د بریتانیا دفاع وزیر بن والس خبرداری ورکړی دی چې هېواد یې له افغانستانه د بریتانوي وګړو او نورو اړمنو کسانو ایستلو لپاره ټولې هڅې کوي، خو ښایي د هر چا را ایستل شونې نه وي. بن والس بي بي سي ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۰۰۰ کسان را ایستلي، او له اپرېل میاشتې راهیسې ټولټال لس زره کسان را ایستل شوي دي.
په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ
ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي
د پاکستان ټاکنو کمېسیون: "که پوځ امنیت، حکومت پیسې او محکمې عدالت نه راکوي، څنګه ټاکنې وکړو؟"
بل خوا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران د پاکستان له ولسمشر عارف علوي څخه غوښتي چې له جنرال قمر جاوید باجوه څخه د څېړنو دوسیه پرانیزي.
نور معلوماتد خیبر پښتونخوا ۱۵ کسیزه لنډ مهالې کابینه؛ "یوازې یوه ښځه پکې ده"
په خیبرپښتونخوا کې لنډمهالې ایالتي کابینه داسې مهال کار پیلوي چې څو ورځې وړاندې هلته ایالتي اسامبلۍ منحل شوه او د نویو ټاکنو لپاره مهال وېش اعلان شو. چارسمبالې کابینې د مشر وزیر اعظم خان په مشرۍ کار پیل کړی چې ټول غړي یې یوازې سړي دي. د دې کابینې سند د خیبرپښتونخوا د والي غلام علي لخوا لاسلیک شوی دی.
نور معلوماتپاکستان کې د عمران خان د ګوند مهم غړی فواد چودري نیول شوی
پاکستان کې پولیس وايي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یو جګپوړی غړی له دې امله نیول شوی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړو ته یې ګواښ کړی و. پر فواد چودري له همدې امله پولیسو سره شکایت ثبت شوی و او داسې مهال نیول شوی چې له لاهوره اسلام اباد ته پر لاره و.د فواد چودري په ضد ثبت شوي شکایت پاڼه کې راغلي چې نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې د ټاکنو کمېسیون مشر او غړو ته ګواښمنې څرګندونې کړې دي.
نور معلوماتله پنجاب وروسته د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ هم لغوه شوه
د خیبرپښتونخوا د مشر وزیر له امر وروسته، د دغه ایالت والي غلام علي د اسمبلۍ د منحل کېدو سپارښتنه یا لایحه لاسلیک کړې ده. د پاکستان د قانون له مخې والي کولای شوای تر دوو ورځو یا ۴۸ ساعته صبر وکړي، او بیا د اسمبلۍ د لغوه کېدو وړاندیز رد یا لاسلیک کړي. خو والي د ایالتي اسمبلۍ د منحل کېدو لایحه د اعلي وزیر تر غوښتنې څو ساعته وروسته سملاسي ومنله.
نور معلوماتد امریکا منځمهاله ټاکنې؛ دېموکراتانو د سنا کنټرول وساته
د امریکا منځمهاله ټاکنو کې د رایو او ملاتړ جلبولو لپاره د بایډن او ټرمپ وروستۍ هڅې
امریکا کې د نومبر پر ۸ مه د پلان شویو منځمهاله ټاکنو د ورځې په رانږدې کېدو سره ټاکنیزو مبارزې او منډې ترړې لا تودې شوې دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن او مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېلابېلو ایالتونو کې په انتخاباتي غونډو کې ګډون سره هڅه کوي چې د خپلو ګوندونو نوماندانو ته لا ډېر ملاتړ جلب کړي.
نور معلوماتد امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ټاکنیزو منډو ترړو کې د دوو پخوانیو او اوسني ولسمشر ګډون
د امریکا اوسني او دوو پخوانیو ولسمشرانو جو بایډن، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ درېواړو په یوه ورځ د پنسیلوانیا ایالت کې منځمهاله ټاکنو لپاره انتخاباتي منډو ترړو کې برخه واخیسته. دغو سیاسي سیالانو یو شریک پیغام درلود او هغه دا چې له امریکایانو یې وغوښتل "رایې وکاروئ". دغو ټاکنو کې د کانګرس د استازو جرګې پر ټولو ۴۳۵ او د سنا یا مشرانو جرګې پر ۳۵ څوکیو سیالي کېږي.
نور معلوماتد برازیل د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې
برازیل کې د نوي ولسمشر د ټاکلو سیالۍ دویم پړاو ته ولاړه. د وروستیو ټاکنو د پایلو له مخې د ولسمشرۍ له مخکښو نوماندانو یوه هم تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې نه دي ګټلې.
نور معلوماتډونلډ ټرمپ وايي 'اېف بي ای' یې فلورېډا کې کور پلټلی دی
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د فدارل څېړنو ادارې 'ایف بي ای' یې فلورېډا کې پر کور چاپه اچولې ده. هغه ویلي "ان زما سېف [صندوق] یې هم مات کړی دی." ایف بي ای دا پلټنه د قضايي ادارو لخوا د ملي ارشیف ریکارډونو په تړاو د لټون جازې پر بنسټ ترسره کړې. د امریکا ولسمشران د قانون له مخې مکلف دي چې خپل ټول لیکونه، کاري اسناد او برېښنالیکونه ملي ارشیف ته وسپاري خو ویل شوي ښاغلي ټرمپ ډېر اسناد څیرلي او لمنځه وړي.
نور معلوماتد امریکا پر کانګرس برید: ټرمپ د خپلې لور ګواهي رد کړه
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته تر هغه چې لور یې ایوانکا ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو کې د پراخو درغلیو له بې بنسټه ادعاوو نه ځان څنګ ته کړی و، هغې ته ځواب ووایه. د امریکا پر کانګرس د برید په تړاو استماعیه غونډه کې د اغلې ټرمپ نالیدلی کلیپ خپور شو چې د خپل پلار ادعاوې پکې ردوي.
