Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

لنډیز

  1. دغه پېښه کې شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵۰ ډېر ټپیان دي
  2. وسله وال طالبان وايي په دغه چاودنه کې لاس نه لري
  3. چارواکي وايي دغه چاودېدونکي توکي د اوبو په ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو
  4. د سیمې سره د نږدې دفترونو او ودانیو شیشې ماتې شوې دي
  5. د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ور کوي
  6. لومړني رپوټونه وايي، چې په دې پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. د کابل برید په اړه شننه

    لندن کې د بي بي سي‌ کابل دفتر مشر وحید مسعود او اباسین بریال سره خبرې

    View more on facebook
  2. زلمی خلیلزاد او پاکستان

    یا خو دې پاکستان د ترهګرو مرکزونه ختم کړي یا به موږ هلته د ترهګرو د اډو پر ویشتلو فکر وکړو.

  3. کابل کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته جرمني پرېکړه کړې، چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

  4. افغانستان په داسې یوه حالت کې کومې خوا ته درومي؟

    داسې برېښي چې افغانستان اوس مهال د کړکېچ له یوې تودې څپې د تېرېدو په حال کې دی. نړیوال او کورني اټکلونه ټول د حالاتو د لا نازکېدو وړاند وینه کوي. په تېرو پرله پسې میاشتو کې پر پلازمېنه بېساري او تر ډېره ویجاړوونکي بریدونه د جګړې په بڼه کې د بنسټیز بدلون ښکارندوی بلل کېږي.

    په نژدې ټولو دغو بریدونو کې ولسي زیانونه اوښتي دي. هر وسله وال لوبغاړی په خپلو موخو پسې دی، هغه موخې چې پخپله له هغوی پرته نورو ته سمې روښانه نه دي. تاوتریخوالی داسې مهال زور اخلي چې د امریکا نوې ادارې لا هم خپله نوې افغان تګلاره په ډاګه کړې نه ده. افغانستان په داسې یوه حالت کې کومې خوا ته درومي؟

    Video content

    Video caption: د اوونۍ بحث: د کابل د برید ترشا
  5. Post update

    ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

    د ملي امنیت لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخواپلان شوی. تفصل په لینک کې.

    ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

  6. Post update

    افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

    د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د کابل چاودنې په تړاو د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان کرېکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوجانبه اړیکو هوکړه لغوه کوي. نور تفصیل په لاندني لینک کې لوستل کېدای شي.

    افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

    کرېکټ
  7. وروستیملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

    د ملي امنیت لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخواپلان شوی.

    افغانستان او پاکستان تل پر یو بل دغه ډول تورونه لګوي.
  8. وروستید افغان ولسمشر لخوا بېړنۍ غونډه

    د کابل د نن ورځې د برید په غبرګون کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې یوه ځانګړې غونډه نن په ارګ کې وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان امنیتي چارواکو د نن ورځې د برید په اړه مالومات وړاندې کړل.

    د افغان ولسمشر لخوا بېړنۍ غونډه
  9. وروستینن شپه د پاریس د ایفل برج به د کابل په ویر کې تیاره وي

    د فرانسې پلازمېنې پاریس، ښاروال ویلي د کابل د برید قربانیانو ته د درناوي په پار به نن شپه د ایفل برج څراغونه مړه وي.

    د ایفل برج چې د فرانسې یو له ترټولو پېژندلو شویو تاریخي ودانیو ده او د دغه هېواد هویت بلل کېږي هر وخت په رنګارنګو څراغونو روښان وي. نن شپه به پر ۱۲ بجو ایفل برج د کابل په ویر خپل ټول څراغونه مړه کوي.

    نن شپه د پاریس د ایفل برج به د کابل په ویر کې تیاره وي
  10. وروستیعیني شاهد

    Video content

    Video caption: عیني شاهد
  11. Post update

    ''کابل او بغداد کې د ژوند تصور''

    د یو شمېر مشهورو نړیوالو ژورنالیستانو او لیکوالو تر څنګ وتلي ژورنالیست مهدي حسن په یوه ټویټر پیغام کې د کابل نني برید په تړاو ویلي:

    زه دا تصور هم نه شم کولای، چې کابل او بغداد غوندې ښارونو کې به ژوند څنګه وي، چې وحشیانه بمي بریدونه په کې پای نه لري.

  12. وروستید افغانستان روغتیا وزیر سپارښتنه

    د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، د کابل ننني خونړي برید ټپیانو په درملنه کې به هېڅ ډول ناغیړي و نه شي. نوموړي دغه راز ویلي، د عامې روغتیا اړوندو ټولو مسوولینو او د مرکزي روغتونونو ټولو طبي کارکوونکو ته ویل شوي، چې د ننني خونړي برید ټپیانو درملنه کې ټوله هڅه او هاند وکړي.

    د عامې روغتیا
  13. Post update

    شکیلا اماج په خپل فیسبوک لیکلي: نننۍ پېښې را نه ټول غمونه هېر کړل.

    ّFB
  14. د کابل پېښې په اړه نور مطالب

  15. ''د پېښور په څېر کابل هم جرات څرګند کړ''

    د عوامي نېشنل ګوند مرکزي کمېټې مرستیالې بشرا ګوهر د کابل نننی برید په تړاو یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

    وروستی ځل کابل جان ته د زما د سفر پر مهال هوا کې د ګلونو خوشبو خپره وه. د پېښور په څېر کابل هم بې ساري جرات او مقاومت څرګند کړ.

  16. جرمني د کابل له برید وروسته د افغان کډوالو شړل ودرول

    کابل کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته جرمني پرېکړه کړې، چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته نه ستنوي. په اړه یې نور تفصیل دلته لوستلای شئ

    جرمني د کابل له برید وروسته د افغان کډوالو شړل ودرول

  17. کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله

    پاینده څرګند

    افغانستان کې د جګړې له دوام سره د بریدونو ول هم بدل شوی. ځانمرګي بریدونه تر پخوا پېچلي شوي او د ځینو موخه ځانګړي خلک یا ډله وي چې یو شمېر یې پلازمېنه کابل کې تر سره شوي.

    تېر یوه نیم کال کې پلازمېنې کابل کې تر ټولو د بدو بریدونو نېټې او جزییات دلته لوستلی شئ

    کابل کې د بریدونو لړۍ

    ‌‌کابل کي برید
  18. وروستیجرمني د افغان ګډوالو شړل ودرول

    کابل کې له چاودنې وروسته، جرمني په زور د رد شویو افغانانو د شړلو لړۍ ودروله. بشپړ خبر لږ وروسته پر ‌‌‌‌‌BBC Pashto لوستلی شئ

  19. وروستید بي بي سي ۴ خبریالان چې په نننۍ پېښه کې ژوبل شول

    له ښي اړخ نه: ایوب اروین، عبدالله نظامي، تاج الدین سروش او هدایت الله همیم

    BBC
    Image caption: ‌په روغتون کې د بي بي سي خبریالان