نیویارک ټایمز: د افغانستان قیمتي ډبرو کاروبار فساد ته لاره هواروي

د انځور حقوق Getty
Image caption ورځپانه زیاتوي له دې مخکې د افغانستان د کانونو ارزښت په اړه یو لړ خوشبینۍ او هیلې وې، خو اوس د قانون او ښه مدیریت نشتوالي هماغه هيله په اندېښنې بدله کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان که د قیمتي ډبرو کاروبار، حرص، فساد او خطر سره چارچاپېر دی.

ورځپانه لیکي، په بدخشان کې پر لاجورد ډبرو د ناقانونه وسله والو کنټرول خپل کړی چې بې قانوني څرنګه کولی شي په افغانستان کې تباهۍ ته لاره هواره کړي.

ورځپانه زیاتوي له دې مخکې د افغانستان د کانونو ارزښت په اړه یو لړ خوشبینۍ او هیلې وې، خو اوس د قانون او ښه مدیریت نشتوالي هماغه هيله په اندېښنې بدله کړې ده.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، چې افغان حکومت د کانونو خوندیتوب په اړه ان ابتدایي قانوني او څاریز بدلون هم نه دی راوستلی.

د دغې ورځپانې په باور شنونکي وایي افغانستان له کانونو نه د ګټې اخیستو په اړه بايد یوه رڼه تګلاره خپله کړي ځکه چې کانونه کولی شي په راتلونکې کې افغانستان د بهرنۍ مرستې له احتیاجه خلاص کړي.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق AP
Image caption د واشنګټن پوسټ په باور، افغان امنیتي ځواکونه د امریکایانو پر پرتله لازمه او کافي اندازه پوهه او تجربه نه لري چې د خبریالانو خوندیتوب لپاره څه باید وکړي.

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د یوه امریکایي او یو افغان خبریال د وژنې په اړه لیکي چې دغه پېښه په افغانستان کې خبریالانوته یو نوی گواښ راڅرګند کړى.

ورځپاڼه زیاتوي خبریالان اوس مهال په افغانستان کې د کاروبار خطرونه له سره څېړي. واشنګټن پوسټ وایي مخکې خبریالان د ایتلافي ځواکونو په مرسته جنګي سیمې ته تلل خو اوس چی د بهرنيو پوځیانو شمېر کم شوی او دوى یا پخپله خطرناکو سیمو ته ځي او یا افغان ځواکونو سره یوځای سفر کوي.

خو د ورځپاڼې په باور افغان امنیتي ځواکونه د امریکایانو پر پرتله لازمه او کافي اندازه پوهه او تجربه نه لري چې د خبریالانو خوندیتوب لپاره څه باید وکړي. که یو خبریال په سیمه کې ټپي شي واشنګټن پوسټ وایي دا تضمین وجود نه لري چې افغان ځواکونه سم لاسي دوى یوه روغتون ته ولېږدوي.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty
Image caption نریندرا مودي له خپل سفر نه مخکې ویلي، د امریکا او هند ترمنځ اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه دي بلکې ګردې نړۍ ته ډېر ارزښت درلودی شي.

هندوستان ټایمز امریکا ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي درې ورځني سفر په اړه لیکلي، ښاغلی مودي پنځم هندی لومړی وزیر دی چې د امریکا په مشرانو جرګه کې خبرې کوي.

نریندرا مودي له خپل سفر نه مخکې ویلي، د امریکا او هند ترمنځ اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه دي بلکې ګردې نړۍ ته ډېر ارزښت درلودی شي.

ډان

خو پاکستان مېشته ډان ورځپانه پر همدې موضوع لیکي چې د نریندرا مودي او امریکایي چارواکو په خبرو اترو کې یوه مساله به پاکستان وي:

ډان بیا د هندي ورځپانو له قوله لیکي چې کېدای شي دواړو هېوادونو د نظامي همکاریو یو نوی دوه اړخیزه لوی تړون لاسلیک کړي.

ورته مطالب