
امریکا کې د نوي ولسمشر جوبايډن د لوړې مراسم
د امریکا متحدو ایالتونو کې جویايډن د دغه هېواد د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه کوي. خو د تاو تریخوالي احتمالي خطر ته په پام سره په پلازمېنه واشنګټن 'ډي سي ' کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي. ډونلډ ټرمپ په امریکا کې د پخواني دود برعکس د ښاغلي بایډن د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي. د امریکا ملي ګارد له ۲۰ زرو ډېر سرتېري د امنیت خوندیتوب لپاره ځای پر ځای شوي دي