Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

لنډیز

  1. برتانیا کې یو ګوند هم غوڅ اکثریت رايې ونه ګټلې
  2. واکمن محافظه کار ګوند تر نورو ګوندو ډېرې رایې ګټلي
  3. کارګر ګوند په دویم کتار کې ځای لري
  4. د ټاکنو ګټلو لپاره یو ګوند ۳۲۶ څوکیو ته اړتیا لري
  5. دغه ټولټاکنو کې د پارلمان لپاره ۶۵۰ غړو ته رایه اچول شوې
  6. د کارګوند مشر ویلي مېرمن مې باید استعفا ورکړي

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. تېرېزا مې د نوی حکومت جوړولو اعلان وکړ

    د بریتانیا لومړۍ وزیره تیرېزا مې ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته پر ځايي وخت ۱۲:۳۰ بجو بکینګهام ماڼۍ کې له ملکې سره ولیدل او د نوي حکومت جوړېدو اعلان یې وکړ.

    د کارګر ګوند مشر جیرمي کوربین د اغلې مې د استعفا غوښتنه وکړه، خو دا وايي اوس یې هېواد "ثبات" ته اړتیا لري او له خپلې څوکۍ استعفا نه کوي.

    لومړۍ وزیره په خپل دفتر کې پاتېږي او د دیموکراټیکو متحدینو ګوند به یې د لږکیو د ادارې په جوړولو کې ملاتړ کوي.

    تیرېزا مې په دې هیله تر ټاکلې نېټې مخکې ټاکنې وکړې، چې ګوندي ډېرې رایې وګټي، خو د کارګر ګوند پروړاندې یې د خپلو څوکیو شمېر ډېر کړ.

    ویل کېږي چې له وخت نه وړاندې ټاکنې یو چمار و چې پایله یې د لومړۍ وزیرې لپاره ټکان ورکوونکې وه.

    تېرېزا مې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د برتانیا لومړۍ وزیره پاتې شوه
    Image caption: تېرېزا مې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د برتانیا لومړۍ وزیره پاتې شوه
  2. هندي او پاکستاني الاصله بریالي کاندیدان

    د برتانیا وروستیو ټاکنو کې ۵۶ هندي الاصله او ۳۰ پاکستاني الاصله کاندیدانو هم برخه درلوده. له دغې ډلې ۲۴ کسان د برتانیا پارلمان ته ټاکل شوي دي. په بریالي شویو کاندیدانو کې یو شمېر ښځې هم شاملې دي.اووه هندي الاصله کاندیدان د لیبر (کارګر) ګوند او پنځه د محافظه کار ګوند له لوري بریالي شوي دي. دغه راز منجیت سینګ دهیشتي لومړنی سک کاندید دی، چې دودیز پټکی پر سروي او د برتانیا پارلمان ته یې لار موندلې او پریت کور ګل لومړنۍ سکه ښځه ده، چې د برتانیا پارلمان کې به د خپلې ټاکنیزې حوزې د خلکو استازیتوب کوي.

    .
  3. په څو شېبو کې به لومړۍ وزیره د ملکې لیدو ورشي

    د ملکې ماڼۍ
  4. وروستیتیرېزا مې د حکومت جوړولو په لټه کې

    د بریتانیا لومړۍ وزیره تیرېزا مې ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته پر ځايي وخت پر ۱۲:۳۰ بجو بکینګهام ماڼۍ ته ځي چې د نوي دولت جوړېدو په اړه له ملکې سره وویني.

    بشپړ خبر:‌ تیرېزا مې د حکومت جوړولو په لټه کې

    تېریزا مې
  5. اوس به څه کېږي؟

    یو ګوند هم اکثریت څوکۍ نه دي ګټلي

    د برتانیا ټاکنو پایله کې ځوړند پارلمان رامنځته شوی دی او اوس پوښتنه دا ده، چې دغسې حالت کې باید څه وشي؟ ایا هغه ګوند به واکمن شي، چې تر ټولو ډېرې څوکۍ یې ګټلې دي؟

    نور معلومات دلته لوستلی شئ:‌ اوس به څه کېږي؟

  6. وروستید کلېک وړ نقشه

    نقشه: برتانیا کې کومې سیمې چا ګټلي؟

    واکمن ګوند خپل اکثریت له لاسه ورکړ چې تمه دغه ګوند یې تمه نه درلوده.
    Image caption: واکمن ګوند خپل اکثریت له لاسه ورکړ چې تمه دغه ګوند یې تمه نه درلوده.
  7. د برتانیا رسنۍ

    د برتانیا ځینو رسنیو لیکلي چې لومړۍ وزیر تېریزا مې فکر نه کو چې په دې ټاکنو کې به یې ګوند څوکۍ له لاسه ورکړي او په پارلمان کې به یې اکثریت کم شي.‌

    برتانیا کې ځینې ورځپاڼې
    Image caption: برتانیا کې ځینې ورځپاڼې
  8. وروستید نوي‌ حکومت اعلان

    د واکمن محافظه کار ګوند په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړ او نوی پارلمان به معلق یا ځوړند پارلمان وی ځکه یو ګوند هم اکثریت څوکۍ نه دي ګټلي.

