Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. وروستیټرمپ پالیسي: پاکستاني چارواکو له امریکايي سفیر سره لیدلي

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر ډېوډ هېل د دغه هېواد د دفاع له وزیر خواجه اصف سره لیدلي او د ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي. د وزارت په خبره پاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره تر خپله وسه هڅې کړې او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره يې تل قربانۍ ورکړې دي.

    Link

    خواجه اصف
  2. وروستیحامد کرزي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې پالیسي غندلي

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل هېواد په تړاو د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې پالیسي غندلې ده. ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې د امریکا متحده ایالتونه باید هڅه وکړي د خبرو او سوله ییزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه کې جګړه پای ته ورسوي. اعلامیه کې راغلی: ''په دغې ستراتیژي کې د سولې پر ځای چې د افغانانو اصلي او اساسي غوښتنه ده د جګړې په ادامې او پراخېدو تاکید شوی. موږ د امریکا د متحده ایالاتو د دغه دریځ کلک مخالفت کوو او په کلکو ټکو یې غندو'' ښاغلي کرزي ویلي، د امریکا متحده ایالاتو خپلې پخوانۍ تېروتنې منلې دي او پالیسي کې ویل شوي، چې له دې وروسته به په پاکستان کې د تروریستانو د ځالو او پټنځایونو په هکله چوپتیا غوره نه کړي، چې د نوموړي په خبره په دغه پالیسۍ کې د 'عطف' یوازینی ټکی همدا دی.

    حامد کرزی
  3. وروستیډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

    د امریکا ولسمشر د خپلې افغان ستراتیژي د اعلانولو پر مهال وویل، واشنګټن سره له دې چې له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی. "موږ پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ور کړل، خو په دغه مهال پاکستان د هغو ترهګرو پټنځی و چې موږ ور سره جګړه کوله". د هغه په خبره،"امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي".

    بشپړ مطلب دلته لوستلی شئ

    Video content

    Video caption: ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟
  4. وروستیغني: پاکستان دې د افغان سولې پیغام ته لبیک ووايي

    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سوېلي کندهار ولایت ته د سفر پرمهال ویلي، امریکا د افغانستان د ګاونډي ته ښکاره پیغام ورکړی چې نور اورپکو ډلو ته پناه ورنه کړي اوس باید پاکستان د افغانستان د سولې غږ ته لبیک ووايي.

    اشرف غني
    Image caption: ښاغلی غني د سې شنبې په ورځ سوېلي کندهار ولایت ته تللی
  5. د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا نوې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ

    د هند د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، موږ د افغانستان د ستونزو د کابو کولو او د ترهګرو ډلو د خوندي پټنځیونو په برخه کې د امریکا د هڅو له زیاتېدو ملاتړ کوو.

  6. د ټرمپ ستراتیژۍ پروړاندې له پاکستان نه د چین ملاتړ

    هوا چون‌ینګ/ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده

    له هغه وروسته چې ډونلډ ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر پاکستان نیوکې وکړې، د چین دولت د پاکستان له دریځه ملاتړ کړی دی.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ وویل، پاکستان د ډېرو قربانیو په ور کولو سره په دغه برخه کې (اړینه همکاري) کړې ده: "موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه باید پاکستان ترهګرۍ د قرباني هېواد په توګه وپېژني."

    هوا چون‌ینګ
    Image caption: هوا چون‌ینګ: پاکستان د ترهګرۍ برخه کې اړینه همکاري کړې ده
  7. وروستیعمران خان وايي امریکا د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي

    د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خان وایي امريکا يو ځل بيا د خپلې ناکامې او په ژوره توگه نېمگړې افغان تگلارې پړه چې څه د پاسه يوه لسيزه غځېدلې، پر پاکستان اچوي، هماغسې چې هند په کشمير کې د ولسي پاڅون لله امله پاکستان ملامتوي، حال دا چې دا په جمو کشمير کې د ځپونکې تگلارې پايله ده.

