Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

لنډیز

  1. پاکستان کې د ټول ټاکنو لپاره رایه اچونه پای ته ورسېده
  2. پاکستان کې د پارلمان ۲۷۰ څوکیو لپاره رایه ورکولو بهیر پای ته رسېدلی
  3. په ټوله کې له ۹۵ حوزو څخه ۱۱۶۷۶ کسانو ټاکنیزه سیالۍ کې برخه واخیسته
  4. د پاکستان څلورو صوبو کې نژدې یو سل شپږ میلیونه کسانو د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې وه.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

لخوا غزا نور هدایت الله همیم

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

'پاکستان مسلم لیګ (ن) د ټاکنو پایلې ردوي'

Pakistan Muslim League (Nawaz) wholly rejects the results of General Elections 2018 due to manifest & massive irreg… twitter.com/i/web/status/1…

شهباز شریف: مجبور یم ووایم، چې موږ دغه پایلې نه منو

پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د ټولټاکنو له رسمي اعلانه مخکې د درغلیو له تورونو سره د ټاکنو پایلو له منلو انکار کړی دی. د دغه ګوند مشر او د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور شهباز شریف لاهور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د دوی کاندیدانو پایلو خپرېدو مخه نیول کېږي. نوموړي وویل، درغلي کېږي:

''زه مجبور یم ووایم، چې موږ دغه پایلې ردوو.''

شهباز شریف زیاته کړه:

''زه هغه څوک یم چې معاملات مخکې بیايي، خو که زه دا خبره کوم، نو فکر وکړئ، چې خبره کوم ځای ته رسېدلې ده. نوموړی وايي د ګوند پارلماني کمېټۍ غونډه یې رابللې ده او ژر به د راتلونکي لپاره تګلاره اعلان کړي.''

ټاکنو کمېسیون: پوځ ته د امنیت برخه کې نهه میلیارده روپۍ ورکړل شوې

د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر کمشنر سردار رضاخان شېبه وروسته خبرې غونډه کې د پاکستان ټاکنو کې د کاروول شویو رایو لومړۍ پایله اعلانوي. کمېسیون چارواکي وايي، بریالي کاندیدان باید ۱۴ ورځو موده کې د ټاکنو کمپاین پر مهال د خپلو لګښتونو حساب ورکړي. خبریاله ساره حسن د ټاکنو کمېسیون چارواکو له قوله وايي، پوځ ته د امنیت ساتنې برخه کې نهه میلیارده پاکستانۍ روپۍ ورکړل شوې دي او تر ټولو ډېر لګښت د ټاکنیزو کارکوونکو پر روزنه شوی دی.

پاکستان
EPA

وروستی''د هغو مرکزونو پایلې لغو کېدای شي، چې ښځو رایې نه وې پکې کاروولې''

د پاکستان ټاکنو کمېسیون سکرتر بابر یعقوب وايي، داسې احتمال شته، هغو ټاکنیزو حوزو کې ټاکنې لغو اعلان شي، چې د ښځو رایې اچولو مخه پکې نیول شوې ده. د نوموړي په وینا د هر کاندید د بریا له اعلانه مخکې به څېړنه کېږي، چې په حوزه کې یې لس سلنه ښځو رایې کاروولې او که نه.

pakistan
EPA

کراچۍ

له کراچۍ نه د بي بي سي خبریالانو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د تېرو ټاکنو پرتله د سږ کال ټاکنو کې د رایه ورکونکو ګډون پیکه و. د ښار بېلا بېلو سیمو کې د ورځې پیل کې د رایې اچوونې مرکزونه تش لیدل شوي، خو ماسپښین مهال بیا په دې مرکزونو کې خلک ولیدل شول.

د بي بي سي خبریال ریاض سهیل په وینا د تحریک لبیک پاکستان، راه حق او جماعت اسلامي ګوندونو پلویان ولیدل شول، چې د رایې ورکولو لپاره راوتلي وو، خو د ایم کیو ایم یا متحده قومي غورځنګ ټاکنیز فعالان د پخوا پرتله لږ فعال ښکارېدل، چې له کبله یې د رایه اچوونې بهیر سوکه ښکاریده.

پاکستان
BBC

پېښور کې د رایې ورکونکو تر منځ لفظي شخړه

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د ښځینه رایه ورکونکو تر منځ له لفظي شخړې وروسته د پوځ سر تېري د رایو مرکز ته ورغلي وو.

پاکستان
BBC

عمران خان د سپیناوي لپاره غوښتل شوی

د پاکستان ټاکنو کمېسیون د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د رایې اچوونې پر مهال په برالا توګه د رایو پر پاڼه د نښې لګولو له کبله د جولای پر ۳۰ مه د سپیناوي لپاره غوښتی دی. عمران خان پلازمېنه اسلام اباد بني ګالا سیمه کې خپله رایه وکارووله.

پاکستان
ECP

ټاکنو کې د ناامنۍ پېښې

د پاکستان ټاکنو کې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښې هم وشوې، چې یو شمېر کسانو پکې ژوند بایلود. د کوټې بای پاس سیمې پېښه تر ټولو خونړۍ وه، چې یوه ځانمرګي برید پایله کې ۳۱ کسان ووژل شول. 'دولت اسلامیه' نومې سخت دریځې وسله والې ډلې ویلي، دغه برید دوی کړی دی.

بل لور ته د سند ایالت لاړکانه سیمه کې د رایو اچوونې یوه مرکز بهر د پیپلز ګوند ټاکنیزې خیمې کې چاودنه شوې، چې پایله کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.

د رسمي سرچینو په وینا د بلوچستان چمن په کلا عبدالله سیمه کې د رایو اچوونې یوه مرکز مشر نامعلومو کسانو تښتولی او د همدې چمن سیمې ګوهر کلي کې نا پېژاندو کسانو د ټاکنیز دفتر تجهیزات تښتولي دي.

پاکستان
EPA

د رایو مرکزونو بهر د سیاسي ګوندونو استازي د رایو پایلو اعلان کوي او د هېواد لر او بر کې د رایو مرکزونو کې د رایو شمېرنه روانه ده.

پاکستان
Reuters

د رایو شمېرنه روانه ده

د پاکستان ټاکنو کې د رایو اچولو لپاره ټاکل شوی وخت پای ته ورسېد او د رایو شمېرنه روانه ده. ویل کېږي له یو شمېر مرکزونو نارسمي او غیر دولتي پایلو وتل پیل شوي دي، خو تر اوسه له هېڅ یوې ټاکنیزې حوزې بشپړه نتیجه نه ده اعلان شوې. راولپنډۍ کې د رایو یوه مرکز مشر محمد وقاص بي بي سي ته وویل، دوی ته ویل شوي دي، چې لومړی باید د رایو پایلې د ټاکنو کمېسیون ته واستول شي.

د نوموړي په وینا وروسته به د ګوندونو استازو ته د رایو پایلې ویل کېږي، چې پولینګ ایجنټس بلل کېږي. هغه وايي، د دې چارې لامل د امنیت ټینګښت دی، ځکه په وینا یې که لومړی پایلې د ګوندونو استازو ته وویل شي، ښايي د مرکزونو بهر شخړې رامنځته شي، چې د مخنیوي لپاره به یې لومړی د رایو پایلې د ټاکنو کمېسیون مرکز ته سپارل کېږي.

پاکستان
BBC

د رايو اچول پای ته ورسېدل اوس رايې شمېرل کېږي

وروستید پاکستان ټاکنو کې رايه اچوونه پای ته ورسېده

پېښور: د مېرمنو ترمنځ ناندرۍ، پوځ وغوښتل شو

پېښور کې د مېرمنو د رایې ور کولو یوه مرکز کې د دوو ګوندونو د کارمنو ترمنځ ناندرۍ شوې، چې له امله یې دغه مرکز ته پوځ ور غوښتل شوی دی.

پاکستان
BBC
pakistan
BBC

د رایې ور کولو وروستی پړاو خبریالان څه وایي

پاکستان
BBC

لاهور

خبریال عمر دراز وايي، چې ښار کې رایه په شور او ځوږ سره روانه ده. د مسلم لیګ نون ډله ټاکنیزو مرکزونو کې ده، د پاکستان تجریک انصاف غړي سړکونو ته وتلي او د خپل ګوند په ملاتړ نارې وهي. غرمه کې له باران وروسته د رایه اچوونکو شمېر ډېر شوی او لوی لوی کتارونه یې جوړ کړي د ي. سیاسي ډلو خپلو ملاتړو ته تر رایې مرکزونو وړتیا ټرانسپورټ برابر کړیدی.

پاکستان
BBC

کوټه

کوټه کې خبریال محمد کاظم وايي، د ورځې لومړیو کې هم د رایه ور کوونکو شمېر کم و، خو له ځانمرګي برید وروسته دا شمېر د څه مهال لپاره لا ډېر کم شو.

د هغه وینا ده چې وروسته د رایه ور کوونکو بیروبار زیات شو.

کاظم وايي، له دې سره زریاب سړک سیمه کې سړکونه خالي دي، یوازې سیاسي کارکوونکي شته، خو رایه ور کوونکي کم لیدل کېږي.

پاکستان
BBC

اسلام اباد

پلازمېنه اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ یا پارلمان د دریو حلقو لپاره رایه روانه ده.

د کلیو پرتلهښاري سیمو کې د رایه ور کوونکو شمېر ډېر دی.

اېن اې ۵۳ حلقه کې رایه ور کوونکي ډېر دي، دلته د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي برخه لري.

په دې حلقه کې د ملي مسلم لیګ نوماند هم براخه اخیستې ده.

دلته د ګوندونو ټاکنیزو مرکزونو کې یواځې د دوی غړي ناست دي او رایه ور کوونکي نه ښکاري.

pakistan
BBC

پېښور

خبریال عزیزالله خان وايي، په ښار کې د رایې اچونې پر مهال امن و او د رایې اچونې مرکزونو امنیت په کلکه نیول شوی.

رایه ورکوونکي مرکز ته له دننه کېدو مخکې ښه تلاشي کېدل او ان خبریالانو ته د کمرو او موبایلو دننه کول له اجازه نامو سره سره بیا هم ستونزمن و.

تحریک انصاف یو ځل بیا د یوې پیاوړې پارټۍ په توګه رامخ ته شو د ښار په بېلا بېلو سیمو کې زور او ځواک سره لیدل کېده.

بل خوا له یوې اوږدې مودې وروسته بیا په پېښور کې د عوامي نیشنل پارټي هم جنډې ولیدل شوې.

د ای این پی غړي وايي، په ۲۰۱۳ کال کې د وسلوالو له خوا د هغوی د نوماندانو په نښه کېدلو د دوی لاسونه تړلي و.

خو دا ځل دوی ته د سیالۍ یو ډول موقع برابره شوه .

pakistan
BBC

کراچۍ

د بي بي سي خبریال وايي، د تېر پرتله کراچۍ کې د رایه ور کوونکو شمېر کم دی. د ښار ډېرو حوزو کې د ورځې پیل کې د رایه ور کولو مرکزونه تش و، خو له غرمې وروسته ورته د خلکو تګ پیل شوی دی.

کراچۍ نه د پاکستان ممکنه لومړي وزیر لپاره درېو ‌‌‌‌‌‌ډلو مشران ولاړ دي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د کراچۍ قامی پارلیمان څوکۍ ۲۴۳ نه، مسلم لیګ نواز ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر شهباز شریف قامي اسبملۍ څوکی ۲۴۹ نه او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو د این اې ۲۴۶ څوکی لپاره کندید دي.

داسی تمه کیږي چی همدې درېو کسانو کی به یو د پاکستان راتلونکی لومړې وزیر وي.

پاکستان
BBC

’یوه نه یوه ورځ به د ولس غږ واورېدل شي‘

مېرمن امین اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال ذیشان ظفر ته ویلي: له پنځوسو کلونو هیله منه ده چې عوام به برلاسي شی.

دا زیاتوي دا ځل هم په دې هیله رایه ور کوي چې یوه نه یوه ورځبه د ولس غږ واورېدل شي

پاکستان
BBC

د کراچۍ عزیز اباد کې ډېر رایه ور کوونکي

کراچۍ کې خبریال ریاض سهیل وایي، د مهاجر قومی غورځنګ پخواني مرکز عزیز اباد کې رایه ور کوونکي ډېر دي.

د دغه غورځنګ بنسټګر الطاف حسین له خلکو غوښتي و چې له ټاکنو سره شلون وکړي.

پاکستان
BBC

پر رسنوالو بندیز

د لاهور په مزنګ سیمه کې خبریالان د رایې اچولو مرکز ته له ور تللو منع شوي دي.

خبریال عمر دراز ننګیانه وايي، امنیتی ځواکونو ورته ویل، دوی ته امر شوی چې مرکز ته د خبریالانو د تګ مخه ونیسي.

پاکستان
BBC
پاکستان
BBC
پاکستان
BBC

له مختلفو ښارونو انځورونه

پاکستان
BBC
پاکستان
BBC
پاکستان
BBC
پاکستان
BBC
پاکستان
BBC
پاکستان
BBC

'د ښځو رایه اچونه اسلامي نه ده'

د چکوال اړوند درنل سیمه کې د بي بي سي فرحت جاوید د سیاسي ګوندونو له ټاکنو مرکزونو انځورونه را استولي چې زیات شمېر نارینه پکې ښکاري.

فرحت وايي، په درنل کې خلکو په ویاړ سره ورته وویل، له ښځو ډګ موټر راغلي وو خو ښځو ته یې د رایې اچونې اجازه ورنه کړه او ډک ګاډي یې بیرته واستول.

دوی زیاتوي، چې د ښځو رایه اچونه نااسلامي کار او زمونږه د دود خلاف ده.

دا ښکاره ده چې په تېرو پنځو لسېزو کې دا لومړی ځل دی چې ښځو د رایې اچونې لپاره نوملیکنه کړې. خو ځايي نارینه وايي، چې ښځو ته به د رایې کارونې اجازه ورنه کړي.

PAKISTAN
BBC
PAKISTAN
BBC

وروستیاسلامي دولت د کوټې برید ومانه

د داعش یا اسلامي دولت اړوند وېبپاڼه اعماق وايي، د پاکستان د بلوچستان مرکز کوټه کې د رایې اچولو مرکز سره نږدې چاودنه دوی کړې ده.

ځايي چارواکي وايي په دغه ځانمرګي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او تر ۲۸ نور ټپیان دي.

له برید وروسته د رایې ور کولو مرکز د څه مهال لپاره تړل شوی و، خو وروسته پرانیستل شو.

بلوچستان
AFP

کراچۍ کې د رایې نه ثبتولو شکایت

دا کراچۍ کې د رایې اچولو یو مرکز دی.

د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، ځینې ښځې او سړي شکایت کوي چې ووټ یا رایه یې نه ثبتېږي.

دا سیمه د مهاجر قومي غورځنګ مرکز بلل کېږي.

پاکستان
BBC
پاکستان
BBC
پاکستان
BBC

له رایه ور کولو مخکې خوراک

خبریال سحر بلوچ وايي، د کراچۍ په لیاري کې ځینې رایه ور کوونکي له رایې اچولو مخکې دوکانونو ته ځي او د خپلې خوښې خواړه خوری.

