لوړې زده کړې: د افغان محصل تجربه، نوی کال نوی پیل

د انځور حقوق Getty

کله چې انسان له څو ځلې تکرار سره سره د یوه کار په ښه ترسره کولو کې پاتې راشي، نو ارواپوهان وايي چې د بد تر سره کولو په ځای یې نه ترسره کول غوره دي او دلته باید دمه وشي، خو له یوې دمې وروسته د یوه ښه او تازه پیل لپاره اړینه ده چې ټولې ممکنې آسانتیاوې، خنډونه او کړنلارې وڅېړل او یو کوټلی پلان یې ترسره کولو ته جوړ شي.

موږ تل په ژوندانه کې له داسې حالاتو سره ډېر مخامخ کېږو، د ځوان کهول لپاره د دغو اړینو کارونو له ډلې یو هم لوړو زده کړو ته لاره موندل دي.

ډېری وخت ځوانان بېلابېلو تحصیلي ادارو او بورسونو ته د کال په ترڅ کې درخواست ورکوي، خو د اسنادو او شرایطو نه بشپړتیا د دې لامل شي چې هیلي یې مړاوې او زده کړو ته یې تبه پرې شي، دوی ډېری وخت خپلو نیمګړتیاوو ته په نه پام سره فکر کوي چې ستونزه په ټاکونکو ادارو یا اشخاصو کې ده نو ځکه ناهیلي او د لوړو زده کړو ترسره کولو څخه لاس په سر شي.

زما شخصي تجربه دا را ښيي چې دې چارې ته یو حل دا دی چې نوې ورځ، نوې اونۍ، نوې میاشت او یا هم نوی کال د خپلو هڅو بیا پیل لپاره یو نوی څپرکی وګڼو، دا کار دوه ګټې لري، یوه دا چې د دغې نوې نېټې تر راسېدو د کار اجرا لپاره په کافي اندازه پوټانیشیل انرژي زېرمه کېږي او دویم دا چې هم د نېټې نوی پیل او هم ستاسو د لوړو زده کړو نوی پیل تاسو په اروايي ډول دېته چمتو کوي چې د ژوند په دې پړاو کې نوی څپرکي پرانیستلو ته تیار یاست.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption هغه څه چې له ماسره یې د بورس په اخیستلو کې ډېره مرسته کړې هغه لوړو زدهکړو ته زما تنده، د بیا بیا ناکامېدو سره سره بیا بیا ځلې د درخواست هڅه، په دې لاره کې د نوي پیل لپاره نوې نېټه او نوی څپرکی پرانیستنه.

دا تجربه په ما کټ مټ تېره شوې، په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې مې بېلابېلو بورسونو ته درخواستونه ورکړي ول خو د شرایطو نه بشپړاوي له امله مې درخواستونه رد شوي او نا هیلی شوی وم، د ۲۰۰۵ کال ډسمبر میاشتې همدا شپې ورځې وې چې موږ د جرمني ورځبورګ پوهنتون لخوا د یوې لنډې مودې لپاره په علمي سفر دې پوهنتون ته را وبلل شو، دې لنډ سفر مې د لوړو زدکړو هغه پخوانۍ تبه بیا را پیدا کړه، له ځان سره مې هوډ وکړ چې نوی ۲۰۰۶ کال باید زما لپاره نوی پیل وي.

د کال پاتې څو شپو او ورځو کې مې د جرمني بورسونو په اړه ښه ځان ملا کړ، شرایط مې مکمل ولوستل او د اسنادو برابرولو ته مې تابیا وکړه، د نوی کال په پیل سره مې د مشرانو اُستادانو په مرسته او هڅونې د بورس اخیستلو چارې پیل او بالاخره مې له اوږده ځنډ وروسته بورس تر لاسه کړ.

هغه څه چې له ماسره یې د بورس په اخیستلو کې ډېره مرسته کړې هغه لوړو زدهکړو ته زما تنده، د بیا بیا ناکامېدو سره سره بیا بیا ځلې د درخواست هڅه، په دې لاره کې د نوي پیل لپاره نوې نېټه او نوی څپرکی پرانیستنه.

د درخواست په پروسه کې د اسنادو او شرایطو په اړه د مشرانو او تر ما مجربو کسانو څخه د مرستې غوښتنه، اسناد مکمل او په خپل وخت سپارل او تر ټولو مهمه دا چې یوې مرجع ته د درخواست په ورکولو اکتفا نه کول او بېلابېلو مراجعو ته مکرر درخواستونه ورکول.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption ډېری وخت ځوانان بېلابېلو تحصیلي ادارو او بورسونو ته د کال په ترڅ کې درخواست ورکوي، خو د اسنادو او شرایطو نه بشپړتیا د دې لامل شي چې هیلي یې مړاوې او زده کړو ته یې تبه پرې شي،

راځئ په خپل مینځ کې۲۰۱۶ کال د لوړو زدکړو کال ونوموو او ټول لوړو زدکړو ته لارې موندنې لپاره هڅې وکړو. . په دې هیله چې ۲۰۱۶ کال د افغان ځوانانو لپاره په ټولو ډګرونو په تېره بیا د نړۍ پوهنتونونوکې لوړو زده کړو ته د لارې موندنې تر ټولو بریالی کال وي.

نوی کال مو بختور شه.

ورته مطالب