Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. پژواک: د لوړې مراسمو پر مهال چاودنه راکټي بریدونه وو

    پژواک خبري اژانس وایي چې نن کابل کې په ارګ او سپېدار ماڼیو کې د لوړې مراسمو پر مهال د چاودنو غږونه راکټي بریدونه وو.

    پژواک د یوه سراچه موټر عکسونه خپار کړي او وایي، راکټونه په همدې موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې له تهیه مسکن سیمې نه د ارګ پر لور توغول شوي

    د راکټ توغولو په پایله کې یاد سراچه موټر په بشپړه توګه سوځېدلی

    ارکټ
    Image caption: کابل کې راکټي بریدونه
  2. غني: د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه فرمان ورکوم

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړو مراسمو نه وروسته وینا کې وویل، سبا سه شنبه به د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه فرمان ورکوي.

    نوموړي وویل، د طالب بندیانو خوشي کېدل د افغانانو امنیت سره تړلي دي او باید دا تضمین وي چې د دې کار په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.

    ښاغلي غني وویل، کابل کې د تېرې اوونۍ برید وښودله چې طالبان له داعش ډلې سره اړیکي لري.

    ولسمشر غني وویل، که طالبانو سره سوله د داعش ډله ختمه نه کړي نو بیا باید غور وشي چې دا سوله څه ګټه لري

    ارګ
    Image caption: غني
  3. په ارګ او سپېدار ماڼیو کې مراسم پای ته ورسېدل

    په ارګ او سپېدار ماڼیو کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړو جلا مراسم پای ته ورسېدل.

    د دواړو مراسمو په وروستیو شېبو کې نژدې سیمه کې چاودنو غږونه واورېدل شول.

    ناتائید شوي رپوټونه وایي چې پر شاوخوا سیمه څو راکټه را پرېوتل، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې چاودنه وه که راکټي برید شوی

    غني
    Image caption: ارګ
  4. وروستید ارګ اون سپېدار مراسمو ته نژدې ډزې وشوې

    د ارګ او سپېدار ماڼیو کې روانو مراسمو ته ډزې وشوې او دواړو غونډو کې د لږې شېبې لپاره ګډوډي رامنځته شوه

    تر اوسه مالومه نه ده چې ډزې شوې دي که چاودنه وه.

    Video content

    Video caption: د لوړې مراسمو پرمهال ډزې
  5. ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې: د طالب زندانیانو د خوشي کېدو په اړه به یو فرمان صادر کړم

    ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې وویل، د طالب زندانیانو په اړه به سبا یو فرمان صادر کړم او زیاته یې کړه د دې زندانیانو خوشي کېدل به تاوتریخوالی کم کړي.

  6. عبدالله: زموږ حکومت به ټول شموله وي

    عبدالله عبدالله چې د همه شموله حکومت په شعار سره یې لوړه وکړه، خپله وینا کې یې ژمنه وکړه، چې

    همه شموله دولت په پام کې لري چې د ده په وینا ټولو ټاکنیزو ټیکټونو، ډلو او ځوانانو له وړتیاوو ګټه واخلي.

    نوموړي پر طالبانو هم غږ وکړ چې له سولې پروسې د خلکو د هرکلي قدر وکړي.

    نوموړي له ګاونډیانو او نړیوالو همکارانو سره د ګډ کار ژمنه وکړه او ویې ویل د ټیکاو لار همپالنه ده.

    د هغه په خبره، افغانستان کې د ټیکاو یواځنۍ لار همپالنه ده چې د سیمې په سم پېژندلو سره ترلاسه کېږي.

  7. غني: د سولې لپاره د خلیلزاد برنامې هرکلی کوو

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د برنامې هرکلی کوي.

    ولسمشر غني وویل، د سولې په خبرو کې به د ښځو حقونه خوندي وي.

    ده زیاته کړه چې حکومت به یې د سولې بهیر د ملي ګټو پر محور پر مخ وړي.

