ازانګه کالم: د معلم صاحب ټوپک

د انځور حقوق Getty
Image caption اوس هم له هر هغه سړي ډاریږم، چې زما د معلم صاحب غوندې ټوپک یې پر اوږه وي

د ۱۹۷۸ کال منی و. د مکتب له ودانۍ یې د مدرسې ودانۍ ته بوتلو.

وجه یې دا ګڼله چې د مکتب ودانۍ مو دیوال نه درلود، وايي ځینې ټوپکوال کسان له معلم صاحبانو او زده کونکو سره دښمني کوي.

مدرسه بیا په یوه برجوره کلا کې وه. ښايي خوندي ځای و. خو په سبا ګهیځ مې دا خیال هم خام وخوت.

ټول معلمان له ټوپکو سره د مدرسې کلا ته راغلل.

د کلي مکتب و. معلمان یې په کلیوالي کالیو کې ټوپک پر اوږه نور که هر څه معلومیدل، خو له هېڅ اړخه هم معلمان نه ښکاریدل.

زموږ د څلورم ټولګي ښوونکي خپل نوی روسی کلاشنکوف ' نوم یې وروسته راته معلوم شو ' د خټین ' ټولګي ' په طاق کې کېښود او په ' درس ' یې پیل وکړ.

زما فکر تر پايه ټوپک ته و. پوهیدم، چې ما پرې نه ولي، خو بیا هم ترې ډاریدم. دغه نوی بڼه ټوپک زما د ببا له څکي ټوپکه ډېر بېل و.

د ببا ټوپک به د خونې بر سر کې ځوړند و، خو خدایزده ولې ترې نه ډاریدم، بلکې کله نا کله به د ویده کېدو پر وخت ډاډه وم، چې که کوم غل غدوی راځي، د ببا ټوپک شته.

په کرکه نه پوهیدم، خو د معلم صاحب له ټوپکه مې وېره کېده. نه یوازې هغه ورځ بلکې اوس هم له هر هغه سړي ډاریږم، چې زما د معلم صاحب غوندې ټوپک یې پر اوږه وي.

دوې ورځې وروسته مې په همدې مکتب کې یو خړ پړ موټر ولید، چې زموږ د کلیوال جلال اکا له لارۍ ډېر مختلف و.

د چونګښې په ډول جوړ دغه ګاډي هم پر سر یو ډېر لوی ټوپک درلود، چې د معلم صاحب تر ټوپک هم لوی و.

وروسته راته معلومه شوه، چې دا 'بي ار ډي ایم ' ډوله فولادي ګاډی دی، چې عسکر یې د ځان ژغورنې او نورو وژنې لپاره کاروي.

د دغې چونګښې پر سر یوه لویه لښته هم ولاړه وه، چې کلیوالو هلکانو به ویل دا زموږ خبرې ثبتوي او که د حکومت خلاف وغږیږو، له همدې لارې عسکر خبریږي او مخامخ به مو زندان ته ټیل وهي.

بیا وروسته مې څه ولیدل؟ د څومره سړیو پر اوږه مې د معلم صاحب په څېر ټوپک ولیدل؟

دا کېسه ځکه نه تېروم، چې ټولو به لیدلي وي، ' څه چې ما لیدلي دي.'

نن مې چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې د روسیې له لوري افغان چارواکو ته د لسو زرو کلاشنکوفونو سپارلو د صحنې تصویر ولید د معلم صاحب ټوپک یو ځل بیا رایاد شو.

نه پوهیږم ولې مې هماغسې وېره په هماغه شدت بیا محسوسه کړه، چې لومړی ځل مې د معلم صاحب د کلاشنکوف په لیدو محسوسه کړې وه.