Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. د سږکال اتلولي د راشد لوبډلې په برخه شوه

    ACB
  2. د پای لوبې حال

    پای لوبه
  3. وروستیراشد خان

    د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

    ډېر خوښ یم.. دا لومړی ځل دی چې زه د یوې لوبډلې مشري کوم. ټولو را سره ډېره مرسته وکړه. زما ډېره هڅه دا وه چې لوبډله مې ښه توپ نیونه وکړي. بریا د ټول ټیم وه.

    راشد خان
    Image caption: راشد خان
  4. نبي عیسی خیل

    خوښ یم چې په شپږېزه کې مو دویم ځای خپل کړ. په پایلوبه کې مو ځینې تېروتنې وکړې چې له امله یې ونه توانېدلو اتلان شو.

    نبي عیسی خیل
  5. د لیګ غور توپ اچوونکی

    د زمبابوې چتارا

    چتارا په دې لیګ کې ۱۳ لوبغاړي وسوځول

    د زمبابوې چتارا
    Image caption: د زمبابوې چتارا
  6. د ټول لیګ غوره لوبغاړی

    کریم صادق

    ډېر زیات خوشحال یم چې په دومره لوبغاړو کې زه د لیګ غوره لوبغاړی ټاکل کېږم. کریم صادق له نړیوالو لوبغاړو مننه هم وکړه.

    کریم صادق
    Image caption: کریم صادق
  7. د لیګ غوره توپ وهونکی

    اصغر ستانکزی

    اصغر ستانکزی
    Image caption: اصغر ستانکزی
  8. ظاهر خان نوی استعداد

    ظاهر خان د نوی ستوري جایزه خپله کړه. ظاهر خان څو ورځې وړاندې د بنګله دېش غوره لیګ ته غوره شو..

  9. جاوید احمدي د لوبې غوره لوبغاړی شو

  10. وروستیشپږېزه: په لوبغالي کې ژړا او اتڼونه

    Video content

    Video caption: شپږېزه: په لوبغالي کې ژړا او اتڼونه
  11. ګل خان ساپی

    فیسبوک

    👍 ټولو افغانانو ته دې مبارک وي. د بند امیر بریا د ټول افغانستان بریا ده.

  12. وروستید سږکال شپږیزې څه راوښوول؟

    · افغانستان د داسې لوبو کوربني کولی شي چې له نورو نړیوالو معیارونو ډېر توپیر نه لري

    · افغان زلمي لوبغاړي چې د نړیالو لوبو تجربه نه لري له بهرنیو لوبغاړو سره د سیالۍ وړ دي

    · ظاهر خان نوی ستوری دی چې نوی راشد خان یې ګڼلی شو

    · د افغان لوبغاړو فیلډینګ ډېر کار ته اړتیا لري

    · ځینې افغان زلمي منډه جوړونکي وځلېدل لکه شاهد الله او حضرت الله خو سپېن بالېنګ تر بل هر ډګر پیاوړی ښکاري

  13. مریم امرخېله: ښځې باید لوبغاړي تشویق کړي او لوبغالي ته راشي

    Video content

    Video caption: مریم امرخېل
  14. د سولې په راوستلو کې د کرېکټ ونډه

    د لوبې پر وروستۍ ورځ لوبغالي کې یو شمېر دولتي چارواکي هم د پایلوبې کتلو ته ناست ول. د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي په خپلې وینا کې وویل، ورزش او کرېکټ د افغانانو په یو موټی کولو او په تېره بیا د سولې په راوستو کې ځانګړې ونډه لري.

    د راشد خان بند امیر د نبي لوبډلې ته په ماتې سره د شپږيزي اتلولي وګټله
    Image caption: د راشد خان بند امیر د نبي لوبډلې ته په ماتې سره د شپږيزي اتلولي وګټله
  15. د راشد خان بند امیر د نبي لوبډلې ته په ماتې سره د شپږيزي اتلولي وګټله

    🏏 🎉

    د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

    د دواړو لوبډلو تر منځ سخته سیالي وشوه او د پای تر اووره یې اټکل نه شو کېدای چې کومه لوبډله به یې ګټي.

    د راشد خان لوبډلې بند امیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

    د راشد خان لوبډلې بند امیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د بیټېنګ پرېکړه وکړه.
  16. وروستیشپږېزه: د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

    د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

  17. وروستیپه ۱ توپ ۵ منډو ته اړتیا ده

  18. د افغان نجونو له خوا به مو د کرېکټ لوبډلو داسې ملاتړ نه وي لیدلی

    Video content

    Video caption: نجونې مینه وال څه وايي
  19. وروستیرن اوټ

    سکندر رضا وسوځېدو.. لوبه نور هم په زړه پورې شوه..

    په ۳ توپونو ۹ منډو ته اړتیا ده.