پټه صنعتګره!

Image caption له پېړیو راهیسې افغان مېرمنو ډېر زیار ګاللی، خو بیا یې هم نوم په تاریخ کې نه شته

تېر کې زموږ د صنعت برخه کې ډېره پام وړ برخه د هغو ده، چې نوم یې هم پټ پاتې دی.

تاریخ راښيي، چې هغه صنعت چې له کبله یې زموږ د هېواد نوم پېژندل کیده او تولیدات به یې د ورېښمو لارې په وسیله نړۍ ته لېږدول کېدل پام وړ برخه په کې د ښځو وه.

په دې برخه کې د ښځو نوښتونه او کار او زیار هم د تاریخ پاڼو کې ثبت دي.

هغه مهال چې پر افغانستان د عربانو واکمني وه دابن حوقل د وینا له مخې د خراسان تر ټولو نومیالي صادارت د (دابیوردونسا) یعنی د اوسنۍ میمنې د ښځو نخي او وریښمین صنایع وو.

د ګیدړو له پوستکیو څخه پوستینونه هم هلته جوړیدل او زغرې یې هم ډېرې مشهورې وې. په هرات کې تولید شوي وریښمن ښځینه ټوکرانو هم ډېر شهرت درلود.

هغه مهال چې د جنګ جګړو زمانه وه، د جنګیالیو لپاره خواړه، اوبه او د اړتیا نورو توکو چمتو کولو تر څنګ د دغو جنګیالیو لپاره ځانګړي کالي چې د پسونو له وړیو او د نورو حیواناتو له پوستکو جوړېدل، د دوی د لاس کار و.

دغو ښځوبه وړۍ وینځلې، له وچولو وروسته به یې څرخی کولې او بیا به یې بیلولې.

دغه شان د هغو پخول، رنګول او داسې نور ډېر نور کارونه وو، چې زیاته سختي غواړي او دا ټول به میرمنو کول.

غالۍ او ټغر به یې ور نه اوبدل. د اسونو لپاره به زینونه او نور وسایل له همدې وړیو اوبدل کېدل چې د ښکار او جګړو پر مهال به نارینه وو ور نه کار اخیست.

هغه غالۍ چې په شاهي ماڼیو او د ملکانو په کورنو کې به ویړې وې او دغه راز ښکلي رنګین لوښي هم د خواریکښو ښځو د کار او زیار محصول و.

غالۍ د هغه وخت ترټولو مهم صادارت وو چې له دویمې جګړې وروسته یې د المان په لوېدیځ او انګلستان کې تود بازار درلود او وروسته یې په ټولو اروپایي هېوادونو کې شهرت وموند.

له دغو تاریخي معلوماتو څخه په ډاګه کېږي چې د ' خراسان ' له وخته تر ننه د دغه هېواد اقتصادي برخه کې میرمنو مهم رول لوبولی.

ښځه زموږ په ټولنه کې داسې یو موجود دی چې دسړیو په حفاظت کې پاتې شوې ده او له همدې امله ده، چې د ځان او نړۍ په اړه زموږ د مېندو او مشرانو ښځو معلومات تر هغو نجونو هم لږ وي، چې تر پنځم ټولګي یې زده کړې کړې وي.

له همدې امله زموږ د ټولنې مېرمنې ډېره وړه پرېکړه هم خپله نه شي کولای.

دغه بارو نارینه وو د ښځو په ذهن کې داسې پوخ کړی، چې اوس اکثر مېرمنې خپله هم ورته فکر کوي.

اوس چې لږ، ډېر تعلیمي پرمختګ وشو او له کورنیو جګړو وروسته ناڅاپه یو شمېر مېرمنې د ځان ثابتولو لپاره د ژوند ډګر ته ووتي، نو له بې شمېره کړاوونو سره مخامخ شوې.

اوس چې ښځې غواړي په اقتصادي ډګر کې ځان ثابت کړي، نو له نورو ګڼو خنډونو سره له مالي بیوزلۍ سره هم مخامخ دي.

دوی چې د بهر وتلو زړورتیا له لاسه ورکړې، تر کورني او نړیوال بازاره د هغو لاسي صنایعو رسولو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې په کور دننه یې چمتو کوي.

داسې شریکان نه مومي، چې سوداګریزې چارې ورسره په ګډه پرمخ بوځي.

دغه راز د تګ راتګ ستونزې هغه څه دي، چې د مېرمنو د لاسي صنعت پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه او ځنډونه رامنځته کړي دي.

که د دغو ستونزو د حل لپاره جدي هڅه او هاند و نه شي، ښايي د صنعت میدان بیا هم د اوس په څېر له افغان مېرمنو تش پاتې شي.