Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

  1. پر یو موټیوالي ټینګار

    ښاغلي بایډن د وینا په پای کې د امریکایانو پر یو موټیوالي له ټینګار سره وویل: "نو له هوډ سره به زموږ د زمانې هدفونو ترلاسه کولو او حل موندلو ته ستانه شو. "

    جو بايډن
  2. Post update

    ولسمشر بایډن د لوړې مراسمو له ګډونوالو وغوښتل چې هغو کسانو ته د درناوي په پار یوه دقیقه خاموشي غوره کړي، چې په وینا یې " د هېواد لپاره یې ژوند له لاسه ورکړ" نوموړی داسې یوه تش ځای کې وینا کوي چې که کورونا وبا نه وای، له پلویانو به یې ډک و.

  3. د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو کې وویل:

    "هغه قوتونه چې موږ ته بېلتون راولي، ژور دي او یو واقعیت دی، خو دا نوې خبره نه ده. مبارزه تل پاتې او د بریا تضمین نه شته"

    نوموړي د کورنۍ جګړې په څېر د امریکا تاریخي پېښو ته په اشارې سره وویل:

    "زموږ نیک قوت تل غالب شوی. تاریخ، باور او اتحاد یې لاملونه دي. موږ به د امریکا متحدو ایالتونو په حیث دا شبیې وینو"

    جو بايډن
  4. وروستیولسمشر جو بایډن وینا کوي

    ښاغلي بایډن له لوړې وروسته وویل:

    ''دا د امریکا ورځ ده، د دیموکراسۍ ورځ ده، یوه تاریخي ورځ ده او د هیلو یوه ورځ ده. له ډېره وخته راهیسې امریکا له امتحانونو سره مخ وه، او پر ننګونو بریالۍ شوې. نن موږ یوازې د یوه کاندید بریا نه لمانځو، بلکې یو هدف لمانځو، د دیموکراسۍ هدف.''

  5. وروستیجو بایډن د امریکا نوی ولسمشر شو

    جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له دې سره د امریکا ۴۶م ولسمشر شو.‌ د امریکا سترې محکمې قاضي جان رابرټس نوموړي ته لوړه ورکړه.

    ب
  6. وروستیکماله هرېس د مرستیالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

    د امریکا نوې مرستیالې ولسمشرې کماله هرېس د خپلې دندې لوړه وکړه.

    نوموړې د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ اسیایي -افریقایي نژاده او لومړنۍ ښځینه ولسمشر ده

    f
  7. وروستیجو بایډن د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره ورسېد

    د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن او مېرمن یې جېل بایډن د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره د مراسمو ځای ته ورسېدل

    جو بايډن
  8. کماله هرېس د لوړې مراسمو ځای ته ورسېده

    د امریکا راتلونکې مرستیاله ولسمشره کماله هرېس له خپل مېړه سره د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره هلته ورسېده.

    یاده دې وي چې نوموړې د امریکا په تاریځ کې لومړۍ ښځینه مرستیاله ولسمشر ده.

  9. درې پخواني ولسمشران د بایډن لوړې مراسمو کې ګډون کوي

    د امریکا درې پخواني ولسمشران،‌ بېل کلنټن، جورج ډبلیو بوش او باراک اوباما به نن د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو کې ګډون کوي.‌

    له دوی سره د دوی مېرمنې هم په دې مراسمو کې ګډون کوي.‌

    خو لکه څنګه چې مخکې یادونه شوې / ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مېرمن یې په دې مراسمو کې ګډون نه کوي او وار د مخه له واشنګټن نه فلورېډا ته روان شوي دي

    باراک
  10. د لوړې مراسمو ته د مېلمنو رسېدل

    د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو ته د مېلمنو رسېدل پیل شوي دي. د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ خطر ته پام سره د دې مراسمو لپاره د مېلمنو لیست کوچنی دی. تر اوسه د مېلمنو له ډلې چې هلته رسېدلي، پخوانی ولسمشر باراک اوبا او مېرمن یې مېشل اوباما لیدل شوي دي.

