د ښوونکي کلاشنکوف

د انځور حقوق GETTYIMAGES
Image caption د ښوونځیو او ان پوهنتونونو پر دیوالونو جګړې ته د لیوالتیا نښې نښانې لیدل کېږي

څه باندې ۳۵ کاله مخکې مې لومړی ځل کلاشنکوف ولید او هغه هم د یوه ښوونکي پر اوږه.

زموږ د څلورم ټولګي هغه ښوونکی پټه خوله راغی، ټوپک یې پر خپل میز کېښود او د اجتماعیاتو درس یې پیل کړ.

ما او ټولو ټولګیوالو هلکانو په ظاهره د ښوونکي خبرې اورېدې، خو د سترګو تر کونجونو مو د هغه نوي روسي کلاشنکوف ته کتل.

موږ ټول ښايي ذهناً په هغه دلیل پسې ګرځېدو، چې ولې ښوونکی له ټوپک سره ټولګي ته راغی.

نه پوهیږم ښوونکي به څه فکر کاوه، خو ما ته هغه وخت خپل ښوونکی لومړی ځل یو ډول مهم شخص ښکاریده او ټوپک یې راته رعب او دبدبه معلومېدل.

د انځور حقوق GETTYIMAGES
Image caption د افغانستان په لر او بر کې سوځلي ښوونځي لیدل کېږي

له ټولګي بهر مې د کلي خټین ښوونځي په انګړ کې ولیدل، چې نژدې ټولو ښوونکو همدغسې ټوپک درلودل.

ژر ژمنۍ رخصتۍ پیل شوې، خو په همدې یو څو ورځو کې مو له خپلو ماشومانه ذهنونو سره سم د ښوونکو ټوپکو ته بې شمېره دلیلونه او تا ویلې، ما ویلې وموندل.

یوه خبره چې د لوړو ټولګیو کوم هلک کړې وه، ډېره ' کره ' بلل کېده، چې ویلي یې و:

'' ځینې ' نامعلوم ' کسان غواړي موږ ته زیان ورسوي او ښوونکي صاحبان ځکه ټوپک ګرځوي، چې غواړي زموږ ساتنه وکړی. ''

بل پسرلی مو نه ښوونکي ولیدل، نه یې ټوپک او نه هم ښوونځی.

یو ګهیځ مو خپل ښوونځی ولید، چې په کنډواله بدل شوی و ' نا معلومو ' کسانو ماخوستن ناوخته اور ورته کړی و او کرۍ شپه چې موږ ویده وو، د ښوونځي په ودانۍ کې لمبې وې.

ښوونځی و نه ساتل شو، ایره شو او ښوونکي له خپلو ټوپکونو سره ورک شوو. خو خبره په همدې ځای کې پای ته و نه رسېده، بلکې زموږ کنډواله ښوونځي ته یوه ورځ ډېر پوځیان په ټانکونو او زغره والو ګاډو کې راغلل.

د انځور حقوق EPA
Image caption افغان چارواکي وايي په پام کې لري، چې زرګونه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې

دوی د ښوونځي ورانه، ویجاړه ودانۍ بیا ورغوله، خو دا ځل یې د ټولګیو کړکۍ، په پخو مورچلونو بدلې کړې. په شاوخوا کندو، کارېزونو کې یې ټانکونه ځای پر ځای کړل او کلیوالو به موږ هلکانو ته ویل چې د ښوونځي شاوخوا کې یې زرګونه ماینونه کرلي دي، ځکه باید موږ هغه لور ته تګ راتګ و نه کړو.

له هغه وروسته یوه نوې لړۍ پیل شوه او هغه داسې چې هره دریمه، څلورمه ورځ به شپې مهال ( نامعلومو ) کسانو پر ښوونځي ډزې کولې او د ښوونځي له لوري به هم پرې د ټوپکو، ټانکونو او توپو ګوزارونه کېدل.

