'پاکستان له اردن نه د زړو F16 الوتکو پېرلو غور کوي '

[د ځینو نړیوالو ورځپاڼو غورچاڼ - چارشنبه، جون ۱۵مه، جوزا (غبرګولی) ۲۶مه]

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Reuters
Image caption اردن پاکستان ته د ١٦ دغه راز الوتکو د پلور وړانديز کړى. د دې الوتکو بڼه د هغو په پرتله چې ټاکل شوې وه پاکستان يې له امريکا رانيسي زړې دي.

هندوستان ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې کښلي چې پاکستان له "اردن" نه د زړو اف ١٦ الوتکو پر پېرودنې غور کوي.

د ورځپاڼې په وينا ټاکل شوې چې د پاکستان ځينو اف ١٦ الوتکې لپاره د الوتنې ټاکل شوې موده پاى ته ورسېږي او ودرول شي. پاکستاني چارواکي وايي ډيورنډ کرښې سره نژدې د اسلامپالو اورپکو په وړاندې جگړه کې اف ١٦ ډولو الوتکو ته اړتيا لري، او همداراز يې د خپل زاړه سيال هند په وړاندې د جگړې ښه وسيله بولي.

اردن پاکستان ته د ١٦ دغه راز الوتکو د پلور وړانديز کړى. د دې الوتکو بڼه د هغو په پرتله چې ټاکل شوې وه پاکستان يې له امريکا رانيسي زړې دي.

اکسپرس ټريبيون:

د اکسپرس ټريبيون ورځپاڼې خپله نننۍ سر مقاله پر ډيورنډ کرښې افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې شخړې ته ځانگړې کړې.

د انځور حقوق Getty
Image caption ورځپاڼه وايي پر ډيورنډ کرښې د هر راز توکو قاچاق کېږي، او اوس چې پاکستان جغرافيايي- سياسي بدلونو ته په پام سره غواړي پر پولې کنټرول ټينگ کړي، نو شخړې او گډوډي رامنځته کېږي چې د مرگژوبلې لامل گرځي.

ورځپاڼه ليکي: د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ م کال کې له رامنځته کېدو راهيسې يوه ناندريزه موضوع ده، او اوس له دې امله يې ځانته پام را اړولې چې په ډېره آسانۍ سره خلک ترې اوړي را اوړي.

د ورځپاڼې په وينا داسې يوه کرښه چې دواړو غاړوته پراته قومونو او کوچيانو لپاره د يوې حقيقې پولې په پرتله، تر ډېره د کاغذ پر مخ کښل شوې.

ورځپاڼه وايي پر ډيورنډ کرښې د هر راز توکو قاچاق کېږي، او اوس چې پاکستان جغرافيايي- سياسي بدلونو ته په پام سره غواړي پر پولې کنټرول ټينگ کړي، نو شخړې او گډوډي رامنځته کېږي چې د مرگژوبلې لامل گرځي.

اکسپرس ټريبيون وايي دې لپاره چې پاکستان په رښتينې توگه د ترهگرو د کابو کولو جوگه شي نو اړتيا ده چې پر پولې د کنټرول ترلاسه کولو په تړاو جدي دريځ خپل کړي.

د انځور حقوق Press Association
Image caption دغې بريتانيا چاپې ورځپاڼې د ملگرو ملتونو په وينا ليکلي چې سږکال به اټکل ٢٤٨٠٠٠ کډوال ختيځې مديترانې له لارې اروپا ته راشي. حال دا چې د روان کال په پيل کې د يو ميليون وگړو د راتک اټکل شوى و.

ورځپاڼه زياتوي د استعماري تاريخ د پايلو حل ښايي څو پېړۍ لېرې وي، خو افغانستان او پاکستان اړ دي چې په ١٨٩٣ م کال کې شوې دغې ډېرې بدې معاملې نه وتلو لپاره د شونتيا تر بريده يوه ښه لار را وباسي.

ډيلي ټلېگراف:

دغې بريتانيا چاپې ورځپاڼې د ملگرو ملتونو په وينا ليکلي چې سږکال به اټکل ٢٤٨٠٠٠ کډوال ختيځې مديترانې له لارې اروپا ته راشي. حال دا چې د روان کال په پيل کې د يو ميليون وگړو د راتک اټکل شوى و.