    موږ د امريکا لپاره په افغانستان کې دوه جگړې وکړې، او دواړه ځله مو سخت اقتصادي او بشري زيانونه وگالل.

  8. Post update

    کابل کې د امریکا سفارت د ټرمپ د خبرو ځینې برخې پر فیسبوک خپرې کړې: "موږ يو شريک او ملګری يو، خو موږ به د افغانستان خلکو ته امر ونه کړو چې څرنګه ژوند وکړي يا خپله پېچلې ټولنه څرنګه اداره کړي."

    false

    د امریکا سفارت
  9. Post update

    غني وايي "پیغام یوازې دا نه دی، چې دوی له موږ سره دریږي پیغام دا دی چې افغانستان کې به د تل پاتې سولي حمایت کوي. زه ټولو مخالفینو ته واضح پیغام لرم، چې تاسو جګړه نه شئ ګټلای."

    "په دغه ستراتیژۍ کې پاکستان ته واضح پیغام ورکړل شوی، چې نو ر چا ته پناه نه شئ ورکولای. مګر موږ هم همدې ګاونډي ته واضح پیغام لرو، چې موږ درسره تل پاتې سوله غواړو. یو آرام او اباد افغانستان هېچا ته په تاوان نه دی په ځانګړې توګه د پاکستان ولس ته".

  10. وروستیغني: د ټرمپ نوې تګلاره تلپاتې ژمنه بللې

    د افغانستان د ملي یووالي حکومت ددغه هېواد په اړه د امریکا د نوې استراتېژۍ هرکلی کړی.

    ولسمشر اشرف غني دغې استراتیژۍ ته امریکا د دوامدارې ژمنې نوم ورکړی او ویلي یې دي چې ورسره به د افغانستان د امنیتي ادارو وړتیاوې لوړې شي.

    ښاغلي غني د اداري فساد له منځه وړلو او حکومتي اصلاحاتو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده. د امریکا ولسمشر ټرمپ خپله ستراتیژي اعلان کړه، نور به امریکا د افغان حکومت او خلکو سره دوامداره او زماني قید پرته همکاري ته دوام ور کوي.

    غني
    Image caption: ښاغلي غني د اداري فساد له منځه وړلو او حکومتي اصلاحاتو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده.
  11. د ستراتیژۍ په اړه مرستیال ولسمشر راسره غږېدلی

    د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي، دغه ستراتیژي لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې لري چې د افغان ځواکونو د په پښو درېدو لامل ګرځي او د جګړې معادله به د افغان ځواکونو پر ګټه را وڅرخوي.

    عبدالله عبدالله
  12. وروستی"پاکستانۍ خاوره باید د ګاونډیانو پرضد ونه کاروله شي"

    د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف وټل داسې مهال پاکستان ته سفر کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د نوې ستراتیژۍ اعلانولو پرمهال د پاکستان پروړاندې خپل دریځ ډېر توند کړ.

    جنرال وټل له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې ویلي، د پاکستان خاوره باید نوره د دغه هېواد د ګاونډیانو پروړاندې د ترهګریزو پلانونو جوړولو خوندي ځای نه وي.

    نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم خبرې کړې دي.

    جنرال قمر جاوید باجوه خپل امریکایی مېلمه شمالي وزیرستان ته هم بېولی او هغه سیمې یې وښودلې چې هلته پوځ له سخت دریځو سره جنګېدلی او هغوی یې ځپلي دي.