وروسته معلومه شوه، چې په ښوونځي کې پر مېشتو پوځیانو برید کوونکو کې یو شمېر پخواني ښوونکي هم شامل وو. دغه راز په ښوونځي کې د مېشتو پوځیانو ځینې ملګري هم پخواني ښوونکي وو، چې پوځي یونیفورم یې اغوست او جګړه یې کوله.

په دغو نښتو کې د متقابلو لوریو له زیانه لږ تر لږه موږ نه خبرېدو، خو د خپل یا کوم بل شاوخوا کلي له پېښو به هرو مرو خبرېدو، چې د چا په کور، جومات، درمند یا کرونده کې د هاوان او یا توغندي مرمۍ لګېدلې او مرګژوبله یې اړولې.

د ښوونځي شاوخوا ډېر اوسېدونکي له خپل کور، کلي ووتل او زموږ ښوونځی تر یوې لسیزې هم ډېر وخت د تودې جګړې ډګر و.

وروسته د جګړې هغه پړاو پای ته ورسېد او زموږ ښوونځی بیا ورغول شو. اوس یې ښوونکي ټوپک پر اوږه نه ګرځوي. له ښوونځي او یا زده کوونکو ' دفاع ' کول هم خپل مسوولیت نه بولي، خو زموږ ښوونځی ښايي استثنا وبولو، ځکه یو خو هاغه وخت هم د هېواد ټول ښوونځي زموږ د هغه په څېر برخلیک سره مخامخ نه وو او اوس هم د هېواد په کچه ټول ښوونځي او ښوونکي یې په ورته حالت کې نه دي.

د انځور حقوق Getty

کلونه وروسته مې په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دراني په یوه ویډیويي رپوټ کې بل منظر ولید. کلیوال ماشومان د خپل نوي ' ودان ' شوي ښوونځي کې له خندا ډکې خولې ناست وو. دوی ته د پخواني ښوونځي په کنډواله کې، چې وايي پخوا به څاروي په کې ساتل کېدل یوه خیمه درول شوې، یو سپین ږیری ښوونکی درس ورکوي، بس همدومره!

یونیفورم نه شته، کتابونه لږ دي، یوه سره کتابچه شته، درې نور یې نه لري او پنسیل معانا کمپیوټر لابراتوار او...

خو دې سره هم خوښ دي، یوازې یو، دوو په کې شکایت کاوه چې د څښاک لپاره اوبه نه شته!

دوه کاله مخکې د پوهنې افغان چارواکو بیا راته وویل چې په تېره یوه لسیزه کې یې د هېواد په لر او بر کې د ښوونځیو لپاره ۱۰ زره ودانۍ جوړې کړې دي.

خو دوی دا هم منله چې دغه شمېر ښوونځي ایله پنځوس سلنه اړتیا پوره کوي، یعنی نیم!

دوی ویل نژدې درې میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، چې نژدې ۸۰۰۰ نورو ښوونځيو ته ودانۍ ورغوي.

د تعلیم معیار، د ښوونځیو او زده کوونکو شمېر، د ښوونکو مسایل یوه موضوع ده، خو اصلي ستونزه په هر صورت دا نه ده، بلکې اصلي ستونزه دا ده، چې تړل شوي، سوځل شوي او هغه ښوونځي، چې څاروي په کې ساتل کېږي ټول په ناامنه سیمو کې دي.

یو حقیقت دا دی، چې تر څو پورې نا امنه سیمو کې تعلیم، معلم او مکتب له ټوپک او ټانکه لرې و نه ساتل شي تر هغې پورې به یې تل د سوځیدو او تړل کېدو وېره وي او دغه چاره یوازې د حکومتونو د توان خبره نه ده، بلکې د معارف او جګړې د بېلولو عمومي ذهنیت باید رامنځته شي.

دویم او ډېر تریخ حقیقت بیا دا دی، چې تر څو پورې ښوونځی له ګواښ سره مخامخ دی، تړلی دی، سوځلی دی، ټانک یې څنګ ته ولاړ دی او یا یې معلم ټوپک پر اوږه ګرځي، د سولې او ثبات خبرې یوازې خوب او خیال دی.

ورته مطالب