د سلمان خان څرګندونو ناندرۍ راپارولې

[د ځینو نړیوالو ورځپاڼو غورچاڼ - چار شنبې، جون ۲۲مه، سرطان (چنګاښ) ۲]

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې د مشهور فلمي ستوري سلمان خان په اړه ليکلي چې يو ځل بيا يې په خپلو څرگندونو ناندرۍ راوپارولې.

پر سلمان خان د حکومتي چارواکو او مينه والو له لوري يې وروسته له هغه نيوکى وشوې چې د يوې مرکې په ترڅ کې يې وويل د "سلطان" فلم د جوړولو پر مهال به يې حالت داسې و لکه د يوې ميرمنې چې ورباندې جنسي تيرى شوى وي.

د هند د ښځو ملي کميسيون له ښاغلي خان غوښتي چې په يوه اوونۍ کې دې دننه بښنه وغواړي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز په خپله نننۍ گڼه کې ليکلي چې امريکا غواړي د ٢٠١٨ م له پيله نيولې د ٢٠٢٠ م کال تر پايه پورې هر کال له افغانستان سره له ٣ ميليارډ ډالرو ډېره مرسته وکړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ورځپاڼې په وينا ښاغلي اولسن وويل حکومت به له کانگرسه وغواړي چې ٣ کلونو لپاره دې هر کال افغانستان سره د اقتصادي او پراختيايي مرستو لپاره يو ميليارډ ډالر ځانگړې کړي.

ورځپاڼه وايي دا څرگندونې افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانگړي استازي ريچارډ اولسن تېره سې شنبه په يوۀ څېړنيز مرکز کې د وينا پر مهال کړي دي.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي اولسن وويل حکومت به له کانگرسه وغواړي چې ٣ کلونو لپاره دې هر کال افغانستان سره د اقتصادي او پراختيايي مرستو لپاره يو ميليارډ ډالر ځانگړې کړي.

اکسپرس ټريبيون:

په پاکستان کې چاپېدونکې اکسپرس ټريبيون ورځپاڼې د افغان طالبانو له لوري د ٢٥ سپرليو تښتونې ته اشاره کړې او د هلمند د والي وياند عمر ځواک له خوله يې ليکلي چې امنيتي ځواکونه د يرغملو شويو وگړو لټون کوي.

ورځپاڼه زياتوي چې د دغه راز پېښو بيا بيا رامنځته کېدل، د ناټو په ملاتړ په امنيتي پوستو کې د سرتيرو شمېر کمولو د پرېکړې په تړاو پوښتنې رامنځته کړي.

چارواکو د دې کړنې لامل دا ښوولى چې په وينا يې ډېر شمېر سرتيري پر طالبانو بريدونو کې گډون وکړي.

فايننشل ټايمز:

Image caption د بريتانيا ډېرى ورځپاڼو خپل سرليکونه تر ډېره په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد غړيتوب راتلونکې ته ځانگړي کړي.

د بريتانيا ډېرى ورځپاڼو خپل سرليکونه تر ډېره په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد غړيتوب راتلونکې ته ځانگړي کړي.

فايننشل ټايمز د لومړي وزير ډېوېډ کيمرون له خوله ليکلي چې په اروپايي ټولنه کې پاتې کېدل به دغه هېواد کې د پانگونې کچه لوړه کړي. خو ښاغلي کيمرون منلې چې د ټولپوښتنې د پايلو په تړاو وړاندوينه نه شي کېداى.