د دوو لارو ترمنځ څلورکلن ستونزمن سفر

Image caption زما تر تښتوولو درې مياشتې وروسته زه په دې خبر شوم چې دا کومه عادي انسان تښتوونه نه ده شهباز تاثیر

د پنجاب ایالت د پخواني وژل شوي والي سلمان تاثیر زوی شهبازتاثیر په ۲۶ م اګست ۲۰۱۱ له لاهور ښاره وتښتول شو او څلورکاله وروسته ۲۰۱۶ عیسوي کال د مارچ په ۸مه نېټه خوشی کړل شو.

۲۶م اګست ۲۰۱۱

يوه عادي ورځ، دفتر ته د تلو لپاره هماغه پخوانۍ لاره او په ذهن کې دلته او هلته هماغه عادي فکرونه. یوه موټر مې مخه ونیوله خو ما ورته اهمیت ورنه کړ.

کله چې هغه زما په تندي توپنچه ږدي نو بیا ماته احساس کېږي چې ستا په ژوند کې څه نا څه کېدونکي دي.

۸م مارچ ۲۰۱۶

دا کومه عادي ورځ نه وه. زه چې په کوم زاړه موټر سايکل سفر کوم هغه په پاخه سړک خېژي او ماته مالومېږي چې همدا لاره د ازادۍ پر لور ځي.

دوه لارې او د هغو ترمنځ د څلورنیمو کالو اوږد او ګران سفر...

زما تر تښتوولو درې مياشتې وروسته زه په دې خبر شوم چې دا کومه عادي انسان تښتوونه نه ده.

زما تښتوونکو د پنجاب د والي د زوی په تښتوولو یو لوی نوم پيدا کړ او په دې تښتوونه کې له پېسو پرته بله تمه کېده.

هغوی په بېلا بېلو زندانونو کې د خپلو بندیانو ملګرو ازادي غوښته.

د انځور حقوق ISPR
Image caption ماته معلومه وه چې مزل ستونزمن دی او راخوشي کېده به مې وخت واخلي شهباز تاثیر

ماته معلومه وه چې مزل ستونزمن دی او راخوشي کېده به مې وخت واخلي.

دغه ډول د تورو تیارو په وخت کې یو څوک په ډېره اسانۍ سره د ناهیلۍ په سمندر کې غرقېدی شي. نو له دې د بچ پاتې کېدو یواځينۍ لاره دا وه چې خپل ځان له يوې خبرې سره وتړم.

زما لپاره دا خبره زما د پلار یادونه وو. د هغه زړورتیا، پوخ هوډ او د خپل فکر په خاطر کلک درېدل. هغه د یوه آمر پرضد تشدد او یواځې بند زغملی وو او له هغه وخته بیا نور هم کلک بېرته راستون شو.

ما له خپل ځان سره وویل، چې هغه که بریالی کېدلی شوای نو زه ولې نه شم کېدلی او بیا ماته دا هم څرګنده وه چې زما کورنۍ به زما د راخوشي کیدو لپاره هر څه وکړي.

زما د کورنۍ غړي به د هیلو لمن نه پرېږدي. له دې وروسته زما ایمان و او قران کریم... چې پکې ډېر راحت و او زما فکر ته به يې قوت ورکاوه، چې خدای تعالی له ما سره دی او د ازادۍ یوه ورځ به ارومرو راځي.

ربړونه مې د تښتوولو پر څلورمه مياشت پېل شوه.

زما ازبک تښتوونکو ته په انسان ربړونه کې عجیبه خوشحالي ور په برخه کېده. دا هغه وخت و چې ما به زیات عبادت کاوه او راحت به مې ترلاسه کاوه. ما به د خپل پلار په اړه فکر کاوه چې ویل به يې ؛که ته د بدن له درد څخه خپله روح وساتې نو دا به یوازې سرسري درد وي؛.

ما د همدې فکر لمن نیولې وه او کله هم ناهیلی نه شوم.

زما لپاره دا خبره کول ګرانه ده چې د کوم څه زغمل تر ټولو اسانه وو، وهل ډبول یا هغه روحي تاوتریخوالی چې دوی به راسره کاوه.

هغوی به زما د کورنۍ لخوا پر خواله رسنۍ ټوېټر خپاره شوي بیانونه راښکاره کړل چې وګوره هغوی ته هېر کړی يې او یا تا ته دروغ وايي. او ګوره ستا مور په نښه کول څومره اسانه کار دی.

