لوړې زده کړې: په کومه برخه کې باید لوړې زده کړې وکړو؟

د انځور حقوق
Image caption هر هغه لیکنه، وینا، خواړه، جامې او بالاخره هرڅه ښه دي چې ښه خوند وکړي، د لوړو زده کړو د څانګې تر ټاکنې مخکې دا لازمه ده چې انسان په دې پوی شي چې کومې څانګې خوند ورکوي؟

انساني فطرت داسې دی چې کله انسان د ژوندانه په هره برخه کې تر خپلې سویې لوړ څه یا کس اوري او ویني، نو دېته یې تلوسه پیدا کېږي چې ځان د یوې سیالۍ له لارې هغې سویې ته ورسوي، د ژوندانه نورو سیالیو تر څنګ یوه هم لوړو زدکړو کې د سیالۍ ډګر دی.

ډېری کسان لوړې زده کړې یوازې د دې لپاره کوي چې له سیال سره د سیالۍ جوګه شي، دا کار به کېدای شي زده کوونکی لا زیار ته وهڅوي خو ترڅنګ یې کله کله د بدنیتي غوټۍ هم ورسره غوړوي.

ځینې نور کسان دي چې بیا لوړې زده کړې یوازې د بری لیکونو لپاره کوي چې دا ډله خلک له زده کړو وروسته نه ځان ته خیر رسولای شي او نه هم ټولنې ته، پورتنۍ دواړه ډلې د لوړو زدکړو څانګې په ټاکلو باندې چندانې سر نه خوږوي بس همدومره ورته بس وي چې دی د پوهنتون او پلانکي پوهنځي فارغ دی. دریمه ډله خلک بیا هغه دي چې لوړې زده کړې یواځې د خپلې علمي او پوهاوي سویې لوړوالي لپاره کوي.

۱ + ددې لړۍ مخکینۍ لیکنه ۲ + ددې لړۍ مخکینۍ لیکنه

دا ډله خلک بیا تله یوه ستونزه لري هغه دا ده چې ځانته د لوړو زده کړو یوې مشخصې څانګې په ټاکنه کې ورک وي، دوی علاقه له یوې څانګې سره لري، وړتیا یې د یوې بلې څانګې په سویه وي خو کورنۍ یا خپلوانو یې د دوۍ لپاره بله څانګه ټاکلې وي، په دې ډله کې که څه هم ښه استعدادونه موجود وي خو د دوی دوه زړي توب او پاڼ او پړانګ ترمنځ موقف دوی په ناسمه لار سیخ کړي او د لوړو زده کړو پایلې یې ډېری وخت د تمې خلاف کمزورې راووځي.

د مسلک خلاف کار

په افغاني ټولنه کې د دې ډلې خلکو مثالونه ډېر دي، لوستی یې طبابت وي، کار په یوه انجنیري کمپنۍ کې کوي، خبري یې سیاسي وي او لیکنې ادبي کوي، دا ډله له هغو څخه جلا ده چې د خپل بشپړ مسلیکتوب تر څنګ د خپلې ادبي تندې ماتولو او یا هم د ټولنې ناخوالو په مقابل کې چوپ نه پاتې کېدلو لپاره ادبي ټوټې یا سیاسي تبصرې لیکي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا ډله خلک په لمړي سر کې کوم مسلک ولولي چې تر پایه پکې په شوق پاتې شي ؟

دې پوښتنې ته تر ځواب له مخه باید لاندې دری بُنیادي پوښتنې ځواب کړئ:

څه خوند راکوي؟

هر هغه لیکنه، وینا، خواړه، جامې او بالاخره هرڅه ښه دي چې ښه خوند وکړي، د لوړو زده کړو د څانګې تر ټاکنې مخکې دا لازمه ده چې انسان په دې پوی شي چې کومې څانګې خوند ورکوي؟ طبیعي علوم که ټولنیز علوم؟ د بېلګې په ډول که د چا له دې سره مینه وي تر څو د طبیعیت په اسرارو ځان پوی کړي، د کائناتو په جوړښت کې چُورت وهي او یا هم په له ځان همدا پوښتي چې د انسان وجود طبیعي میکانیزمونه څنګه کار کوي نو دته په کار نده چې ټولنیز علوم ولولي.

همدارنګه که د چا له سیاست، شعر، ادب، خبرونو او دېته ورته ټولنیزو مسائیلو سره اړیکه ډېره وي بیا د خپلې مسلکي څانګې په توګه د طبیعیي علومو ټانکه یوه تېروتنه ده. که چېرې څوک دواړوه خواوو ته یو ډول علاقه لري نو بیا دې داسې رشته ولولي چې د علم له دواړو څانګو یو څه په کې لوستل کېږي، د دې کار ګټه به دا وي چې که وروسته دا کس په هره څانګه کې لږ تر بلې هغه ښه وځلېد نو هغه په آسانه پسې تعقیبولای شي، نن سبا د نړۍ ډېری پوهنتونونه داسې پوهنځی لري چې د علم دواړه څانګې پکې لوستل کېدای شي لکه ټولنیزه طبي ارواپوهنه، پرمختیايي مدیریت، زراعتي اقتصاد، د طبابت او انجینیری مدیریت، ساینسي ژورنالیزم او داسې نور.

