پاکستان: پر ډیورنډ کرښې له نوې تګلارې 'نه شاته' کېږو

[د ځینو نړیوالو ورځپاڼو غورچاڼ - سې شنبې، جون ۲۱مه، سرطان (چنګاښ) ۱]

اکسپرس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty

دغې پاکستان چاپې ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې يو مطلب خپور کړى چې وايي افغان او پاکستاني پلاويو تېره ورځ په اسلام آباد کې سره ليدلي او د تورخم د شخړې او د ورځپاڼې په وينا د "پولې مديريت" په تړاو يې سره خبرې کړي دي.

اکسپرس ټريبيون وايي دغه پلاوي ته چې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي يې مشري کوله د پاکستان د بهرنۍ تگلارې سلاکار سرتاج عزيز له لوري بلنه ورکړل شوې وه. خو د خبرو اترو پر مهال د پاکستان د پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزارت معين اعزاز چودهري کوله.

د ورځپاڼې په وينا خبرې اترې د ملگرتيا په فضا کې ترسره شوې او پرېکړه وشوه چې د ستونزو د هوارۍ په برخه کې به د ښه گاونډيتوب اصل ته په پام سره کار کېږي.

ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په وينا ليکلي چې پر ډيورند کرښې له پلي کېدونکې نوې تگلارې به حکومت شا ته نشي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز په خپله نننۍ گڼه کې "نويو غوښتنو يوې افغانې اورپکې ډلې سره د سولې تړون گواښ سره مخامخ کړى" تر سرليک لاندې ليکلي:

حزب اسلامي داسې نوې غوښتنې کړي چې پوره کول يې ناشوني دي، او له دې سره د سولې کېدونکى تړون له خنډ سره مخ شوى دى.

Image caption د ورځپاڼې په وينا ښاغلي حکمتيار دا غوښتنې ولسمشر غني ته په ور لېږلي يوۀ ليک کې کړي.

د سولې په خبرو اترو کې ښکېل يوۀ چارواکي ورځپاڼې ته ويلي چې د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار له لوري درې نوي ايښودل شوي شرطونه دا دي چې له امريکا سره امنيتي تړون دې لغوه او د امريکايي سرتيرو د وتلو لپاره دې يو مهالويش وټاکل شي. د ورځپاڼې په وينا ښاغلي حکمتيار همداراز ويلي چې پردې بايد افغان دولت لاسليک وکړي، نه د ملي وحدت حکومت.

د سولې د عالي شورا مرستيال عطاء الرحمن سليم ورځپاڼې ته ويلي دواړې غاړې د هوکړې يوه مسوده جوړه کړې وه او يواځې د ښاغلي حکمتيار لاسليک ته اړتيا وه، خو نوموړي دا شرطونه ورزيات کړي دي.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي حکمتيار دا غوښتنې ولسمشر غني ته په ور لېږلي يوۀ ليک کې کړي.

د سولې د عالي شورا مرستيال ورځپاڼې ته ويلي چې ليک يې په خپله نه دى ليدلى خو دوى به نور شرطونه ونه مني.

د حزب اسلامي يوۀ غړي ورځپاڼې ته منلې چې د خبرو اترو لړۍ په ټپه ودرېدلې.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق AFP
Image caption هندوستان ټايمز وايي په کابل کې د بهرنيو ساتونکو پر گاډي شوي پروني ځانمرگي بريد کې دوه تنه هندي وگړي هم وژل شوي دي.

هندوستان ټايمز وايي په کابل کې د بهرنيو ساتونکو پر گاډي شوي پروني ځانمرگي بريد کې دوه تنه هندي وگړي هم وژل شوي دي. د بريد پړه داعش او طالبانو دواړو په غاړه اخيستې.

ډېلي ټلېگرف:

دغې لندن چاپې ورځپاڼې په اروپايي ټولنه کې د بريتانيا د غړيتوب په تړاو د يوې نوې نظر پوښتنې پايلي خپرې کړي چې ښيي په دغه ټولنه کې د بريتانيا د پاتې کېدو پلويان ډېر شوي.

د انځور حقوق PA
Image caption ټاکل شوې د بريتانيا وگړي راتلونکې پنجشنبه يوې ټولپوښتنې کې گډون وکړي چې آيا هېواد يې د اروپايي ټولنې غړى پاتې شي او که نه.

ټاکل شوې د بريتانيا وگړي راتلونکې پنجشنبه يوې ټولپوښتنې کې گډون وکړي چې آيا هېواد يې د اروپايي ټولنې غړى پاتې شي او که نه.