    .
    Quote Message: "پوځي همکاري او ان له پاکستان سره پیاوړې همکاري ډېره مهمه ده او موږ د زغم او پرانیستې همکارۍ دوام، هوډ او مېلمه پالنه د زړه له تله ستایو". from جوزف وټل د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې مشر
    جوزف وټلد امریکا د پوځ مرکزي قوماندې مشر
  13. "ولي امریکا خپل پوځي بیزونه پاکستان ته نه انتقالوي"

    سعد عمار/ خواله رسنۍ کاروونکی

    ټرمپ په خپلو خبرو کې واضحه کړه چې امریکا د افغانستان جوړولو ته نده راغلې بلکې ترهګر وژني. تر پرونه پورې د امریکا سټراټیژي د القاعده وژل او ځپل ول او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې او سولې خبره وه. خو نن یې وویلي چې موږ طالبانو سره جنګ کوو.ټرمپ دا هم وویلي چې ترهګرو سره پاکستان مرسته ورکوي او هلته پټنځایونه لري. زما دوه پوښتنې دي:ولي امریکا د افغانستان ملي اردو نه تقویه کوي، د دې پر ځای چې خپله مستقیماً جنګ کې برخه اخلي؟ولي امریکا خپل پوځي بیزونه پاکستان ته نه انتقالوي چې هلته د ترهګرو پټنځایونه پیدا کړي او د منځه یوسي؟ امریکا ولي د افغانستانه د جنګ میدان جوړوي، ولي پاکستان خاوري ته مستقیماً‌ نه داخلیږي؟باید ترکیز په سوله او بین الافغاني‌ تفاهم او ډیالوګ باندې شوی وای، جنګ کې یوازې او یوازې د افغانانو وینه تویږي.

  14. د پاکستان په اړه د ټرمپ د تګلارې مهم ټکی

    ټرمپ وايي امریکا نور پاکستان کې د طالبانو په څېر د ترهګرو ډلو د حضور په اړه چوپ نه شي پاتېدای.

    ښاغلي ټرمپ ویلي، امریکا میلیاردونه ډالر پاکستان ته ورکړل، خو دغه هېواد د ترهګرو ډلو ځپلو پرځای هغوی ته خوندي فضا برابره کړه

    له کیڼ لاسه: د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ، مېړه یې مالانیا او د ولسمشر مرستیال مایک پنس د ټرمپ د وینا اورېدو پرمهال
    Image caption: له کیڼ لاسه: د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ، مېړه یې مالانیا او د ولسمشر مرستیال مایک پنس د ټرمپ د وینا اورېدو پرمهال
  15. وروستیافغانستان کې د پرېکنده ماموریت قومندان

    په افغانستانکې د نړیوالو ځواکونو د پرېکنده ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره "قوي او پایېدونکې" بللې او ټینګار یې دا دی چې په دې هېواد کې به د بهرنیو ځواکونو حضور پر وضعیت پورې تړلی وي، نه پر مهالوېش پورې.

    جنرال نیکولسن زیاتوي، نوې ستراتیژي په دې معنا ده چې طالبان له پوځي لارې نه شي بریالي کېدای؛ نو دغه ډله باید له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله وکړي.

  16. پاکستان ته بد زېری

    "د ټرمپ وینا د پاکستان لپاره بد زېری"

    د پاکستان (د نیوز) ورځپاڼه لیکي، نن شپه د افغانستان او سیمې په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وینا، د پاکستان لپاره ښایي کوم ښه خبر نه وي، بلکې کېدی شي یو بد زېری ورته ولري.

  17. پاکستان باید د ترهګرو له لاسنیوي لاس اخلي

    د ولسمشر د امنیتي څېړنډلې مشر جیم هانسن

    پاکستان باید د ترهګرو مخه ونیسي. موږ دوی ته میلیاردونه ډالر ورکړل، دوی باید د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي

    جیم هانسن
  18. "تر مخکېنۍ ستراتیژۍ اوسنۍ هغه غوره ده"

    د امریکا جمهوریپال سناتور جان مک کېن

    "د افغانستان لپاره پر سم لوري د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ دا لوی ګام زه ستایم."

  19. د پاکستان په اړه د ټرمپ اوسنی دریځ

    له نژدې اوه میاشتې ځنډ او انتظار وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان جګړې په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړه.

    ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

    مک‌ماسـټر: له طالبانو د پاکستان ملاتړ د زغم نه دی

    پاکستان اوس په امریکا کې ډېر ملګري نه لري