نور معلوماتلاب سنګ؛ د جاروکښې زوی چې د پنجاب اعلی وزیر یې مات کړ
هند کې عام آدمي پارټي (عام سړي ګوند) د پنجاب ایالت ټاکنو کې پرېکنده بریا خپله کړې او اوس هلته د خپل حکومت په جوړولو بوخت دی.
نور معلوماتد ملګرو ملتونو سرمنشي: نړۍ د "خطر له شېبې" سره مخ ده
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د اوکرایین پر کړکېچ بحث وشو. د ملګرو ملتونو سرمنشي 'انتونیو ګوترېش' دې ناستې ته وینا کې د روسیې او اوکرایین ترینګلتیا وروستیو کلونو او په ځانګړې توګه له هغې راهیسې چې دی د دغه سازمان سرمنشي ټاکل شوی، د نړۍ سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي کړکېچ وباله. هغه خبرداری ورکړی چې نړۍ د دغه کړکېچ پر سر "د خطر له شیبې" سره مخامخ ده. نوموړي وویل: "اوس د اوربند او د ډیالوګ او مذاکراتو لار ته د ورګرځېدو وخت دی."
نور معلوماتامریکا: له اوکرایین سره پولې نه د ځواکونو د ایستلو په اړه د روسیې ادعا ''دروغ'' ده
یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي د روسیې هغه ادعا چې وايي له اوکرایین سره پولې ته نژدې سیمې نه خپل پوځیان وباسي ''دروغ ''ده او روسیې په وروستیو ورځو کې ۷ زره ضافي پوځیان هم له اوکرایین سره پولې ته نژدي استولي دي.
نور معلوماتجو بایډن د افغانستان ۷ میلیاردو ډالر کنګل شوې پانګې د وېش امر صادر کړ
د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړی دی. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو ویشل کېږي. ټاکلې د دغو پېسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړ شي خو نیمې نورې یې د دې لپاره امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.
نور معلوماتبریتانیا دفاع وزیر: له افغانستان د ټولو وګړو را ایستل به ګرانه وي
د بریتانیا دفاع وزیر بن والس خبرداری ورکړی دی چې هېواد یې له افغانستانه د بریتانوي وګړو او نورو اړمنو کسانو ایستلو لپاره ټولې هڅې کوي، خو ښایي د هر چا را ایستل شونې نه وي. بن والس بي بي سي ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۰۰۰ کسان را ایستلي، او له اپرېل میاشتې راهیسې ټولټال لس زره کسان را ایستل شوي دي.
نور معلوماتتر ولسمشرۍ وروسته لومړی کنفرانس؛ ډونلډ ټرمپ د نوي ګوند جوړولو ګنګوسې رد کړې
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ترمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته خپله لومړۍ وینا کې اعلان کړی چې له جمهوریپال ګوند د وتلو او د نوي ګوند جوړولو هوډ نه لري. ښاغلي ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د فلوریډا ایالت اورلانډو ښار کې د محافظه کارو یوه کنفرانس ته په خبرو کې دا اشاره هم ورسوله چې ښايي ځان د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو نوماند کوي.
نور معلوماتامریکا کې د "کورنۍ ترهګرۍ" د ګواښ د ډېرېدو خبرداری ورکړل شو
امریکا کې د امنیتي ادارو مشرانو د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له پایلو د ناراضه کسانو لخوا په کور دننه د ترهګریزو ګواښونو د کچې د لوړېدو خبرداری ورکړی دی. په دې لړ کې د امریکا د کورني امنیت وزارت ويلي د جنورۍ په ۶مه د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو چپاو ځینې افراطیان زړور کړي دي.
نور معلوماتایا امریکا کې د ملېشه ډلو فعالیت په ډېرېدو دی؟
شنونکي وايي د امریکا متحدو ایالتونو کې پر کانګرس د چپاو وړونکې ډلې په څېر د توندلارو ښي اړخو خطر جدي او پراخېدونکی دی. د سیاسي تاوتریخوالي د څرک لګوونکي ګروپ موندنې ښيي، چې د نومبر ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن تر بریا وروسته لاریونونو او اعتراضونو کې د وسله والو ډلو ګډون د پام وړ ډېر شوی دی.
نور معلوماتډونلډ ټرمپ ته د دېموکراتانو ګواښ؛ استعفا وکړه که نه استیضاح کوو دې
دېموکراتان ولسمشر ټرمپ په کانګرس د چپاو په لمسون تورنوي چې پنځه کسان پکې ووژل شول. د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ګواښ کړی که ډونلډ ټرمپ پخپله سملاسي استعفا ونه کړي - دوی به یې د استیضاح بهیر پر مخ یوسي. که دغه پروسه پر مخ ولاړه شي نو دا به دویم ځل وي چې د ډونلډ ترمپ د استیضاح چارې پیلېږي. تر اوسه د امریکا یو ولسمشر هم دوه ځله نه دی استیضاح شوی.
نور معلوماتپر کانګرس چپاو؛ ایا د امریکا د جمهوریت پر زړه پخوا هم کله برید شوی و؟
د امریکا پلازمېنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره وروستیو اعتراضونو او د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو ورختلو نړۍ حېرانه کړه. د نړۍ لروبر کې خلکو په حېرانۍ د خپلو تلویزونو پر پردو او خواله رسنیو کتل چې سلګونه لاریونوال څنګه د امریکا د جمهوریت پر زړه "کپیټل هېل" چپاو وروړي او امنیتي ځواکونو سره نښتو کې ښکېلېږي.
نور معلومات