آیا له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ دي؟

کابل هیله لري چې ډېری طالبان پر ځمکې د وسلو اېښودلو ته وهڅوي د انځور حقوق AFP
Image caption کابل هیله لري چې ډېری طالبان پر ځمکې د وسلو اېښودلو ته وهڅوي

د افغانستان د سولې بهیر کې ګډونوال هېوادونه وايي، تمه ده چې له طالبانو سره د افغانستان د دولت مخامخ خبرې د مارچ میاشتې لومړۍ اونۍ کې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې پیل شي.

د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې دواړو غاړو ورته خبرې – هغه هم پاکستان کې – وکړې، دا لومړی ځل دی چې دا ډول خبرې کېږي. تېرې خبرې، له پیلېدو لږ وروسته ودرول شوې.

له هماغې نېټې راهیسې څلور اړخیزې ډلې (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) څو ځلې سره وکتل، حال دا چې په همدې موده کې طالبانو افغانستان کې بریدونه جاري وساتل او آن د ژمي په میاشتو کې یې هم ونه درول.

افغانستان او نورو اړوندو هېوادونو دا مسله روښانه کړې ده، چې ددغو خبرو بریالیتوب او دا چې وروستی اوربند وشي چې د یوې بشپړې سیاسي لارې نقشه چمتو شي، تر ډېره بریده پر دې پورې اړه لري چې پاکستان تر کوم حد پورې حاضر دی چې د سولې لپاره د طالبانو پر مشرانو فشار راوړي.

په ۲۰۰۱ کال کې، د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو بریدونو د افغانستان طالبان له واکه لیرې کړل، د طالبانو ډېری مشران او د هغوی کورنۍ د خیبر پښتونخوا پېښور او کوټه ښارونو کې اوسېږي.

د طالبانو پر مشرانو د نه فشار ریسک کاملاً د لیدو وړ دی چې د پاکستان لپاره هم ډېر خطر لري. دا چې طالبان د ''القاعدې''، ''د ازبکستان د اسلامي غورځنګ''، چیچنیایانو، او پاکستان مېشتې ''لشکر طیبه'' په څېر ډلو له همکارۍ برخمن دي، ویلی شو چې دا مهال د افغانستان دولت له طالبانو سره په یوه ''څو بُعدي'' کورنۍ جګړه کې ښکېل دی.

د تېر جولای پر ۲۸مه، د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا جنرال جان نېکلسون د امریکايي ځواکونو د نوي مشر په توګه وګوماره، د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د خدمتونو اړوندې کمېټې د غړو نظر یې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ''لا نور ترینګلي کېدو'' پر لوري اټکل کړ.

بیا وروسته افغانستان ته نور ځانګړي ځواکونه واستول شول او د افغانستان په سوېل کې الوتکې او بې پیلوټه الوتکې ډېرې شوې، چې د طالبانو د نفوذ او پرمختګ مخه ونیسي.

خو د افغان دولت، امریکا او ناټو سازمان چارواکي مني چې د طالبانو د تدارکاتو ډېری برخه (وسلې، مهمات، خوراکي توکي او پوښاک) لاهم له پاکستان نه راوړل کېږي. خو روښانه ده چې پاکستان دا ډول تدارکاتي توکي طالبانو ته نه ورکوي بلکې طالبان یې له خرڅلاو ځایونو ترلاسه کوي یا یې د عربي خلیج په هېوادونو کې اخلي او د پاکستان له لارې یې په لاریو کې افغانستان ته واردوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان امنیتي ځواکونه په کابل کې د طالبانو د ټولو بریدونو په مخنیوي ونه توانېدل

خو پاکستان د طالبانو د توکو واردولو یا د سرحدي لارو د بندولو په تړاو ګام نه اخلي. همدارنګه، د ځینو چارواکو په وینا، د طالبانو ګڼ نوي کسان پاکستان کې د مېشتو شاوخوا دوه نیم میلیون کډوالو په منځ کې ټاکل کېږي.