پېښور کې هم ورته حالدی او عزیزالله خان وايي، رایه اچوونکي پولاو ډېر خوښوي.

پاکستان
BBC
پاکستان
BBC
پاکستان
BBC

پېښور کې مو زموږ همکاران کوثر اعوان وحید او اظهار الله د رایې اچونې په اړه خبروي

View more on facebook

له اسلام اباده زموږ د همکار خدای نور ناصر خبری پوښښ

View more on facebook

قبایلي سیمې

ځینو لیکلي، په مومندو قبایلي سیمه کې افغان پولې ته څېرمه ښځې د لومړي ځل لپاره ځې رایې اچولو ته وتلې دي.

Women in Bayzai sub-division of Mohmand Tribal District (ex-Fata), 5 kilometres from the Afghan border got out to v… twitter.com/i/web/status/1…

د پاکستان ټاکنې: پنځه مهم ټکي

وروستید کوټې برید مسؤولیت داعش منلی

وروستید کوټې برید قربانیان ۳۱ ته رسېدلي

کوټه کې د رایې اچولو یوه مرکز ته څېرمه چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی.

برید
EPA

د رایه اچونې مرکز

په کوز دیر کې د مېرمنو بیروبار

په کوز دیر کې د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی وايي، دغه سیمه کې د رایه ور کوونکو مېرمنو شمېر ډېر دی.

ښځې
BBC
ښځې
BBC
ښځې
BBC

یوازې یوه ښځه

د پښتونخوا حاجي بانډه رایه اچونې دغه مرکز کې ایله یوې ښځې رایه اچولې

ښځه
BBC

عمران خان چا ته رایه ور کړه؟

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خپله رایه ور کړه.

له هغه وروسته یې د ګونډ په ټوېټرپاڼه ولیکل شو: ستاسو په خیال چا ته یې رایه ور کړه.

Who do you think Kaptaan voted for? 😎 #BallayPeThappa

Who do you think Kaptaan voted for? 😎 #BallayPeThappa

خواجه سرا نوماندې هم رایه ور کړه

اېن اې ۱۴۲ کې نوماندې نایاب علي چې د خواجه سرا ټولنې غړې ده. له رایې ور کولو وروسته یې خپل انځور بي بي سی ته ور کړ.

ویل کېږي چې دا ځل د خواجه سرا ټولنې او معذورو یا معلولو خلکو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ښځې
NAYAB ALI

کوټه: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته ورسېد

کوټه کې چارواکي وايي، د رایې ور کولو مرکز ته نږدې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۱ته ورسېد.

یو امنیتي چارواکی اعتزاز ګوارایه بي بي سي ته وویل، ځانمرګی برید په داسې مهال شوی چې د دې سیمې یو چارواکی عبدالرزاق جیمه د ټاکنو مرکز لیدنه کوله، خو نوموړی په برید کې بچ شوی دی.

له چاودنې وروسته د رایې ور کولو دغه مرکز تړل شوی و، خو اوس بېرته پرانیستل شوی دی.

بلوچستان
BBC
بلوچستان
BBC

له خدای پرته له بل چا ډار نشته

د بي بي سي خبریال فرحت جاوېد وايي، د چکوال په درنل کې له پنځو لسیزو راهیسې اول ځل مېرمنې رایه ور کوي، خو ځايي خلک وايي، چې دوی مېرمنو ته د رایه ور کولو اجازه نه ور کوي.

فرحت جاوېد وايي، تراوسه دوو مېرمنو رایه ور کړې.

هغوی کې ۶۸کلنه هاجره وايي، دا لومړنۍ مېرمن ده چې تېرو پنځوسو کلونو کې اول ځل رایه ور کوي.

هغه زیاتوي خوشاله ده چې رایه ور کوي او له خدای پاک پرته له بل چا، نه ډارېږي

ښځې
BBC

ګرافیک
BBC

ګرافیک
BBC

ګرافیک
‌BBC