    نن غرمه به لومړۍ وزیره تېریزا مې چې د محافظه کار ګوند مشري هم په غاړه لري د نوی حکومت جوړولو په موخه د ملکې لیدو ته بکینکهام ماڼۍ ته لاړه شي.

    دا په داسې حال کې ده چې د کارګر ګوند مشر جرمی کوربین ویلي چې لومړۍ وزیره باید استعفا وکړي خو مېرمن مې ویلي هېواد ثبات ته اړتیا لري‌ او له خپلې دندې نه ګوښه کېږي‌.

    مېرمن مې ویلي‌ له خپلې دندې نه ګوښه کېږي
    Image caption: مېرمن مې ویلي‌ له خپلې دندې نه ګوښه کېږي
  9. وروستیتېریزا مې د ایتلافي حکومت جوړولو هڅه کوي

  10. Post update

    د دغو ټاکنو پایلو اندېښنې هم راپورته کړې دي. محافظه کار ګوند پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړی او کارګر ګوند نه دی توانېدلی اړین اکثریت تر لاسه کړي. له همدې کبله هېڅ ګوند نه شي کولای د حکومت تشکیل لپاره اړین اکثریت تر لاسه کړي.

    د برتانیا ټاکنې
  11. وروستید برتانیا ټاکنو پایله: ځوړند پارلمان

    د برتانیا ټولټاکنو پایلې ښيي، چې هېڅ ګوند نه دی توانېدلی د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت تر لاسه کړي. د ټاکنو پایلو یوازې یوه لاره جووته کړې، چې یا اییتلافي حکومت جوړ شي او یا هم بیا ټاکنې وشي!

    کوربین ویلي مېرمن مې باید استعفا وکړي، مې ویلي د ثبات یقیني کولو وخت دی
    Image caption: کوربین ویلي مېرمن مې باید استعفا وکړي، مې ویلي د ثبات یقیني کولو وخت دی
  12. Post update

    د بي بي سي اندریو ماري وايي هېچا داسې تمه نه کوله، چې د محافظه کار ګوند کمپاین به دومره متزلزل، ځینې اقدامات به ورنه پاتې وي او ټېرېزا مې به دومره ناخوښه وي.

  13. د سکاټلنډ ملي ګوند - ایس این پي

    د ایس این پي نیکولا ستورګیون لپاره تېره شپه د ماتې شپه وه. دوی پر ۲۲ څوکیو د لیبر او محافظه کارانو او نورو ګوندونو پر وړاندې ماتې وخوړه.

    د ایس این پي نیکولا ستورګیون
  14. د ټاکنو پایله

    تر اوسه د ۶۴۸ څوکیو لپاره رایې شمېرل شوي. ټولې څوکې ۶۵۰ دی.

    محافظه کار ګوند ۳۱۵

    کارګر ګوند ۲۶۱

    .
    .
    Image caption: په دې ټاکنو کې محافظه کار ګوند ۱۲ څوکې وبایللې
  15. Post update

    ښکاري چې کارګر ګوند له ځوانو رای اچوونکو ډېره ګټه واخیسته او د ښاغلي کوربین له پراخ لید سره یې رایې ورکړې.

  16. وروستیکوربین د استعفا غوښتنه تکرار کړه

    د بي بي سي سیاسي چارو ایډیټره لارا کنزبرګ وايي، د کارګر ګوند مشر جیرمي کوربین یو ځل بیا د لومړۍ وزیرې ټېرېزا مې د استعفا غوښتنه کړې. نوموړي دغه راز ویلي، ګوند یې چمتو دی، چې حکومت تشکیل کړي او په وینا یې له اروپايي اتحادیې به د برتانیا وتلو د خبرو لړۍ روانه وي.

  17. د کارګر ګوند پرمختګ کې د ځوانانو ونډه؟

    د ټاکنو په برخه کې د بي بي سي څېړونکی پروفیسر جان وايي د دریېو دلیلونو پر بنسټ ویلی شو چې د کارګر ګوند په بریا کې ځوانانو ونډه لرله.

    1. په هغو سیمو کې چې ځوانانو رایې اچولې د کارګر ګوند تله درنه ده
    2. په یو شمېر ټاکنیزو حوزو کې د ځوانانو ونډه ډېره وه
    3. په هغو حوزو کې چې د رایې ورکوونکو شمېر ډېر وو، د کارګر ګوند رایې ډېرې وې
  18. وروستید لومړۍ وزیرې د استعفا غوښتنه

    ویل کېږي لومړی وزیره تېریزا مې استعفا نه ورکوي. د کارګر ګوند مشر ویلې و چې تېریزا مې باید استعفا ورکړي ځکه اعتبار یې له لاسه وکړی. د تېرېزا مې ګوند په ټاکنو کې غوڅ اکثریت څوکې تر لاسه نه کړې.