مرګوني بریدونه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې راتلو لپاره به په ټولو جبهو کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او دا مبارزه به یوازې تر پوځ پورې محدوده نه وي. جنرال شریف تر اوسه د پاکستان په شمال او سوېل کې د ځینو اورپکو ډلو په بې وسلې کولو توانېدلی دی.

خو روښانه ده چې د پاکستان چارواکي له ستراتیژیک اړخه ژمن دي چې پخپله خاوره کې د ترهګرۍ ټول عوامل له منځه یوسي، خو له تکتیکي اړخه، له افغان طالبانو او پنجاب ایالت کې له ګڼو سخت دریځو ډلو سره، چې تر ډېره یې هدف هند د، په مبارزه کې تر اوسه ډېر ځنډ راوستلی دی.

د پاکستان پوځ تر اوسه د افغانستان پر پوله پاکستاني طالب جنګیالیو ته مرګوني ګوزارونه ورکړي. د فبرورۍ پر ۲۴مه، جنرال شریف له پاکستاني طالبانو نه د شمالي وزیرستان د پاکولو لپاره د وروستي برید امر ورکړي، چې د افغان پولې په اوږدو کې پر هغوی بریدونه وشي. کابو دوه کاله د پاکستان پوځ په دې ځای کې له پاکستاني طالبانو سره پر جګړې بوخت و.

پر همدې مهال، ګڼ پاکستاني طالبان د سرحد له لارې افغانستان ته تښتېدلي او اوس د افغانستان په ختیځ کې د افغان طالبانو تر ملاتړ لاندې اوسېږي. دغه ډلې په تدریجي ډول پاکستان ته ننوځي او هلته مرګوني بریدونه کوي.

د اورپکو هجومي بریدونه

طالبان د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولایت د نیولو په درشل کې دي، داسې ځای چې د کوکنارو د کرلو او د هیرویینو د تولید مرکز ګڼل کېږي. طالبان بغلان ولایت له ازبکستان او تاجکستان نه د وارداتي برېښنا د ستنو په الوځولو وتوانېدل چې د یوې میاشتې لپاره د کابل برېښنا پرې کړي. د سیمه ییزو چارواکو او پوځ روحیه ډېره ورسره کمزورې شوه.

له پاکستان سره پر پوله لږترلږه په درو ختیځو ولایتونو کې افغان طالبان د ''اسلامي دولت'' (داعش) په نامه له ډلې سره په جګړو بوخت دي. داعش هڅه کوي له طالبانو ناراضه غړي ځان ته ورجلب کړي. د افغانستان کړکېچ ته د امریکا د دفاع وزارت د بې پامۍ د کچې ښودلو لپاره، باید وویل شي چې یوازې د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې امریکايي ځانګړو ځواکونو ته اجازه وشوه چې په افغانستان کې د (داعش) جنګیالیو پرضد مبارزه وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نژدې دوه کاله، د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې له پاکستاني طالبانو سره په جګړې بوخت و

له لیرې داسې ښکاري چې پخپلو کې د اورپکو ډلو جګړې، ښه شوګون دی، خو باید هېر نه کړو چې دا نښتې تر ډېره د ولسي وګړو د سر په زیان تمامېږي، له بل پلوه، په اسانۍ سره د دا ډول ناامنیو لمن پاکستان ته غځول کېدای شي؛ هغه ځای چې ''اسلامي دولت'' نومې ډله پکې د خپلو پښو ټینګولو هڅه کوي.

ډېری پاکستانیان پر دې اند دي چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان د جدي اقدام په اړه د جنرال شریف خبرې د باور کولو دي. د افغانستان دولت هم له پاکستان نه داسې څرګندې نښې غواړي چې پخپله خاوره کې پر افغان طالبانو فشار راوړي. د مارچ میاشتې د خبرو پایله حساسه او مهمه ده، ځکه د نابریالیتو په صورت کې موږ باید دا اټکل هم ولرو چې په اوړي کې به افغانستان کې د طالبانو د لویو بریدونو لمن د پاکستان خاورې ته هم وغځوله شي.

ورته مطالب