په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

استانبول کې د سوري ماشوم کډوال نوی ژوند

1- دسوريې ماشوم کډوال، او استانبول کې یې نوی ژوند

د يونان او مقدونيا ترمنځ بندري سيمه ايډوموني کې څو زره کډوال او پنا غوښتونکي له لنډمهالو پنډغالو ايستل کېږي. دا پنډغالي هغه مهال پراخ شول چې مقدونيا درې مياشتې مخکې له يونان سره خپله پوله وتړله. دې ګام د هغو خلکو بهير ودراوه چې شمال لور نورو اروپايي هېوادونو ته روان وو. سره له دې چې د ګډوډۍ ضد سلګونه پوليس ځواکونه هلته رسېدلي، چارواکي وايي زور به ونه کاروي. پر همدې مهال ډېر سوري کډوال ترکیې ته خوځېدلي او ماشومان یې هم ښوونځيو کې په زدکړو بوخت دي. دوی بېرته خپل ټاټوبي ته د ستنېدو ډېرې کمې هيلې لري، نو ځکه یې د پوله بله غاړه ورسره نوی ژوند پيل کړی دی.