Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. ډونلډ ټرمپ: افغانستان کې ګډوډي په میراث را پاتې ده

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ له اعلان وړاندې ویلي وو، افغان ستراتیژي اعلانول ورته لویه پرېکړه ده، خو په وینا یې دې پرېکړې ته ډېر نژدې شوی دی.

    ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، چې افغانستان کې ګډوډي په میراث ور پاتې ده.

    "خو موږ به اوس دا ګډوډي سموو، ۱۷ کاله کېږي موږ په افغانستان کې یو، دا زموږ تر ټولو لویه جګړه ده دا مې په یوه لیکنه کې ولوستل، که سپینه یې درته ووایم، ډېر ژر به په دې هکله پرېکړه وکړو"

    ټرمپ
    Image caption: ډونلډ ټرمپ وايي، افغانستان کې ګډوډي په میراث ور پاتې ده.
  2. "د امریکا د نوې تګلارې بریا پر موږ پورې تړلې ده".

    د افغانستان د سیمه ییزو ارګانو ادارې مرستیال

    د سیمه ییزو ارګانو مرستیال تیمور شاران پر ځپلې ټویټر پاڼې د امریکا د نوې تګلارې د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې ددې تګلارې بریالیتوب پر موږ پورې تړلی دی چې فساد کابو او په هره کچه خدمتونه وړاندې کړو.

  3. وروستیفرانز مايکل ملبېن

    افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازى

    "زه د ولسمشر ټرمپ له لوري د افغانستان په تړاو د امريکا نوې تگلارې اعلان هرکلى کوم. اوس بل گام د يوۀ سياسي حل په لور خوځښت دى. افغانان کافي ځورېدلي دي. د طالبانو ليک را رسېدلى و او اوس مو د امريکا نوې تگلاره هم ترلاسه کړه. د کار پيلولو مهال را رسېدلى! سوله شونې ده."

  4. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند

    د کورنیو چارو وزارت ویاند د "ترهګرۍ ملاتړو" او اورپکو ډلو ته په کنایې سره د امریکا د نوې تګلارې هرکی کړی دی.

    نجیب دانش پر خپل ټویټر پاڼې یو شعر هم لیکلی دی.

    نجیب دانش
  5. نصير تلوار عبدالرحيمزى

    فېسبوک

    زه فکر کوم که د ټرمپ نوې ستراتيژي په رښتيا په سيمه کې عملي شي او پاکستان دې ته اړ کړي چې د ترهګرو له روزلو لاس واخلي نو دا به هم د امريکا او هم د افغانستان لپاره ګټوره ثابته شي

  6. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کړی او دا یې د افغانستان – امریکا ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا نوی پړاو بللی.

  7. وروستید ټرمپ ستراتیژي ته د طالبانو غبرګون

    افغان طالبانو د امريکا نوې ستراتیژي ته په غبرگون کې ويلي "امريکا نه غواړي په افغانستان کې خپله اوږده جگړه پاى ته ورسوي." نو دوى به يې هم پر وړاندې جگړې ته دوام ورکوي. په وينا پاڼه کې راغلي چې امريکا بايد له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر اېستلو فکر کړى وى. طالبانو د ولسمشر ټرمپ دا وينا چې گواکې له افغانستانه امريکا ته گواښ پېښ دى، يوه پلمه بللې.

    د ټرمپ ستراتیژي ته د طالبانو غبرګون
    Image caption: د ټرمپ ستراتیژي ته د طالبانو غبرګون
  8. Post update

    افغانستان کې امریکایی سرتېری
    Image caption: افغانستان کې دا مهال تر اتو زرو ډېر امریکايي سرتېري مېشت دي.
  9. Post update

    د ټرمپ سره موافق یم، چې پر پاکستان باید فشار راوړل شي، د ترهګرو پټنځایونه وځپل شي خو په افغانستان کې د امریکا له پوځي شتون سره مخالف یم.

  10. Post update

    سناتور مارکو روبویو د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتیژۍ ستاینه کړې.

