"پاکستان د هند پر وړاندې د اټومي وسلې کارولو ګواښ کړی"

نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه / پاینده څرګند

ټايمز اف انډیا

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي خواجه آصف ویلي هغه ټکټیکي وسیلي چې دوی جوړې کړي د دوی د ساتلو لپاره دي نه د ځان ښودلو لپاره.

د هند چاپ ټایمز اف انډیا ورځپاڼه خبر ورکوي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ګواښ کړی چې د هند پروړاندې به له اټومې وسلې کار واخلي.

ورځپاڼه لیکي پاکستاني دفاع وزیر د سماع ټلویزیوني چینل ته مرکه کې ویلي دوی چمتو دي له « ټکټیکي وسیلو» کار واخلي چې د ورځپاڼې په لیکنه اشاره یې اټومي وسلو ته ده چې ګمان کېږي پاکستان یې لري.

ښاغلي خواجه اصف ویلي هغه ټکټیکي وسیلي چې دوی جوړې کړي د دوی د ساتلو لپاره دي نه د ځان ښودلو لپاره.

ټایمز اف انډیا لیکي ښاغلي اصف داسې څرګندونې تر دې وړاندې هم کړې وې، د سپټمبر پر ۱۷ د کشمیر اوړي سیمې کې له بریده یوه روځ مخکې یې جیو ټلویزیون ته کړې وه.

د ورځپاڼې په لیکنه له یوه وزیره د دې خبرې اورېدل، له اټومي وسلو د کار اخیستو په هکله د پاکستان دریځ ښيي.

ټایمز اف انډیا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د مرکې هغه جملې خپرې کړي چې وایي « که زموږ دفاع او بقا په خطر کې وي، موږ به له هر څه کار واخلو، له څه وډار شو؟».

د انځور حقوق AP
Image caption بله خوا د ورځپاڼې په لیکنه افغان دولت هم د خپل منځي اختلافاتو له کبله ونه کړی شول د هېواد اقتصاد پر پښو ودروي او له وطنه په راوتو کسانو ته د کار شونتیا برابره کړي.

ګارډین

بریتانیا چاپې ګارډین ورځپاڼه خبر ورکوي چې اروپايي اتحادیې د افغانستان پر وړاندې دوه شرطونه ایښي چې، یا به ۸۰۰۰۰ کډوال بېرته دراخلې او یا به مرستې له لاسه ورکوې.

ورځپاڼه لیکي د بروکسل له سرمشریزې وړاندې راوتلي معلومات داسې دي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ناسم والي سره سره چې اروپايي هېوادونه پرې قانع دي، بروکسل کې افغانستان ته ورکړل کېدونکې مرستې به له کډوالې سره تړلې وي.

بله خوا د ورځپاڼې په لیکنه افغان دولت هم د خپل منځي اختلافاتو له کبله ونه کړی شول د هېواد اقتصاد پر پښو ودروي او له وطنه په راوتو کسانو ته د کار شونتیا برابره کړي.

د ګارډین په لیکنه دا به افغان حکومت ته ګران وي چې ۸۰۰۰۰ بېرته ستانه کېدونکي کډوال جذب کړي. ۲۰۱۶ کال کې نژدې ۵۰۰۰ افغان په خپله خوښه له اروپا بېرته هېواد ته ستانه شوي.

ورځپاڼې د هغو شنونکو نظر خپور کړی چې وايي دا پر افغان حکومت ناحقه فشار دی ځکه دا مهال د دومره کسانو بېرته جذبولو ته چمتو نه دی.

بله خوا له اروپا کډوال بېرته هغو ناامنه ولایتونو او سیمو ته استول کېږي چې دوی ته د سر خطر دی.

د ورځپاڼې شننه دې ته اشاره کوي چې افغان کډوال د افغان حکومت د ستونزو او د نړیوالو مرستندویان د شرطونو قرباني کېږي.

بروکسل کې دوه ورځنۍ سرمشریزې کې چې د اکتوبر میاشت پر ۴ مه پیل کېږي، تمه کېږي د راتلونکو کلونو لپاره نړیوال مرستندویان له افغانستان سره خپلې مرستې نژدې څلور بیلیونه ډالر وساتي، هغومره چې ۲۰۱۲ کال کې د توکیو په کنفرانس کې یې منلې وې.

ایکسپرېس ټریبیون

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ورځپاڼې په لیکنه مرستیال وزیر د کشمیر لپاره یوه پلاوي ته وینا کړې چې پکې یې ویلي چین د کشمیر مسلې کې د پاکستان موقف ته ارزښت ورکوي.

د پاکستان چاپ ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه د دغه هېواد او هند ترمنځ دې وروستیو کې د ترینګلو شوو اړیکو په تړاو چین چې د دواړو ګاونډی هېواد دی، اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې د کشمیر پر سر شخړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پر خپلو دواړو جنوبي ګاونډیو غږ کړی چې د خبرو اترو له لارې خپل توپیرونه له مینځه یوسي او د سیمې سوله او ثبات خوندي کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه مرستیال وزیر د کشمیر لپاره یوه پلاوي ته وینا کړې چې پکې یې ویلي چین د کشمیر مسلې کې د پاکستان موقف ته ارزښت ورکوي. ایکسپریس ټربیون دې ته څنګزنه اشاره کړې چې هند ۱۹۶۲ کال کې له چین سره د پولې پر سر خونړۍ جګړه کړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب