د کوټې پېښه او غمجنې مېندې

د انځور حقوق Getty
Image caption پښتنو ښځو په هر ميدان کې د خپل ځان د قرباني سره سره د خپلو بچو، خاوندانو، وروڼو او پلرونو قرباني هم ورکړې

د کربلا مثال خو د مسلمانانو په تاريخ کې تل د ډېر وحشت او بربريت د پېښي په توګه ياديږي، خو د پښتنو په سيمه او کورونو کې هره ورځ د کربلا تاريخ نوی کېږي.

یوه بېلګه یې د کوټې وروستۍ پېښه ده او له ۹/۱۱ نه مخکې او وروسته د داسې نورو ډېرو پېښو داستانونه موجود دي.

په پاکستان کې د پښتنو سيمې دې لړ کې په ځانګړې توګه تر ټولو ډېرې په نښه شوې دي، نه يی جومات، نه يی حجره او نه یې هم بازار يا مدرسه خوندي پاتې دي.

د ځینو سرچینو په خبره نژدې سل زره کسان له موږ نه د ترهګرۍ بلا بېل کړي دي.

که څه هم له دې کبله د پښتونخوا وطن ټول وګړي ځپل شوي دي، خو د پښتونخوا وطن ښځې چې د دغو پېښو د قربانيانو مېندې، خوېندي، کور ودانې او لوڼې دي، ډېرې ځپل شوې.

د انځور حقوق Getty

که د پښتنو ښځو تاریخ یا پېژندګلوي لیکل کېږي، نو داسې به یادیږي، چې دوی هغه څوک دي، چې د نړۍ تر ټولو ښځو یې ډېره قرباني ورکړې ده.

د باتورۍ خو يې ساری نه شته، که د ملالې مثال دلته ورکړو، نو نه یوازې په خپله د وطن لپاره کلکه ودريده، بلکې د خپلو نارينه وګړو د همت او حوصلې زياتولو لپاره به يې هم څه داسې ويل:

"که په ميوند کي شهيد نه شوې

ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه"

د ښځو قرباني

باچاخان د پښتنو ښځو د باتوري په اړه څه داسې ويلي وو: "الهي دا هم ستا فضل و احسان دي چې زموږ زنانه د ملت د خدمت د پاره خپل سرونه وړاندې کوي"

پښتنو ښځو په هر ميدان کې د خپل ځان د قرباني سره سره د خپلو بچو، خاوندانو، وروڼو او پلرونو قرباني هم ورکړې او تل يې پرې ویاړلي، خو په اوسنيو حالاتو کې يې دښمن ورک او بچي يې قرباني کېږي، نو د دې حالت له کبله څه د ناڅرګندتیا او ويرې ښکار شوې دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ۲۰۱۶ کال د اګست په اتمه د کوټې په هغه روغتون کې چاونه وشوه، چې پښتانه او بلوڅ مدافع وکیلان ورته د خپل یوه وژل شوي مشر بلال انور کاسي د مړي لیدو ته ورغلي وو

پوهانو څه ښه ويلي، چې د ټولو انسانانو خټه يو شان خو د مور خټه ډېره بدله وي، ځکه خپل اولاد سره سپیڅلې مینه لري او بدل کې یې له هغوی نه هېڅ نه غواړي، څه چې غواړي هغه د اولاد سوکاله ژوند او خوښي دي.

مور چې تر نهو میاشتو پورې ماشوم په خپل وجود کې ساتي او د خپلې ساه یوه برخه ورکوي، نو څرګنده ده چې د خپل بچي په غم او درد به تر بل هر چا ډېره ځوریږي.

د ۲۰۱۶ کال د اګست په اتمه د کوټې په هغه روغتون کې چاونه وشوه، چې پښتانه او بلوڅ مدافع وکیلان ورته د خپل یوه وژل شوي مشر بلال انور کاسي د مړي لیدو ته ورغلي وو. دغه برید کې دووه ژورنالیستان او ۷۲ وکیلان ووژل شوو.

لسګونه بورې مېندې

په دغه ورځ نه يوازې لسګونه کسان ووژل شوو، بلکې لسګونه مېندې بورې شوې.

په یوه ورځ دومره ډېرو مېندو کې، چې د خپلو ځوانیمرګو زامنو وېر یې کاوه د مدافع وکیل رحمت الله خروټي مور هم شامله ده.

هغه نه یوازې دا چې د ځوانیمرګ زوی مرګ غم په زړه زخمي کړه، بلکې تر عمره به یې د هغه ځوانه کونډه او یتمیان د زړه داغونه وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه برید کې دووه ژورنالیستان او ۷۲ وکیلان ووژل شوو

خلک هغې ته د یوې زړورې ښځې په نظر ګوري، خو هغې په وارخطایي ویل:

"مرګ نه خلاصون نه شته، زما زوی د الله تعالی و او الله واخيست، څه نه شو کولاي، ما ته دې الله صبر راکړي، الله دې داسې بده پېښه هېچا ته هم نه ښيي"

چې د رحمت د مور دا حال و، نو د ضيا الدين آغا د مور به څه حال و، چې دا یې یکې یوازې زوی او د شپږ خوېندو ورور و؟

د اسلام اباد اسلامي پوهنتون فارغ التحصیل ایمل وطن یار چې د کوټې پېښه کې ووژل شو، د ښوونکې ثوبیه تاج زوی و. هغه تر خپلو خوېندو کشر و. مور یې ثوبیه تاج داسې فریاد کاوه:

"ما به د دوړو، توپان پر مهال زوی له کوره بهر نه پرېښود، چې زویه سترګې به دې خوږ شي، خو څه خبره وم، چې ظالمان به یې په یوه ورا په بم رانه بېلوي."

موږ یې که هر څه بولو، خو زامن د مېندو، پلرونو لپاره د بوډاتوب ملاتړ او راتلونکي ته ښه هیله وي او چې دغه زوی ترې په ځوانۍ کې بېل شي، نو یا خو یې د هغه مرګ ګور ته رسوي، یا ورته ژوند د ګور هغسې کړي او د ژوند خوښي پرې اوور کړي.