    غني
    Image caption: غني
  8. ولسمشرغني: ټولې کمپاینې ژمنې به عملي کړم

    ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې:

    زه د افغانستان له ټول شریف ولس سره ژمنه کوم، ټولې کمپاینې ژمنې به عملي کړم. افغانستان قوي دولت ته اړتیا لري. زه او همکاران به دا دولت جوړ او ولس ته وسپارو.

  9. غني: اوسنۍ کابینه به تر دوه اوونیو پر ځای پاتې وي

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته وویل، اوسنۍ کابینه به تر دوه اوونیو پر ځای وي او خپل کار ته به دوام ورکوي.

    ولسمشر غني زیاته کړه، له هغه وروسته به له ټولو ښکېلو ډلو سره په مشوره نوې حکومتي کابینه جوړوي

    غني
  10. ولسمشر غني:زموږ رسالت د سولې تامین او ۴۰ کلنې جګړې ختمول دي

    ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې:

    زموږ رسالت د سولې تامین او ۴۰ کلنې جګړې ختمول دي.

  11. غني: زموږ حکومت به د ټول افغانستان حکومت وي

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو په خپله وینا کې وویل، د ده راتلونکی حکومت به د ټول افغانستان حکومت وي او یوازې به د دولت جوړوونکې ډلې کسان پکې نه وي.

    نوموړي وویل، دی فکر کوي چې دې ټاکنو کې هېچا نه ده بایللې.

    ښاغلي غني وویل، د ټاکنو بهیر په ترڅ کې یې له زغمه کار واخیست او هېڅ کله یې هم ارګ د یوې سیاسي ډلې د قرارګاه په توګه ونه کاروه.

    غني
    Image caption: ښاغلی غني وایي، حکومت به یې د ټول افغانستان حکومت وي
  12. عبدالله: دا ځل شاتګ نه کوو

    عبدالله عبدالله خپلو ویناوو کې وویل، چې افغان ولس د ټاکنو ګټونکی دی.

    هغه د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ته اشارې سره وویل، چې د ملي ګټو لپاره یې شاتګ وکړ او ملي وحدت حکومت یې جوړ کړ، خو دا ځل د ده په وینا شاتګ نه کوي، ځکه د لوړې مراسم کوي.

    غواړم د خلکو له غوښتنې سره سم حکومت جوړ کړم، د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره له ځوانو او متخصصو کسانو کار واخلم، حکومت مې ولس ته ژمن دی.

    عبدالله
  13. غني د لوړې په مراسمو کې؛ ارګ مې په سیاسي پناه ځای نه دی بدل کړی

    ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې وويل:"ټاکنې پای ته ورسېدې او هېڅکله مې ارګ په سیاسي پناه ځای نه دی بدل کړی او نه به یې بدل کړم."

    ارګ
    Image caption: ارګ
  14. د عبدالله دوو مرستیالانو هم لوړه وکړه

    عبدالله عبدالله تر خپلې لوړې وروسته خپلو دوو مرستیالانو عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي ته لوړه ور کړه.

    عبدالله
  15. وروستیعبدالله عبدالله هم لوړه وکړه

    ارګ ته نژدې سپېدار ماڼۍ کې عبدالله عبدالله هم لوړه وکړه او پلویانو یې په چکچکو او الله اکبر په نعرو بدرګه وکړه.

    د افغانستان د اساسي قانون له مخې لوی قاضي د ټاکنو ګټونکي ته سوګند ور کوي، خو ښاغلي عبدالله ته د ولسي جرګې پخواني غړي شهزاده شاهد لوړه ور کړه.

    لوړه
    Image caption: عبدالله عبدالله هم لوړه وکړه
  16. د ولسمشر غني مرستیالانو هم د راتلونکي حکومت د جوړولو په موخه لوړه وکړه

    د ولسمشر غني مرستیالانو هم د راتلونکي حکومت د جوړولو په موخه لوړه وکړه.

    ارګ
    Image caption: ارګ
  17. وروستیعبدالله هم لوړه وکړه

    عبدالله عبدالله ته هم شهزاده شاهد د تحلیف مراسم تر سره کړل.

    شهزاده شاهد پخوا ولسي جرګه کې د کونړ استازی و.

    عبدالله