Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

لنډیز

  1. دا لومړی ځل دی چې افغانستان له اېم سي سي سره لوبه کوي
  2. له بشپړ غړيتوب وروسته دا د افغانستان لومړۍ لوبه ده
  3. په لورډز لوبغالي کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه ده

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. وروستید افغانستان او اېم سي‌سي تر منځ لوبه لغوه شوه

    د باران له امله د افغانستان او اېم سي‌سي‌تر منځ نننئ‌لوبه لغوه شوه. د دې لوبې پچه اېم سي سي‌ ګټلې وه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. اېم سي‌سي په ۴۰ اوورون کې ۲۱۷ منډې وکړې. افغانستان په ۵ اوورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۳۱ منډې وکړې.

  2. وروستید بارن له امله لوبه وځنډوله شوه

    د باران له امله نننۍ لوبه د لنډ مهال لپاره وځنډول شوه

    cricket
  3. څلورم اوور

    افغانستان تراوسه په ځلورو اوورونو کې د يوه لوبغاړي‌په سوځېدو سره ۲۴ منډې جوړې کړي‌دي د افغانستان رن رېټ يا د منډو اوسط ۶ دی

  4. وروستینور علي‌ ځدراڼ د ۱۱ منډو په جوړولو سره وسوځېد

  5. نور علي دوهمه څلوريزه ووهله

    cricket
  6. د افغان لوبډلې لومړئ څلوريزه

    افغان توپ وهونکي نور علي‌ځدراڼ لومړی څلوريزه ووهله

  7. دوهم اوور

    افغانستان تراوسه په دو اورونو کې درې منډې جوړې کړي‌دي.

  8. لوبه بيا پيل شوه

    د لوبې دوهمه نيمايي پيل شوه، اېم سي‌سي‌افغانستان ته د ۲۱۸ منډو هدف ټاکلی دی.

    جاويد احمدي‌او نور علي ځدراڼ د لوبې پيل وکړ.

    cricket
  9. لنډه دمه

    له یوې لنډې دمې وروسته به له تاسره وو

  10. وروستیPost update

    اېم سي‌سي‌افغانستان ته د ۲۱۸ منډو هدف وټاکه

    اېم سي‌سي په ۴۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۱۸ منډو هدف وټاکه

  11. Post update

    criket
    Image caption: cricket
  12. وروستیګلبدين نايب د اېم سي‌سي‌شپږم لوبغاړی وسوځاوه

    ګلبدين نايب په نننۍ لوبه کې تر دې مهاله دوې وېکټې ترلاسه کړې دي.

  13. Post update

    لوبغالي ته راغلو فغانانو ملي جامې اغوستې دي او د افغان لوبې ملاتړ کوي.

    لوبه
  14. ۳۹ اوور

    ۳۹ اوور پيل شو د لوبې پای ته يوازې دوه اوور يا ۱۲ توپونه پاتې دي.

  15. Post update

    افغان لوبډلې تر دې مهاله ښه لوبه کړې. اېم سي سي (مارلیبورن کرېکټ کلب) دې لوبې ته د نړۍ پياوړي لوبغاړي راټول کړي. اېم سي سي چې د لارډز لوبغالی یې کور دی تېرو دوو پېړیو کې د کرېکټ لوبې ودې او بېلا بېلو تګلارو په جوړولو کې مهم رول لوبولی.

  16. ۳۸ اوور

    اېم سي سي‌په ۳۸ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړي‌دي.

  17. وروستیراشد خان پټېل وسوځاوه

    راشد خان په وروستي‌اوور کې پټيل په ۵۳ منډو وسوځاوه.

  18. وروستیشاپور ځدراڼ د اېم سي سي‌څلورم لوبغاړی وسوځاوه

    شاپور ځدراڼ په نننۍ لوبه ډېر ښه وځلېد. نوموړي درې وېکټې واخيستې.

    cricket