خټین پنډغالي کې د سوري کډوالو واده

په ناوریني وضعیت سربېره، ایدومیني پنډغالي کې لومړی واده وشو
Image caption په ناوریني وضعیت سربېره، ایدومیني پنډغالي کې لومړی واده وشو

د هغو سوري کډوالو لپاره چې له مقدونیا سره د یونان پر شمالي سرحد دېره دي دا یوه ګرانه اونۍ وه.

په ایډومیني سیمه کې ډېری کډوال هغه دي، چې نژدې دوې میاشتې مخکې یې پر مخ شمالي اروپا ته غځیدلې لاره وتړل شوه.

دوی په دې تمه وو، چې تړلې پولي به پرانیستلې شي، خو داسې و نه شول او دوی اړ شول، چې د ژوند چارې پر مخ یوسي.

رقیه او سحر هم له دوی نه دوه کډوال دي، چې د کوژدني مراسم څلور میاشتې مخکې تر سره شوي وو.

دوی پرېکړه کړې وه، چې جرمني ته له رسیدو وروسته به واده کوي، خو کله چې پوه شول، ښايي دغه چاره کلونه وخت ونیسي د واده کولو پرېکړه یې وکړه، سحر وايي:

'' پولې به په نژدې راتلونکي کې نه پرانیستلې کېږي، پرېکړه مو وکړه، چې همدا اوس ولې واده نه کوو، زه خوښ یم خو په ورته مهال خواشینی هم یم. زه هیله کوم، چې بالاخره ټوله سوریه کې امنیت او کراري راشي او موږ وکولای شو، کورونو ته ستانه شو.''

د واده خبرونو له خپریدو سره هممهاله دغه خبرونه د نژدې پایونا سیمې مرستیال ښاروال ته هم ورسید، چې د واده کالیو جوړولو کارخونه هم لري. نوموړي په دې شرط د واده کالي ډالۍ کړل، چې دغه کالي به د واده نورو ناویو ته هم ورکول کېږي. مرستیال ښاروال ایوانس اوراموپولوس وايي:

Image caption ساهر او رقیې په داسې حال کې واده وکړ، چې خپلوان او کورنۍ یې په سوریه کې دي.
Image caption د مېړه او ښځې چپرکټ، چې د واده لومړۍ میاشت به همدلته تېروي

''خلک په یوه ستونزمن حالت کې ژوند کوي، دوی پېسې نه لري، ډوډۍ نه لري، بې ځایه شوي دي او زیانمن شوي دي.''

د څو شېبو لپاره د پنډ غالي اوسېدونکو د خواشینۍ پر ځای د خوښۍ اوښکې توې کړې، نڅاوې یې وکړې او له ګرځنده ټیلیفونونو موسیقي خپره شوه.

رضاکارو کوچني څراغونه بل کړي وو او د ناوې او زوم لپاره له لرګیو پر جوړه خونه د ګلونو پاڼې وشیندلې شوې.

سحر وايي، 'مور پلار مې لا هم سوریې کې دي او له دې کبله خواشینی یم، خو دا چې ایډومیني کې مې اوس خلک د کورنۍ غړو په څېر دي، خوښ یم.'

د واده مراسمو کې ګډونوالو نوې جوړې لپاره د نیکو هیلو څرګندونه کوله، خو یوه هم کومه ډالۍ ور نه کړه، ځکه دوی نه ډېری هغو د ټول عمر سپمولې پېسې له جګړې په تېښته لګولې.

اروپايي اتحادیه هڅه کوي د کډوالو بحران ته یو حل ومومي. هغه کډوال چې د لارو اوږدو کې ایسار پاتې دي اوس په دوو څرګندو واقعیتونو باوري کېږي.

یو دا چې د د دوی پر وړاندې تړلې پولې ژر نه پرانیستل کېږی او بل دا چې دوی ښايي ډېر څه و نه لري، خو هغه څه چې لري یې خپله له یوه بل سره د دوی شتوالی دی او ژوند به یو نا یو ډول دوام کوي.

د انځور حقوق