Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. وروستیPost update

    عطامحمد نور له عبدالله عبدالله غوښتي چې "د بحران له رامنځ ته کولو دې ډډه وکړي"

    د بلخ پخواني والي او د اسلامي جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور پر فېسبوک د عبدالله عبدالله له ډلې غوښتي چې "د بحران له رامنځ ته کولو دې ډډه وکړي او خپله انرژي دې د سولې او امنيت ټينګولو کې ولګوي".

  2. Post update

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په یوه وینا کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بریا د ولس وبلله، ښاغلي له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په ټآکنو کې یې برخه اخستې ده.

    ښاغلي غني پر خپلو سیاسي سیالانو غږ وکړ چې اوس : " د سیالۍ شېبه پای ته رسیدلی او نن د اشتراک ورځ ډه. "

    افغان ولسمشر وویل د سولې په اړه د واک ته رسېدلې ډلې ژمنه داده چې ټول افغانستان ته به سوله راولي. ښاغلي غني وویل: "تمه ده چې موږ په صراحت ، جرات او فکر نوي سیاسي چاپیریال ته داخل شو "

    افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې " د افغانستان اکثریت پاله ټولنه به طالبان جذب کړي. د حکومت سینه طالب او بلې هرې ډلې ته چې غواړي د ټوپک له لارې ځان ثابت کړي خلاصه ده. موږ سوله غواړو تلپایه سوله غواړو او دا ټیم به که خدای کول ټول افغانستان ته سوله راولي."

    اشرف غني
  3. Post update

    د ټاکنو خپلواک کميسيون د شمېرو له مخې محمد اشرف غني۵۰،۶۴٪ عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲٪ او ګلبدين حکمتيار ۳،۸۵٪ رايې ګټلې دي.

    د ټاکنو پايلې
  4. ته ينج: د ټاکنو پايلې جنبش ګوند ته د منلو وړ نه دي

    د جنرال عبد الرشید دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د ټاکنو پایلو اعلان ته په غبرګون کې وویل، دا پایلې اسلامي جنبش ګوند ته چې د عبد الله عبد الله ملاتړ کوي د منلو نه دي.

    ښاغلي ته ینج طلوع نیوز خبري چینل سره مرکه کې وویل اعلان شوې پایله "واقعي رایې نه دي بلکې د خلکو واقعي رایې د ثبات او همپالنې ډلې ګټلې دي.

    د اسلامي جنبش ګوند ویاند تور ولګاوه چې "د ټاکنو کمیسیون غړو د ځینو تمو او ګواښ په مقابل کې دا پایله اعلان کړې ده"

    ښاغلي ته ینج وویل په نژدې راتلونکې کې به د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې له خوا د اعلانېدونکي حکومت پوسټونه په ډاګه شي.

    جنرال عبدالرشيد دوستم
  5. Post update

    د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو په اړه د بي بي سي ځانګړی راپور

    View more on facebook
  6. نبيل: د پایلو اعلان "په افغانستان کې د سختو کړکېچونو د پيل" په معنی دی

    په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند رحمت الله نبیل د پایلو اعلان ته په غبرګون کې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې "نن په افغانستان کې د ولسواکۍ د مړینې ورځ ده."

    نبیل چې په ټاکنو کې یې د نژدې ۳۴ زره رایو په تر لاسه کولو څلورم ځای خپل کړی د پایلو اعلان "په افغانستان کې د سختو کړکېچونو د پيل" په معنی بللی.

    رحمت الله نبيل
    View more on twitter
  7. Post update

    د محمد اشرف غني د ټاکن‌ډلې غړی داود سلطانزوی له بي بي سي سره په مرکه کې د ټاکنو له بهیره د ثبات او همپالنې د ټاکن‌ډلې د وتو په غبرګون کې ويلي، "نوماندان باید د ټاکنیزو ارګانونو تصمیمونه ومني".

    داود سلطانزوی
  8. د ټاکنو خپلواک کميسيون: ۳۱ سلنه رايه ورکوونکې ښځې وې

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون وايي په دې ولسمشريزو ټاکنو کې له پنځه زره ډېر د رايو ورکولو مرکزونه وو چې شاوخوا ۲۶ زره محلونه کېږي.

    د دغه کميسيون په وينا ۱۱ زره محلونه د ښځو لپاره ځانګړې شوي وو. کميسيون زياتوي په ټاکنو کې له ۱.۸ ميليونه ډېرو خلکو ګډون کړی و چې ۳۱ سلنه يې ښځې وې.