  11. طاهر خان

    اسلام آباد کې خپلواک خبريال

    د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې ځينې لوړ پوړي امريکايي چارواکي پاکستان ته راغلي وو، نو پاکستانى حکومت د امريکا له نوې تگلارې څه نا څه خبر شوى.

    دلته يو څه اندېښنې شته، د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي دا مهال په چين کې دي او په دې تړاو بحثونه وار له مخه په رسنيو کې پيل شوي دي.

    طاهر خان، اسلام اباد
  12. وروستید افغانستان غبرګون

    په امریکا کې د افغانستان سفیر ډاکټر حمدالله محب بي بي سي پښتو ته وویل، په دغې امریکايي تګلارې کې د افغان حکومت ټولو مهمو غوښتنو ته پام شوی دی. ښاغلي محب وویل، په پاکستان کې د وسله والو ډلو د پټنځیو مسلې ته پام او د دې ستونزې اواری د دوی په غټو غوښتنو کې وه.

    د افغانستان سفیر ډاکټر حمدالله محب
  13. نجيب الله بهير

    فېسبوک

    زما په فکر که ټرمپ پوځې شتون پراخ کړي او که نه، خو يواځې چې د دوی دا اوسنی پوځ په امنیتي ، اقتصادي او د افغان وسله وال پوځ روزنې او د هوایي ځواک پیاوړتیا کې اړینه مرسته وکړي، بسنه کوي

  14. عاکف لوگروال

    فېسبوک

    اشرف غني اداره د ترمپ پریکړې ته ډیره هیلمنه وه خو ګمان کوم اوس به ډیر ناهیلي شوي وي.

  15. وروستینيکولسن: نوې تگلاره په دې مانا ده چې له پوځي پلوه د طالبانو برى ناشونى دى

    افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال جان نيکولسن د امريکا نوې اعلان شوې تگلارې په تړاو خپله خپره کړې وينا پاڼه کې ويلي: د ولسمشر ټرمپ نننى اعلان د افغانستان او سيمې په تړاو نوى دريځ دى. زموږ افغان شريکان پوهېږي چې زموږ ژمنتيا پياوړې او تلپاتې ده. افغانستان کې زموږ شتون به په راتلونکې کې پر مهالويشونو نه بلکې د حالاتو پر څرنگوالي تړلى وي. نوې تگلاره په دې مانا ده چې طالبان له پوځي پلوه برى نه شي ترلاسه کولى، اوس يې وخت دى چې له تاوتريخوالي لاس پر سر شي او سوله وکړي. سوله ييز او ټيکاومن افغانستان د افغانانو برى او د اېتلافيانو موخه دى.

    نيکولسن
    Image caption: نيکولسن
  16. افغانستان کې تېروتنه نه شو تکرارولی

    Quote Message: امریکا په بیړۍ او غلطۍ سره له عراقه خپل ځواکونه وویستل، چې په پایله کې زموږ په سختې تر لاسه شوې بریاوې بیرته د ترهګرو لاس ته ورغللې. زموږ سرتیرو په خپلو سترګو لیدل چې هغه سیمې چې دوی نیولې وې ترهګرۍ اسلامي دولت ډلې لاسته لویدلې. موږ په افغانستان کې هغه تېروتنه نه شو تکرارولی چې زموږ مشرانو په عراق کې وکړلې. وروستۍ خبره داده چې زه دې نتیجې ته ورسیدلم چې په افغانستان کې له لوی امنیتي خطر سره مخامخ یو. from ولسمشر ټرمپ
    ولسمشر ټرمپ
  17. ذبيح الله سالارزى

    فېسبوک

    هند او پاکستان په افغانستان کې خپله استخباراتي جگړې پيل کړي، زيان يې افغانانو ته اوړي.

  18. وروستیپاکستان ته ټرمپ خبرداری

    ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

    پاکستان ته ټرمپ خبرداری
    Image caption: پاکستان ته ټرمپ خبرداری
  19. پاکستان کې د اعلانېدونکې امریکايي تګلارې په اړه تمې او اندېښنې څه دي؟

    Video content

    Video caption: پاکستان کې د اعلانېدونکې امریکايي تګلارې په اړه تمې او اندېښنې څه دي؟