    لوړې مراسم
    اوباما
  11. وروستیبایډن د لوړې مراسمو کې ګډون ته روان شو

    د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن د زغره والو موټرو په یوه کتار کې د هغه ځای پر لور روان شو چېرته چې د نوموړي د لوړې مراسم ترسره کېږي.‌

    په داسې حال کې چې د موټرو کتار یې پر سړک مخکې ځي، د سړک دواړړو غاړو ته د امریکا د ملي ګارډ زرګونه سرتېري د امنیت نیولو لپاره ګومارل شوي دي.‌

    د لوړې مراسم به شاوخوا یو نیم ساعت وروسته ترسره کېږي.‌

    واشنګټن
  12. مایک پنس د جو بایډن لوړې مراسمو کې ګډون ته ورغی

    د ډونلډ ټرمپ واکمنۍ کې مرستیال ولسمشر مایک پنس د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره کپيټل هېل کې د مراسمو ځای ته رسېدلی.‌

    دې مراسمو کې د ښاغلي پنس ګډون ځکه مهم دی چې پخپله ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې مراسمو کې ګډون نه کوي.

    دې وروستیو کې د ډونلډ ټرمپ او مایک پنس ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې او د کانګرس پر ودانۍ بلوا کې د ټرمپ پلویانو د مایک پنس د وژنې شعارونه ورکول.‌

    مايک پېنس
  13. ماري ټرمپ: تره مې د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس نه و

    د ډونلډ ټرمپ ورېرې ماري ټرمپ بي بي سي سره خبرو کې ویلي، تره یې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس نه و.‌

    ماري ټرمپ وېره وښوده چې ډونلډ ټرمب له له ولسمشرۍ وروسته هم هڅه کوي چې امریکایان سره ووییشي او جنجال ته لمن ووهي.‌

    یاده دې وي چې ماري ټرمپ په دې وروستیو کې د خپل تره ډونلډ ټرمپ په اړه یو کتاب هم لیکلی و چې له کبله یې د هغې او د ولسمشر ټرمپ ترمنځ ناندرۍ رامنځته شوې وې.

  14. Post update

    تمه کېږي چې نوی منتخب ولسمشر جو بایډن به د لوړې له مراسمو څو ساعته وروسته وینا وکړي او د امریکا کیپټل کارکوونکو د دې لپاره چمتوالی بشپړ کړی دی. د بي بي سي پروډیوسر ران براون د واشنګټن په کیپټل سیمه کې دی او په وینا یې هلته سخته یخني ده. تمه کېږي چې د بایډن وینا به شل دقیقې دوام وکړي.

    بایډن
  15. Post update

    نن واشنګټن کې د لوړې ورځ ده. پر ځایي وخت د غرمې دوولسو بجو به ډونلډ ټرمپ يو عادی وګړی شي، جو بايډن به بيا په لوړې د امريکا ۴۶ ولسمشر شي. خو د لوړې نني مراسم، د تېرو په څېر نه وي. د وبا له امله به هلته خلک نه وي غونډ شوي، بل پلو د جنورۍ پر ۶ مه، کانګرس ودانۍ کې د ګډوډۍ له پېښو راوروسته، به د تاوتريخوالي پېښو مخنيوي لپاره د امريکا پلازمېنې لارو کوڅو کې ګڼ شمېر پوځيان پر امنیت ساتنې دندې ګومارل شوي دي.

    Video content

    Video caption: د جو بایډن لوړې مراسم
  16. جو بایډن د لوړې له مراسمو وړاندې کلیسا ته ولاړ

    د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن د خپلې لوړې له مراسمو وړاندې واشنګټن کې یوې ځایي کلیسا ته د عبادت لپاره ورغلی.‌

    له ده سره یې مرستیاله کماله هرېس هم دې کلیسا ته ورغلې وه.‌ ټاکل شوې ده چې راتلونکو څو ساعتونو کې جو بایډن رسماً د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

    biden
    Image caption: جو بایډن په کلیسا کې
  17. له سپینې ماڼۍ د ډونلډ ټرمپ وتل، د تصویر په ژبه

    ټرمپ
    ټرمپ
    ټرمپ
  18. "له جوبایډن سره شریک فعالیت ته منتظره یم"

    د اروپايي کمېسیون مشرې ارسلاوان ډرلیین د چارشنبې پر ورځ د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر جو بایډن ته د هرکلي په یوه پیغام کې پر ټویټر لیکلي:

    "امریکا بېرته راغله او اروپا دې ته چمتو ده. له مخکیني باوري ملګري سره د اړیکو ټینګښت او زموږ د مهم اتحاد کې د نوي قوت راپیدا کولو لپاره له جو بایډن سره ګډ فعالیت ته منتظره یم"