په کومه برخه کې وړتیا لرم؟

ډیری وخت په ماشومتوب کې ځینې کسان له دې سره علاقه لري تر څو الکترونیک سامان را خلاص او بېرته سره وتړي، ښایسته خټین کورونه او ښایسته کوچني موټر جوړ او یا هم دېته ورته تخنیکي کارونه وکړي، دا ډله خلک ډیری یې تخنیکي فکر لري او د لوړو زدکړو په وخت کې په طبیعیي او تخنیکي څانګو کې ډېر بریالي وي، خو بله ډله خلکو ته له ماشومتوبه، ګودر، منګی، سیتار او داسې نور شیان خوند ورکوي چې دوۍ بیا غټوالي کې له انساني علومو سره ډېره علاقه لري او ښه په کې بریالي هم وي. د بریالیو لوړو زدکړو سرته رسولو لپاره اړینه ده چې ځانته د لوړو زدکړو څانګې تر ټاکنې د مخه باید په مشخصه برخه کې خپلې وړتیا ته جدي پاملرنه وشي.

کومه څانګه باید ولولم؟

د انځور حقوق Press Association
Image caption کېدای شي ډیر وخت مو اقتصادي ستونزې دېته اړباسي چې لوړې زده کړې پرېږدئ، خو پام مو وي چې په پرمختللیو هیوادونو کې د پوهنتونونو ۹۵ سلنه محصلین نیمه ورځ درس وايي او نیمه ورځ کار کوي چې د کار ګټلې پیسې تر نیمايي زیاتې بېرته د پوهنتون په فیس لګوي.

له دې وروسته چې پورتنۍ دوه پوښتنې ځواب شوې اوس باید په دې توانېدلي یاست چې ځانته د لوړو زدکړو لپاره څانګه وټاکۍ. ښه څانګه مو ټاکله اوس دې څانګه کې شاملېدلی به څنګه شي ؟ تر ټولو لمړی ګام دا دی چې دې څانګې ته د شاملېدلو شرایط وګورۍ، که مو شرایط نه وو بشپړ هڅه مه کوئ هغه څانګه وټاکۍ کومې ته چې مو شرایط برابر دي ځکه دا چاره ستاسو د زدکړو په بهیر همدومره منفي اغیزه کولای شي لکه څومره چې ستاسو په نه زده کړو کوي، هڅه وکړۍ شرایطو ته یې ځان برابر کړی.

که په شرایطو برابر واست او کنه دوهم ګام به مو دا وي چې خپل امکانات و ارزوي او بیا له خپل یوه داسې دوست سره چې تر تاسو یې وار د مخه دا مزل وهلی مشوره وکړئ او مرسته ځینې وغواړئ، د زدکړو په چار کې له یو څا څخه مشوره، مرسته او آن سوال غوښتنه شرم نده، مونږ ډیری وخت د لوړو زدکړو چانس په دې د لاسه ورکړی وي چې د مشورې، پوښتنې او آن دروېزې سوال د شرم په پار نه کوو.

اوس چې مو پورتنۍ پوښتنې ځواب او د لوړو زده کړو څانګه او وروسته هدف مو مالوم سو، نو په قوي ارادې سره دا وپتېیۍ چې زه به دې هدف ته په رسېدو کې پرزېږم، خوږېږم او ځورېږم خو دې لوړ او ستر هدف ته د رسېدو لپاره همت له لاسه مه ورکوۍ، کېدای شی ډیر وخت مو اقتصادي ستونزې دېته اړباسي چې لوړې زدکړې پرېږدۍ خو په یاد راوړی چې په پرمختللیو هیوادونو کې د پوهنتونونو ۹۵ سلنه زدکوونکي نیمه ورځ درس وايي او نیمه ورځ کار کوئ چې د کار ګټلې پیسې تر نیمی زیاتې بېرته د پوهنتون په فیس لګوي. تاسو هم د اقتصادي ستونزو په ترڅ کې هڅه وکړئ چې کار وکړئ، که په بازار کې کار نه وو په کور کې سل چرګان یا ماهیان وساتۍ او د هغو د غوښې له خرڅلاوو څخه د خپل تحصیل خرڅ بشپړ کړئ.

اوس به یې له خپلې تجربې درته ووایم ، زه چې کله په ۲۰۰۰ کال کې له ښوونځي فارغ سوم نو پلار مې راته ویل چې زه باید طب یا حقوق ولولم خو زما د ښوونځي له اووم ټولګي څخه له فزیک سره مینه وه چې د کانکور په آزموینه کې مې له پلاره پټ د ساینس پوهنځی انتخاب کړی وو، زه د ساینس پوهنځي ته کامیاب شوم خو پلار مې ویل چې ته به حقوق لولې، د وخت لوړو زده کړو له معین څخه یې زما د تبدیلۍ امر را واخیست او ما ته یې راکړ چې باید سبا یې کابل پوهنتون ته یوسم او له ساینس څخه ځان حقوقو ته تبدیل کړم.

د انځور حقوق AP
Image caption ډیری وخت په ماشومتوب کې ځینې کسان له دې سره علاقه لري تر څو الکترونیک سامان را خلاص او بېرته سره وتړي، ښایسته خټین کورونه او ښایسته کوچني موټر جوړ او یا هم دېته ورته تخنیکي کارونه وکړي

ما هغه امر پټ وساتل او په یوه او بله بهانه مې پلار ته ویل چې نن د پوهنځي مدیر دا پاڼه غوښته او نن یې هغه پاڼه غوښته، په امر باندې نږدې شپږ میاشتې تېرې شوې او ما مې پلار ته وویل چې اوس یو سمستر تېر دی اوس ځان نسم تبدیلولای، هماغه وو چې فزیک مې تر اوسه د ژوند یوه برخه وګرځېده له اوله تر څلورم ټولګي پورې مې په شوق ولوست او په کدر کې ورڅخه فارغ سوم، پکې ماسټر شوم اوس په ډوکټورا پکې لګیا یم. زما تجربه ماته را ښيي چې ښې لوړې زدکړې هغه دي چې ښه خوند وکړي او په مینه ولوستل شي. په دې هیله چې د لوړو زده کړو په هره څانګه کې سیالان شو.

ورته مطالب