ماشومانو یوه سروې وکړه او موږ ته معلومه شوه، چې داسې ۱۳۲۰ ماشومان دي، چې ژوند یې پر واټونو تېریږي او په زوره ورنه کار اخیستل کېږي.

هغه وايي:

موږ غواړو حکومت ته ووایو، چې که موږ په نشت حساب وسایلو سره دغه سروې کولای شو، تاسې له پریمانه وسایلو سره کولای شئ له دې هم ډېره ښه سروې وکړئ.

شمبهو د یادې مجلې یو بل کارکونکی دی، نوموړی وايي، د سروې پر مهال له ډېرو مخالفتونو او ان کله نا کله له ګواښونو سره هم مخامخ شوي دي. هغه وايي:

د انځور حقوق
Image caption پر سړکونو د ژوند کونکو دغو ماشومانو پالنه چيتنا نومي خیریه موسسې پر غاړه اخیستې

''کله مو چې هوټلونو کې له مزدورو ماشومانو سره خبرې کولې، د هوټلونو څښتنانو دا نه خوښوله او موږ ته به یې ګواښونه کول. خو موږ هم ورته ویل که له ماشومانو سره مو د خبرو مخه ونیسي موږ به یې په اړه له ماشومانو سره د مرستې اړوندو چارواکو ته شکایت وکړو.''

له هغو ماشومانو سره خبرې کول، چې په کورونو، هوټلونو او کارخانو کې بندیوان ساتل کېږي، د چاندني جونیر ژوند ته یو هدف ورکوي.

نوموړې د همدغو بې ماشومانو ماشومانو له دردونو او ځوره ډک انځور ته په مجله کې ځای ورکوي.

هغه د مجلې راتلونکې مدیرې په توګه ټاکله شوې ده او وايي، 'غواړم د مجلې لاسرسی ډېر کړم او په یوه ګټور مسلک یې واړوم. دغه مجله د هغو ټولو ماشومانو غږ دی، چې پر سړکونو یې ژوند تېریږي او ستړې ستونزې یې ګاللې دي. په کورونو او هوټلونو کې ورنه په زور کار اخیستل کېږي. اوس موږ کولای شو خپل او د نورو ماشومانو غږ پورته کړو، د دغو ماشومانو چوپیتا باید پای ته ورسیږي.'