ډان: ملا منصور ته کلا عبدالله کې تذکره ورکړل شوې وه

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه د پلټونو د مرکزي ادارې د یوه چارواکي له خولې لیکي چې غلام بکټي په ۲۰۰۲ کال کې ملا اختر منصور ته د شناختي کارډ په ورکړه کې مهم رول لوبولی و

پاکستان کې چاپیدونکې د ډان ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د پاکستان د پلټونو مرکزې ادارې ایف ای آی پرون سې شنبه د هویت پاڼو د ورکړې د ادارې نادرا پخوانی مرستیال غلام محمد بکټي په دې شک ونیوه چې ګواکې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور ته د پاکستاني شناختي کارډ په ورکړه کې ښکیل و.

ورځپاڼه د پلټونو د مرکزي ادارې د یوه چارواکي له خولې لیکي چې غلام بکټي په ۲۰۰۲ کال کې ملا اختر منصور ته د شناختي کارډ په ورکړه کې مهم رول لوبولی و او په ۲۰۱۲ کال کې د ملا منصور شناختي کارډ تمدید شوی و.

ډان لیکي چې ملا اختر منصور ته په کلا عبدالله کې تذکره ورکړل شوې وه چې اوس یې یوه کاپي د پلټونو مرکزي ادارې ترلاسه کړې او د دغې ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دوی د کلا عبدالله د هغه مهال د مرستیال کمیشنر حفیظ محمد طاهر پرضد هم څېړنې پیل کړي او ښايي ونیول شي.

ورځپاڼه لیکي چې د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار له امر وروسته اوس د نادرا اداره په ټول هېواد کې دوه اعشاریه پنځه ملیونه کورنیو ته د ورکړل شویو شناختي کارډونو په اړه څیړنې کوي.

هندوستان ټایمز

Image caption د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي په بیجینګ کې د افغانستان نوي سفیر جانان موسی زي له چینايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان غواړي چې د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلیز برخه اووسي.

افغانستان له هند سره ځانګړې اړیکې لري خو د پاکستان او چین ترمنځ د دهلیز ملاتړ کوي تر عنوان لاندې د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي په بیجینګ کې د افغانستان نوي سفیر جانان موسی زي له چینايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان غواړي چې د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلیز برخه اووسي.

ورځپاڼه لیکي د ۴۶ (شپږ څلویښتو) ملیاردو په ارزښت د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز د چینايي ولسمشر شي جینګ پینګ یوه مهمه پروژه ده چې په ترڅ کې به یې د چین شینجیانګ د پاکستان له ګوادر بندر سره ونښول شي خو هند له دې پروژې سره مخالفت لري ځکه چې د دې پروژې په ترڅ کې به د ګوادر او شینجیانګ ترمنځ سړک له کشمېره تېرېږي.

هندوستان ټایمز لیکي تراوسه بیجینګ ویل چې دا داسې یوه اقتصادي پروژه ده چې دریم هېواد به په کې ښکیل نه وي خو په وروستیو کې چینايي چارواکو ویل د چین او پاکستان ترمنځ دغه اقتصادي پروژه به یوازې د چین او پاکستان ترمنځ محدوده پاتې نه شي او دا به د سیمې د ودې لپاره ګټوره وي.

ورځپاڼه لیکي داسې بریښي چې افغان سفیر هم د دې نظر ملاتړ وکړ او ویې ویل موږ د دې پروژې ملاتړي یو او غواړو چې په کې ښکیل شو او په دې توګه د مینځنۍ اسیا هېوادونو ته زمینه برابره کړو چې له دې دهلیز سره ونښلي.

هندوستان ټایمز لیکي کله چې له ښاغلي موسي زی نه پوښتنه وشوه چې د هند، ایران او افغانستان ترمنځ د چابهار بندر هوکړه د پاکستان ګوادر او د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز پروژې ته یوه ننګونه ده کنه هغه وویل د کابل اړیکې له دهلي او بیجینګ سره ستراتیژیکې دي او هېڅکله د سیالۍ لپاره نه دي.

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق BBCUZBEK.COM

په افغانستان کې یوازې طالبان نه دي چې د ځمکې لپاره جنګېږي تر عنوان لاندې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي په هرات ولایت کې په داسې حال کې چې سخت باد لګېږي تعمیراتي ګارګر د یوه نوي ښارګوټي د ودانولو چارو ته دوام ورکوي چې دا د نصیر احمد پوپلزي په څېر کسانو ته ښه خبر نه دی.

ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د زورواکو، فاسدو چارواکو او نورو فرصت غوښتوونکو له خوا د شخصي او دولتي ځمکو د غصبولو لړۍ روانه ده او په همدې ترڅ کې په تېرو پنځو کلونو کې پوپلزي له لاچارۍ لیدل چې ځینو کسانو د ده شخصي ځمکه لاندې کړه او یوه ودانۍ او څلور دوکانونه یې په کې جوړ کړل.

ښاغلي پوپلزي ورځپاڼې ته ویلي کله یې چې سیمه ییزو چارواکو ته یې شکایت وکړ غاصیب ورته د وژلو ګواښ وکړ، خو ده بیا هم محکمې ته د غاصیب د کش کولو هڅه وکړه دغه وخت کې پولیسو یوه قوماندان، دی د یوې میاشتې لپاره زنداني کړ او خبرداری یې ورکړ چې له ځمکې تېر شي.

ورځپاڼه لیکي چې د ځمکو غصب د ځمکې پر سر اختلافات لاپسې ژوروي او د ولسمشر اشرف غني هغه هڅې چې غواړي افغانان قانع کړي هېواد یې د مدني ثبات په لور روان دی زیانمنوي.

انډیپینډیڼټ

په بریتانیا کې چاپیدونکې د انډيپینډینټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي په ټول منځني ختیځ کې د پوټکي ناروغي لشمانیا چې افغانستان کې ورته کال دانه هم وايي په داسې حال کې خپره ده چې له یوې خوا درون کړکېچ روان دی او له بله پلوه د داعش ډلې تر کتنرول لاندې سیمو کې پر روغتیايي مرکزونو بریدونو خلک د دې ناورغۍ پر وړاندې زیانمنوونکي کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د لشمانیا ناروغي چې د یوه ماشي د چیچلو په صورت کې رامنځ ته کېږي له پیړیو راهیسې په سوریه کې شته او د ۱۹۶۰ کال پورې دومره ډېره وه چې د حلب شیطان د نوم پر ایښودل شوی و خو بیا دا ناورغي یوازې تر حلب او دمشق پورې محدوده شوه او اوس چې په سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده دا ناورغي تر ډېر د داعش ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې خپره ده.

ورځپاڼې د یوه ساینسي ژورنال موندنې هم خپرې کړې چې په کې ویل شوي د کړکېچ په سیمو او کډوالو په کمپونو کې په سلګونه زره کسان د لشمانیا په ناروغۍ اخته دي. د یادونې ده چې څلور اعشاریه دوه ملیونه سوري وګړي په ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ترکیې، لبنان او ادرن کې د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.

ورته مطالب