ګارډین: د قذافي خنجر په ۱۰ میلیون ډالر

[د ځینو نړیوالو ورځپاڼو غورچاڼ - جون ۱۳مه، جوزا (غبرګولی) ۲۴مه]

گارډين:

د انځور حقوق AP
Image caption پر دغه خنجر چې د ياقوتو، لاجوردو، زمردو او الماسو غمي کارول شوي، ادعا کېږي چې د ښاغلي قذافي له ماڼۍ غلا شوى و.

دغې بريتانيا چاپې ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې ترکي پوليسو يو کس نيولى چې غوښتل يې د ليبيا د پخواني مشر معمر قذافي له عاجو جوړ يو خنجر په ١٠ ميليون ډالرو وپلوري.

پر دغه خنجر چې د ياقوتو، لاجوردو، زمردو او الماسو غمي کارول شوي، ادعا کېږي چې د ښاغلي قذافي له ماڼۍ غلا شوى و.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز د خپلې نننۍ گڼې يو مطلب په تورخم کې روانې شخړې ته ځانگړى کړى او ليکلي دي چې پاکستاني او افغان ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې پر يوۀ بل درنې ډزې کړي.

د ترينگلتيا د کچې دغه راز لوړېدل يوه ناعادي پېښه ده. ورځپاڼه وايي په نښتو کې پاکستانۍ غاړې کې ١٣ تنه ټپيان شوي او افغان غاړې کې لږ تر لږه يو سرتېرى وژل شوى دى.

Image caption نيويارک ټايمز زياتوي له څو ساعته کرارۍ وروسته جگړه بيا پيل شوه. د ننگرهار د پوليسو مشر "زړور زاهد" پر فېسبوک يوه ويډيو خپره کړې چې وايي لومړۍ کرښې ته نژدې دى، او پر پاکستان د هاوان گوزارونو لارښوونه کوي.

ورځپاڼې د يوۀ پاکستاني چارواکي په وينا ليکلي چې پاکستاني ځواکونو افغانان له خپلو ودانيزو چارو خبر کړل او په کار يې پيل وکړ، او د افغان قومندان له بېرته ورگرځېدو سره سم، افغان غاړې کې څراغونه مړه شول او ډزې پيل شوې.

نيويارک ټايمز زياتوي له څو ساعته کرارۍ وروسته جگړه بيا پيل شوه. د ننگرهار د پوليسو مشر "زړور زاهد" پر فېسبوک يوه ويډيو خپره کړې چې وايي لومړۍ کرښې ته نژدې دى، او پر پاکستان د هاوان گوزارونو لارښوونه کوي.

د جگړې له پيل وروسته پاکستان د خپلو دوو سرتېرو ټپي کېدل منلي دي.

ورځپاڼې د ولسمشر د وياند "هارون چخانسوري" له خوله ليکلي چې پاکستان پر وادانيزو چارو د گډ کار په تړاو له شوې هوکړې سرغړونه کوي.

ډان:

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال "اعزاز چودري" په وينا ليکلي چې د انگور اډې پوسته افغان ځواکونه ته نه ده سپارل شوې.

د پاکستان پوځ وړاندې ويلي و چې دغه تاسيسات يې افغان حکومت ته سپارلي.

د انځور حقوق AP
Image caption ډان ورځپاڼې د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز له له خوله ليکلي چې د انگور اډې تاسيسات د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي چې په پاکستان کې دننه دي خو دروازه يې په افغان خاورې کې وه، چې د افغان چارواکو له څو کلن احتجاج وروسته ورته وسپارل شوه.

د ورځپاڼې په وينا، ښاغلي چودهري چې د پاکستان د مشرانو جرگې دفاعي او بهرنيو چارو جرگه گۍ ته مالومات ورکول وويل: پاکستاني پوځ کابل حکومت ته يواځې يوه دروازه د سوغات په توگه ورکړې.

ډان ورځپاڼې د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز له له خوله ليکلي چې د انگور اډې تاسيسات د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي چې په پاکستان کې دننه دي خو دروازه يې په افغان خاورې کې وه، چې د افغان چارواکو له څو کلن احتجاج وروسته ورته وسپارل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د پوځ وياند پر خپل ټوېټر پاڼې وړاندې ليکلي و چې د انگور اډې تاسيسات د ورورلۍ اړيکو پياوړي کولو په موخه افغانستان ته سپارل شوي.

د پاکستاني چارواکو دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راغلي چې د دغه اقدام په وړاندې يوه عريضه د لاهور مرافعې محکمې ته وسپارل شوه او يوۀ متقاعد پوځي قاضي د مسوولو چارواکو په خلاف د قضايي اقدام غوښتنه وکړه، چې په وينا يې د پوځي تاسيساتو سپارل د قانون خلاف کړنه ده.

ډيلي ټیلېگراف:

ورځپاڼه وايي نظر پوښتنو ښوولې چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتنې پلويانو سلنه د هغو په پرتله اوس ډېره شوې چې غواړي دغه هېواد په يادې ټولنې کې پاتې شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لومړى ځل دى چې د اروپايي ټولنې ضد کمپاين سلنه په بريتانيا کې د اروپايي ټولنې د پلويانو په پرتله لوړېږي.

نويو راد بره شويو شمېرو له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتنې پلويانو سلنه ٤٩ او د هغو چې په اروپايي ټولنه کې د بريتانيا د پاتې کېدو غوښتونکي دي ٤٨ ښوولي دي.

د لومړى ځل دى چې د اروپايي ټولنې ضد کمپاين سلنه په بريتانيا کې د اروپايي ټولنې د پلويانو په پرتله لوړېږي.