د انځور حقوق ISPR
Image caption شهباز تاثیر د پنجاب د پخواني وژل شوي ګورنر یا والي سلمان تاثیر زوی دی

هغوی به تل زما په دماغ کې د شک تخم د کرلو هڅه کوله، چې هېڅوک هم ستا لپاره جدي نه دي او زما د راخوشي کولو لپاره هېڅ نه کوي.

هغوی زما د مېرمنې په کعبه کې کښلی عکس د منافقت هڅه وبلله او ویل به يې، هغه ستا په کېسه کې هم نه ده.

د نيلسن منډیلا پر مړینه يې زما د خور بیان داسې وړاندې کړ وايي، وګوره! هغه د یوه کاپیر عبادت کوي. زما د ورور په يوه عکس هغوی دا ثابتوله چې وګوره! تاسو څومره بې لارې یاست.

خو دوی ته دا نه وه معلومه چې دا ټولې خبرې ما نور کلکوي.

ما ته معلومه وه چې زما کورنۍ سمه ده او ماته معلومه وه چې زما کورنۍ او ډېری نور خلک زما لپاره تل دوعاوې کوي او ما به کله هم هېر نه کړي.

او بیا زما فکر کې د نیلسن منډیلا د آزادۍ د ولولې د خپلولو هوډ و. ما هوډ کړی و چې زه به هم یوه نه یوه ورځ د هغه په څېر ازادي ترلاسه کوم.

یوازې بند، یوازيتوب او شک زما په ذهن باندې ناوړه اغېز کولی شي. ته په خپل ذهني انډول باندې شک کوې.

هغه څېرې چې ته ورسره مينه لرې، سوکه سوکه تتېږي. هغه ږغونه چې تا به تل اورېدل، سوکه سوکه دي هېرېږي خو دغه یادونه بیا خپله یو جادو دی.

دا له وخت او ځای سره اړه نه لري. زه کور ته تللی نه شوای خو کور مې هلته راوستلی شوای.

هغه ځایونه چې به زه تلم، چې زما په یاد به راتله نور به هم خوندور شول.

Image caption ربړونه مې د تښتوولو پر څلورمه مياشت پېل شوه شهباز تاثیر

ما به په هغو ارامو ځایونو کې له اوسېدونکو وګړو سره سوکه سوکه خبرې کولې چې له تیارې څخه په ژغورلو کې به يې مرسته راکوله.

په ټولو کلونو کې شاوخوا ۳۰ مياشتې داسې وې چې په هغه کې زما له بهرنۍ نړۍ سره په اونۍ کې بې له کوم څاره یو عجیبه ډول اړیکه کېده. زما ساتونکی زما غوندې و. د مانچسټر یونايټيډ مینه وال. هغه به هره دویمه اونۍ يوه راډيو له نورو پټه زما تر خونې را رسولې او موږ به بیا کمنټري اورېده.

د هغه په فکر دا یوه دلچسپه ګناه وه ځکه چې دده په خبره په لوبو کې برخه اخیستل او اورېدل دواړه حرام دي.

زما لپاره هغه د نړۍ پر لور خلاصېدونکې کړکۍ وه. یوه داسې نړۍ چېري چې په روحي رنځ اخته کېدل بېخي اسان وو.

لږ فکر وکړئ. چې په ۲۹مه فېبرورۍ يوه افغان سپين ږیري زما د خوشي کېدو لپاره دوازه خلاصوله نو په همدې وخت کې په سلګونو میله لرې د یوه بل زندان دروازه هم خلاصېده. او هلته بیا يوه جلاد زما د پلار وژونکی په دار د ځړولو لپاره چمتو کاوه.

دا د مارچ مياشتې هغه ورځ وه چې ما په يوه پاخه سړک سفر کاوه او ورسره مې د هغه تېر وخت په اړه فکر کاوه چې زما تر بند شپږ مياشتې وروسته ما له خپلې مور او مېرمنې سره له بنده خبرې کړې وې.

ماته ویل شوي و چې زه به په مرمۍ ويشتل کېږم ځکه نو باید خدای پامانی وکړم.

له هغو سره په خبرو کولو ماته د راحت احساس شوی و او اوس چې څه هم کېږي لږ تر لږه ما له هغوی سره خدای پاماني کړې وه. او همدې خبرې ماته څلور کاله قوت راکاوه.

وخت تېر شو خو بالاخر هغه ورځ راغله چې زه خدای پاماني په ستړي مه شي د بدلولو لپاره روان یم.