    ټاکنې
  9. محسن دوړ: غني د سولې لپاره هر اړخیزه هڅې کولی شي

    د پاکستان د ملي اسمبلې غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن دوړ افغان ولسمشر ته د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ویله او هېله یې ښودلې ده چې ښاغلی غني وکولی شي په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ لپاره هر اړخیزه هڅې وکړي

    محسن
    Image caption: محسن دوړ محمد اشرف غني ته په بریا مبارکي ورکړې
  10. وروستیPost update

    په ټولنيزو رسنيو يو سند خپور شوی چې د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرېکړې په مخالفت پرې امضا کړې ده.

    ښاغلی عبدالله د ټاکنو د پايلې د اعلان پر مهال موجود نه و.

    عبدالله
  11. وروستید طالبانو غبرګون

    افغان طالبانو د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ویلي، دا یوه جعلي پروسه وه او تر هغې چې اشغال نه وي ختم شوی هېڅوک نشي کولی چې ځان ولسمشر اعلان کړي.

    طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي چې کله اشغال ختم شي نو افغان ملت به خپله د داخلي مسایلو په اړه پرېکړه کوي

  12. وروستیعبدالله: پايلې نه منو، خپل حکومت جوړوو

    د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې نوماند عبد الله عبد الله د ټاکنو پلې رد کړې، ده د ټاکنو کمیسیون هغه غړي چې د ده په وینا خیانت یې کړی وغندل. عبد الله وویل د ثبات او همپالنې ډله بریالۍ ده. ( موږ ګټونکي ) یوو. ښاغلي عبد الله وویل موږ ټول شموله حکومت جوړو.

    عبدالله
  13. Post update

    څو ورځې وړاندې د افغانستان دوو مهمو سیاسي ګوندونو، جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي اعلان کړی و چې که د ولسمشرۍ ټاکنو په پایلو کې درغلي وشوه نو دوی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت اعلان کړي.

    دواړو ګوندونو په جلا اعلامیو کې ویلي، دوی د ټاکنو په پایلو کې د درغلۍ په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وروستي دریځ ملاتړ کوي.

  14. د سیالې ډلې غبرګون

    د نوماند عبد الله عبد الله د ټاکن ډلې مخکښ غړی فضل احمد معنوي :

    معلومه خبره ده چې ښکاره درغلي او پر دیموکراسۍ کودتا شوې ده. د قضیې تخنیکي اړخ او شمېرې ډیرې روښانه دي او څوک ترې سترګې نه شي پتولی. هېڅکله دا پایله د منلو نه شي کېدای د ثبات او همپالنې ټولنې د ټاکن ډلې خبرې روانې دي. دا چې د دوی دریځ به څه وي له وخته وړاندې ده، دا چې موازي حکومت اعلانوي او یا بل کار خو یو څه روښانه دي او هغه دا چې د ثبات او همپالې ډله د ټاکنو دا د درغلۍ پر بنسټ ولاړې پایلې نه مني، کمیسیون ددې پایلو په ډاګه کولو سره خپل مشروعیت له لاسه ورکړه.

    معنوي
    Image caption: فضل احمد معنوي وایي چې وروستۍ پایلې ورته د منلو وړ نه دي
  15. Post update

    په دویم کتار کې عبدالله عبدالله و چې ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایې (چې ۳۹٫۵۲ سلنه کېږي) خپلې کړې وې.

    د ټاکنو د لومړیو پایلو له اعلان وروسته ګڼو نوماندان نیوکې وکړې چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده او دوی ته یې پایلې د منلو نه دي.

    له هغه وروسته د جنجالي رایو د بیا شمېرنې او ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او اروزنې څو میاشتنی بهیر پیل شو.

    عبدالله
  16. Post update

    د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې، محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ګټلو د افغانستان ولسمشر په توګه اعلان کړ.

    بل لور ته د افغان ولسمشرۍ ټاکنو یو مهم نوماند او د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې نن سه شنبه یې کابل کې د مجاهدینو د انسجام شورا له غړو سره کتلي.

    ټاکنې
  17. وروستیPost update

    وروستۍ پايلې

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی.

    دې کمېسیون نن (سلواغه ۲۹/فبرورۍ ۱۸) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایې اخیستې او د ده مخکښ سیال عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه (۷۲۰۸۴۱) رایو په ګټلو دویم ځای خپل کړی.

    د ټاکنو بل نوماند ګلبدین حکمتیار بیا ۳ اعشاریه ۸۵ سلنه (۷۰۲۴۱) رایې ګټلي او دریم ځای لري.

    اشرف غني