د سولې خوند او رنګ

د انځور حقوق Getty
Image caption خپل وطن خپله خاوره خو بېله مینه او احساس لري

افغانان له څو لسیزو راهیسې سولې ته سترګې په لار دي.

ځینې جګړې دومره ځپلي چې سوله ورته خوب او خیال ښکاري او ناهیلې شوي دي خو د سولۍ ټینګښت ته هيله مندۍارادې پیاوړې کوي.

ما ته هم په هېواد کې سوکالي او ارامي یو افسانوي حالت ښکاري.

په پرانیستو سترګو یې تصور نه شم کولی، خو چې سترګې پټې کړم د انمېشن فلمونو په څېر د ښېرازۍ، ابادۍ سوکالۍ او ارامۍ انځورونه مخې ته راشي.

پسرلی شي، ډک او رڼه سیندونه په بهیدا شي.

هټیوال په زمزمو هټۍ پرانیزې. بزګر له حاصلاتو ډک پټي ریبي. ټول منظم دي، ټول خوشحاله دي.

وېره نه شته. ذهنونه ارام دي، د شاعر په خبره:

د انځور حقوق Getty
Image caption له وطن سره مینه خو د هر وګړي په فطرت کې ده

'' ژوندون ټپه د مینې، یکه زار یې دی وطن لالی مې دې بیمار نه شي انار یې دی وطن!!!

هلته پاس ودانۍ کې کارګرو په لوړ غږ راډيو چالانه کړې او په مستۍ او خوښۍ له خپل کار څخه خوند اخلي. دا ودانۍ به جوړوي. لاندې موټرې کتارودرېدې، ترافیکي اشاره سره شوه، د تورو کمیسونو، سپینو ټکریو نجونۍ په خندا ډله ـ ډله له واټه تېرې شوې:

- ودرېږه! دا ورځپاڼه راواخلم.

د ورځپاڼو سرټکي څه داسې دي:

'' افغانستان د نړېوال کنفرانس کوربتوب کوي! ''

'' افغانستان د ګاونډي هېواد له سیلاب ځپلو سره بېلابېلې مرستې وکړې! ''

''افغانستان د ښې حکومتولۍ جایزه تر لاسه کړه!''

''د هېواد د صادراتو کچه له وارداتو څو برابره لوړه ده!''

'' په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ هېڅ څرک نه ليدل کېږي! ''

''د هېواد لوبغاړو په المپیک لوبو کې مډالونه تر لاسه کړل!... ''

ژوند دی او ښکلا ده آه!

د انځور حقوق Getty
Image caption تږی اوبه غواړي، که له سیند نه ورته ورسېږي او که له منګي او یا د باران له څاڅکو

څه ښکلی حالت دی، څومره بختور یو !!! نه!

نه غواړم سترګې پرانیزم، غواړم ټول عمر مې سترګې پټې نیولي وي.

زه پوهیږم د سترګو له پرانیستو سره مې د وطن حالت بیرته هماغسې کېږي.

بیا به وېرې، ترهه، وژنې او وینې وي بیا به د طبيعت رنګونه بدل، څېرې خړې او ستړې شي!

د وطن د سوکالۍ ارمان خو ډېرو له ځان سره خاورو ته یوړ. ډېرو نورو تمې پرې ایښي، ډېر نا هیلي شوي دي او ډېر یې نا شونې ګڼي، خو پوهیږم، نا هیلي ګناه ده خو زه هم نا امیده نه يم، له ټولو ناخوالو سره ـ سره هره ورځ د سولې او ټیکاو نوي خوبونه وینم.

هره ورځ وژنو او چاودنو نوره هم پیاوړې کړې او سولې ته تږې کړې یم. تږی اوبه غواړي، که له سیند نه ورته ورسېږي او که له منګي او یا د باران له څاڅکو.

د انځور حقوق Getty
Image caption سوله ژوند دی، د ژوند لپاره هر لګښت لږ دی

سوله ژوند دی، د ژوند لپاره هر لګښت لږ دی. د سولې د ټينګښت په هلو ځلو شک او بدبیني نه لرم.

زه په خوشبینۍ او هيله مندۍ سره د سولۍ د هرې هڅې ښو پایلو ته سترګې پر لار یم. که اولادونه هر څومره لویه تېروتنه وکړي مور او پلار یې نه شړي، اولاد بالاخره پيښمانه او د مور غېږ ته ستنیږي.

مور هم هر څه هېروي، له مینې او عاطفې ډک لاسونه ورته پرانیزي.

هېواد هم خپل مرور بچیان نه ناغه کوي. د دوې پخلا کېدو ته خوشحالي کوي. وینه په وینې نه مینځل کېږي.

خپل وطن خپله خاوره خو بېله مینه او احساس لري.

له وطن سره مینه خو د هر وګړي په فطرت کې ده. دغه احساس او مینې به د جګړې ټول لوري هم ډېر ځورولي او ژړولي وي.

د هرې جګړې پای سوله ده.

د ځینو مخالفینو له پخلاینې سره به د دې وطن ډېر نور رښتیني بچي هم سولې ته وهڅیږي او یوه ورځ به د ټولو هېوادوالو د هوساېنې خوبونه به په حقیقت بدل شي.