'ښايي حکمتیار ولسمشرۍ ته ځان ونوموي'

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼې د حزب اسلامي د لوړپوړي چارواکي قاضي حکيم په وينا چې د سولې په خبرو اترو کې هم ښکېل و ليکلي، دغه گوند به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې هم فعاله ونډه واخلي.

اکسپرېس ټريبيون:

پاکستان چاپې اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د افغان حکومت او حزب اسلامي گوند ترمنځ د سولې شوې هوکړې په تړاو تحليلي مطلب ليکلى او ويلي دي چې د حزب اسلامي گوند مشر گلبدين حکمتيار ښايي په راتلونکو ټاکنو کې ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند کړي.

ورځپاڼې د حزب اسلامي د لوړپوړي چارواکي قاضي حکيم په وينا چې د سولې په خبرو اترو کې هم ښکېل و ليکلي، دغه گوند به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې هم فعاله ونډه واخلي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز د هند لومړي وزير نرېندرا مودي هغې وينا ته کتنه کړې چې وايي پاکستان د ترهگرۍ لپاره خوندي ځاى دى او دى به يې په نړيوال ډگر کې د گوښي کولو لپاره کار وکړي.

د ورځپاڼې په وينا، ښاغلي مودي د خپل هېواد پر دغه سيال دا تور هم پورې کړ چې د ترهگرۍ له صادرولو سره د اسيا د لويې وچې ثبات گډوډوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ورځپاڼې په وينا، ښاغلي مودي د خپل هېواد پر دغه سيال دا تور هم پورې کړ چې د ترهگرۍ له صادرولو سره د اسيا د لويې وچې ثبات گډوډوي.

په کشمير کې د اورپکو په يوۀ بريد کې د ١٨ هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته دا د ښاغلي مودي لومړنۍ وينا وه.

ورځپاڼه وايي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وروسته به د ښاغلي مودي د وينا په وړاندې خپل رسمي غبرگون په ډاگه کړي.

نيوز:

پاکستان چاپې نيوز ورځپاڼې بيا د دغه هېواد د اطلاعاتو د وزير پرويز رشيد څرگندونې راخيستي چې وايي په کشمير کې د خپلو تېريو له امله به هند په نړېوال ډگر کې گوښى شي.

د ښاغلي رشيد دا څرگندونې د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي له څرگندونو وروسته مخې ته راغلې.

هغه زياته کړې که په سرينگر کې ناکراري روانه وي نو ډيلى هم په ارامه نه شي پاته کېداى.

گارډين:

گارډين بريتانيا چاپې ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي د فرانسې په کلې ښار کې د ١٠٠٠ تنو په يوازې سر راغلو کډوالو ماشومانو په تړاو نوې ويرې را ټوکېدلي.

ورځپاڼه وايي ټاکل شوې فرانسوي چارواکي راتلونکې مياشت په کلې کې د ځنگله په نامه پنډغالى د بلډوزرو په مټ ونړوي.

د انځور حقوق Getty

ويره ده چې هلته مېشت تر ١٠٠٠ پورې بې سرپرسته کډوال ماشومان به په ډاگ پاته شي.

د ورځپاڼې په وينا فرانسوي چارواکو د دغو ماشومانو د بيا مېشتونې تابيا په دې هيله نه ده کړې چې بريتانيا به د هغوى د منلو لپاره کړې ژمنه پرځاى کړي.

خو د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت په دې تړاو له څرگندونو ډه ډه کړې.

ورته مطالب