عالیه حریر: هند کې مې د کور احساس کاوه

د انځور حقوق
Image caption د هند د بهرنيو چارو وزيرې ورته په ځواب کې وويل "پوهېږم چې ولسونه له يو بل سره مينه لري."

اېکسپرېس ټريبيون:

له اسلام اباده خپرېدونکې اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د هند بهرنيو چارو د وزيرې زړۀ راښکونکو ټويټونو ته ځاى ورکړی دى، چې يوې پاکستانۍ نجلۍ ته يې لېږلې او ټولنيزو رسنيو کې په بيا بيا خپاره شوي دي.

ورځپاڼه ليکي که يو خوا د هند او پاکستان تر منځ وضعه دامهال بيخي ترينگلې ده نو بل اړخ ته د يوې پاکستانۍ نجلۍ عاليه حرير او د هند د بهرنيو چارو د وزيرې سوشما سوراج ترمنځ ټويټونه بيخي په زړه لګي.

اصلاً دغه پاکستانۍ جينۍ د ځوانانو له يوه پلاوي سره د ځوانانو د سولې په مراسمو کې د گډون لپاره هند تللې وه، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچنو اړيکو له کبله د خپل امنيت په اړه اندېښمنه شوله او مېرمن سوراج ته يې پېغام ولېږله.

د انځور حقوق
Image caption عاليه وايي چې بېرته راورسېده نو د هغې مننه يې وکړه او ورته وليکل چې په هند کې يې د کور احساس کاوه.

د بهرنيو چارو وزيرې ورته په يو ټويټ کې ډاډ ورکړ، چې پاکستان ته به خوندې رسي او د لور په څېر یې وبلله. عاليه وايي چې بېرته راورسېده نو د هغې مننه يې وکړه او ورته وليکل چې په هند کې يې د کور احساس کاوه.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې ورته په ځواب کې وويل "پوهېږم چې ولسونه له يو بل سره مينه لري."

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Getty
Image caption د ورځپاڼې په وينا، دا به له ٢٠١٣ کال راهيسې د سولې لپاره لومړۍ گډې هلې ځلې وي.

هندوستان ټایمز هندۍ ورځپاڼې په بروکسل کې د افغانستان په اړه د روان کنفرانس په اړه ليکلي، د متحده ايالتونو، روسيې، ايران، چين او هند په گډون کابو "٧٠ هېوادونو په کې برخه اخيستې ده.

رپورټ وايي ښايي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تگلارې مشره فيډريکا موغریني هڅه وکړي، چې د کنفراس په څنډو کې چين، ايران، روسيه، پاکستان او هند سره راټول کړي.

د ورځپاڼې په وينا، دا به له ٢٠١٣ کال راهيسې د سولې لپاره لومړۍ گډې هلې ځلې وي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي ويلي "که مو سوله ترلاسه نه کړه نو په نژدې راتلونکي که به ورته رسېدل گران وي."

ورځپاڼه ليکي، د ښيرازه افغانستان مانا اروپا ته د کډوالو ټيټه شمېره، د اروپا ضد اورپکو ډلو د پټنځاى له منځه تلل او د ميلياردو ډالرو ارزښت د نشه يي توکو د سوداگرۍ پر ضد د پوليسو کوټلى گامونه.

ډان:

د پاکستان ډان ورځپاڼې په کوټه کې په هزاره توکمه مېرمنو د بريد رپوټ په لومړي مخ چاپ کړى دى.

Image caption ورځپاڼه وايي، په تېرو پنځلسو کلنو کې هزاره توکمه خلکو پر ضد د ١٤٠٠ بريدونو پېښې ثبت شوي دي.

رپوټ د بلوچستان د صوبايي حکومت د وياند انورالحق کاکړ له قوله وايي بريدگرو يوه بس يا سرويس موټر ودراوه او په ښځو يې ډزې وکړې ځکه، چې دوى شيعه مذهبه هزاه توکمه مېرمنې وې. په بريد کې څلور ښځې ووژل شوې او يوه بله ټپي شوه.

په بلوچستان کې له تېرو لسو کالو راهيسې تاوتريخوالى او قصدي وژنې روانې دې او زياتره پکې شيعه هزاره خلک په نښه شوي دي.

ورځپاڼه وايي، په تېرو پنځلسو کلنو کې هزاره توکمه خلکو پر ضد د ١٤٠٠ بريدونو پېښې ثبت شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب