د پېښې ښکار شوې الوتکه، چې د سیلانیانو پام ور اوښتی

د انځور حقوق Enrico Fabian

د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته نژدې یوه پراخ ډګر نن سبا د سیلانیانو د ګڼې ګوڼې په مرکز بدل شوی. لامل یې دا دی، چې دغه سیمه کې دا وروستیو کې یوه کوچنۍ الوتکه وغورځیده.

د الوتکې پاتې شوني اوس هم د پېښې ځای کې پراته دي او پولیس یې ساتنه کوي.

د انځور حقوق Enrico Fabian

پر پاتې شونو لیکل شوي دي ' لاس مه وروړئ ' پېښه کې الوتکه کې ناست ټول اووه کسان ژوندي پاتې شوي وو. پولیس وايي له تېرې اونۍ راهیسې سلګونه کسان د دغې نسکورې شوې الوتکې لیدو ته راغلي دي.

د انځور حقوق Enrico Fabian

دوی وايي، الوتکه په خیر نومي کلي کې پر ځمکه وغورځیده. ځايي خبریال اتش پټيل وايي، 'کله چې دغه ځای ته ورغلم، ډېر کسان مې ولیدل، چې دلته راغلي وو او انځورونه یې اخیستل.' یو رکشې والا له کورنۍ سره د پېښې ځای ته راغلی و.

د انځور حقوق Enrico Fabian

نوموړی وايي، موږ د دغې پېښې تصویرونه پر ټلویزیون لیدلي وو او دا ډېره ښه ده، چې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. یوه ځايي مېرمن بهان وتي، چې له خپلې کورنۍ سره راغلې وه وايي، 'موږ هېڅکله الوتکه کې سفر نه دی کړی او نه مو له دومره نژدې لیدلې.'

د انځور حقوق Enrico Fabian

د الوتکې اړوند شرکت ( الکیمسټ ایرویز ) سیمې ته کارکونکي لیږلي، چې وايي ژر به دغه الوتکه له دغه ځای ولیږدوي. الوتکه کې د بهار ایالت یو سخت ناروغ کس له ډاکټر او کورنۍ سره یو ځای لیږدول کېده، چې له پېښې سره مخامخ شوه.

د انځور حقوق Enrico Fabian

سیمه کې یوه مزدور انیل راټهور وايي، موږ سره داسې وېره پیدا شوه، چې ښايي اوس به الوتکه اور واخلي، ځکه وايي موږ له هغه ځایه وتښتېدو.

د هند هوايي چلند ادارې د دغې پېښې په اړه د څېړنې امر کړی.