'جګړه د افغان کډوالو په انتظار ده'

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه لیکي د برکسل په غونډې کې چې د کډوالو د بېرته ستنولو پر مسلې هېڅ په ښکاره خبرې ونه شوې، د افغان دولت او اروپايي اتحادیې ترمنځ خبرې شوي او هوکړه د یکشنبې په ورځ لاسلیک شوې.

امریکا کې چاپېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډې کې د افغان کډوالو پر سر د اروپا، د دوی په وینا ''معاملې'' ته اشاره کړې، او لیکي، افغان کډوال به بېرته هغه ځای ته استول کېږي چې جګړه ورته منتظره ده.

ورځپاڼه لیکي دا د اروپا د هغو هڅو په دوام دی چې هرڅومره وکړی شي د کډوالو د راتګ څپې له ځانه چپې کړي، خو د سوریايي کډوالو لپاره یې ترکیې سره جوړجاړی وکړ چې د ښه ژوند شرایط ورته ترکیه کې برابر کړي او افغانانو سره د ورځپاڼې په شننه، توپیریز چلند کېږي او بېرته هغو جګړه ځپلو سیمو ته استول کېږي چې ګڼ شمېر ملیکان پکې وژل کېږي.

دا د نیویارک ټایمز په لیکنه د کډوالۍ له نړیوال تړون سره سمون نه خوري.

ورځپاڼه لیکي د برکسل په غونډې کې چې د کډوالو د بېرته ستنولو پر مسلې هېڅ په ښکاره خبرې ونه شوې، د افغان دولت او اروپايي اتحادیې ترمنځ خبرې شوي او هوکړه د یکشنبې په ورځ لاسلیک شوې.

نیویارک ټایمز پر دې نیوکه کوي چې په ویناوالو کې ډېرو لږو کسانو د افغان کډوالو د ستنولو په درشل کې، پر ورځ تر بلې ورځې خرابېدونکي امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

انډین ایکسپریس

هند چاپې انډین ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي پېژندل شوي سندرغاړي عدنان سمیع پر هغو پاکستاني فلمي ستورو کلکه نیوکه کړې چې هند کې ژوند کوي خو تر اوسه یې د کشمیر اوړي کې، هغه څه نه دي غندلي چې پاکستان کړي.

د انځور حقوق srabanti chak
Image caption عدنان سمیع پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې که ''که ستاسې کوربه ستاسې تود هرکلی کوي او بیا د ده کور کې اور بلېږي نو تاسې باید ترې ونه تښتئ''.

عدنان سمیع پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې که ''که ستاسې کوربه ستاسې تود هرکلی کوي او بیا د ده کور کې اور بلېږي نو تاسې باید ترې ونه تښتئ''.

د ورځپاڼې په لیکنه عدنان سمیع چې په دې وروستیو کې يې هندی تابعیت ترلاسه کړی لیکلي، هند داسې عملیات پیل کړي لکه د ګاونډي په کور کې چې کثافات وي خو نه غواړي چې پاک یې کړي، او په اصطلاح په تنګ شوی ګاونډی یې پاکولو ته پخپله لستوڼي بډوهي.

ډان

پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې بیا لیکلي چې ډېر ژر به هندي پوځ کشمیر کې د کنټرول پر کرښې د دوی له خوا د جراحي بریدونو ویډیو خپره کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا خبره وروسته له هغه رابرسېره شوه چې پاکستان په ټینګه ادعا وکړه چې د سپټمبر پر ۲۹ له سهار وختي وړاندې، دغې سیمې کې بریدونه نه دي شوي. په دې مانا چې هند د دوی تر ولکې لاندې ځمکې کې داسې عملیات هېڅ ترسره کړي نه دي.

بله خوا ډان لیکي یو شمېر هندي پوځيانو د ویډیوګانو له خپرولو سره مخالفت کړی او هغه خلک چې د هغوی د غوښتنو پر بنسټ دولت د ویډیو د خپرولو پرېکړه کړې، ''احمقان'' بللي.

ورځپاڼې د هندي کشمیر د قانون جوړونې د اسمبلۍ د غړي انجنیر راشد له قوله لیکلي چې هندي پوځ د جراحي عملیاتو جعلي ویډیو د لیپا درې کې ډکوي چې خپله ادعا سمه ثابته کړي.

جاپان ټایمز

جاپان ټایمز ورځپاڼې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال مرستیال نوماند مایک پېنس پر خبرو لیکنه کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین یې ''یو کوچنی او ځوروونکی'' کس بللی.

ښاغلي پېنس د ورځپاڼې په لیکنه د خپل ګوند تر نوماند ډونالډ ټرمپ سخت دریځ خپل کړی.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption جاپان ټایمز ورځپاڼې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال مرستیال نوماند مایک پېنس پر خبرو لیکنه کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین یې ''یو کوچنی او ځوروونکی'' کس بللی.

په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ ښاغلی پوتین تر ولسمشر اوباما ښه بللی او ویلي یې دي چې له هغه سره کار کولی شي، مرستیال یې مایک پېنس ولسمشر پوتین په دې ناوړه بللی چې د سوریې په کورنۍ جګړې کې لاسوهنه کوي او د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

جاپان ټایمز دې ته اشاره کړې چې سر له اوسه د امریکا په ټاکنو کې د یوه نوماند او مرستیال د دریځ ترمنځ ډېر واټن ترسترګو کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب