درده که تېزه هوا والوتله؟!

پروفیسور رحمت الله درد د پښتو د معاصر غزل په یو څو یادو نومونو کې و. هغه له ایوب صابر، قلندر مومند او تقویم الحق کاکاخېل سره پاتې شوی و او په اوسنۍ زمانه کې د غزل د یوه ځانګړي شاعر په توګه پېژندل کېده.

د ارواښاد درد د شاعرۍ کتابونه په وروستیو څو کلونو کې چاپ شول او په لږ وخت کې یې دومره ګڼ لوستونکي پیدا کړل، چې د پېړۍ ریاضت غواړي.

د هغه په غزل کې ساده ګي او ژوروالی دواړه او څنګ په څنګ اوسېدل.

په شاعرۍ کې داسې مرحلې ته رسېدل، چې شعر د خواصو او عوامو دواړو ذوقونه خړوب کړای شي، ډېر لوی ریاضت غواړي.

په پښتو شاعرۍ کې داسې شاعران ډېر کم لرو، چې د حمزه بابا دا خبره پرې صدق کوي:

ستا له ساده ساده نظره توبه

د سمندر غوندې ژور وختو

رحمت الله درد همداسې یو شاعر و، چې د حمزه بابا پورتنۍ مرغلره ورباندې ښه برابره وه.

د پښتنو په یو څو لویو فرهنګي او ادبي حوزو کې یو لکۍ مروت او بنو هم دي.

دې فرهنګي حوزې پښتو ادب ته د ارواښاد طاهر کلاچوي، ښاغلي عبدالرحیم مجذوب، ارواښاد پروفیسور درد او سلګونو نورو شاعرانو او لېکوالو په څېر فرهنګي سټې او شتمنۍ ورکړې دي.

د درد د شاعرۍ سبک د ساده ګۍ او روانۍ له پلوه د پارسي عراقي سبک ته ورته دی، خو د عمیقو مضمونونو له مخې یو نیم ځای پرې د هندي سبک سیوری هم ورغلی دی.

د مرحوم رحمت الله درد ګڼ غزلونه په دې وروستیو کې چاپ شول او په کمه موده کې د هغه ځینې غزلونه او بیتونه د ضرب المثلونو تر کچې ورسېدل، وایي:

نه غواړم خوندونه درنه نه غواړم

ای د ځوانۍ عمره خو تېرېږه مه!

یا:

ناست وي په محفل کې خو تنها لګي

پته د مین سړي صفا لګي

او یا هم:

دا بېخودي که هوښیاري وه درده!

چې پرېوتې د یار په در پرېوتې

د درد په غزل کې د پښتنو د ژوند او سیاست ګڼې خواوې انځور شوې دي، خو هغه څه چې د مرحوم درد غزل به پرې ودان وي، د انسان د فطرت د پټو او نه ویل کېدونکیو رازونو ترجماني ده.

ګل کړې وعده ده چې رښتیا به شي که نه به شي

څه وایې زړګیه! چې وفا به شي که نه به شي

تا خو راته زیری راوړو ستا په خوله شکرې شه

اوس به نصیب ګورمه چې رابه شي که نه به شي

څه خونړی وخت دی، ځی په مخ خو د میږي په شان

ستا د هجر شپه ده چې سبا به شي که نه به شي

د درد له غزل سره لا هغه وخت زما ذوق اشنا شوی و، چې کتابونه یې نه وو چاپ شوي؛ هغه مهال به په کومه نیمه مجله کې د درد یو نیم غزل چاپېده او لوستونکو به ترې خوندونه اخېستل.

د غزل د دې لوی شاعر په مرګ د پښتو د غزلیزې شاعرۍ یو لطیف او ظریف باب پای ته ورسېد.

د درد وینا ده چې:

پر ما دا حق و چې غزل ته د زړه وینې ورکړم

دا دې بل ګوري چې غزل ته په لاس څه ورغلل؟

بلکل؛ درد ټول عمر د حمزه بابا په څېر د غزل اننګو ته د خپل زړه وینې ډالۍ کړې؛ اوس به ګورو چې پښتانه د هغه له هنري میراث او اثارو سره څه کا؟

د شاعرانو لاشعور تر عامو خلکو لا ډېر بېدار وي. کله کله د انسان شپږم حس هغه ته یوه خبره کوي او د راروانې حادثې خبر ورکوي؛ درد د خپل مرګ وېره ډېره مخکې تصویر کړې وه:

ته محلونه جوړوې له شګو درده

که تېزه هوا والوتله؟!

رښتیا چې مرګ کله کله د تیزې سیلۍ غوندې د انسان د ارمانونو او تخیلاتو د شګو محلونه ونړوي. ژوند د توپاني سین پر غاړه په تیزه هوا کې له شګو د محلونو د جوړولو لوبه ده.

د درد روح دې ښاد وي، د هغه لارویان او د غزل جدي لوستونکي به د درد د غزل رومانوي کیفونه کله هم هېر نکړي!

څوک پیغمبر شي څوک شاعر شي درده!

په چا غزل په چا کتاب نازل شي