ورځپاڼې: طالبان هم د سولې خبرې او هم بریدونه کوي

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼې: د طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو وروستي بریدونه ښيي چې د سولې د خبرو له روان بهیر سره سره طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې وروستیو امنیتي پېښو ته په اشارې ویلي د طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو وروستي بریدونه ښيي چې د سولې د خبرو له روان بهیر سره سره طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاس وهنې په اړه شویو څېړنو ته په اشارې لیکي دا چې په دې څېړنه کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ بې ګناه پیژندل شوی، داسې ښکاري چې له دې به ښاغلی ټرمپ د راتلونکي کال په ټاکنو کې په خپله ګټه ډیر کار واخلي، ځکه دی به وښيي چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې دده بریا دیوې رڼې سیالۍ پایله وه.

خو دا چې د لوی څارنوال په لیک کې د ډونالډ ټرمپ له خوا د عدالت پلي کولو په وړاندې د خنډ رامنځته کولو په برخه کې غوڅه خبره نه ده شوې او په یو ډول یې کانګرس دا خبره محوه کړې، نو شونې ده چې دا چاره به په راتلونکو کلونو کې د جنجال د دوام لپاره یوه بهانه وي.

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو او په هغې کې د روسیې د لاس وهنې په اړه یوه مطلب کې وایي د لوی څارنوال د لیک له مخې لږ تر لږه دا مهال په رسمي توګه ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه تورنیږي خو د دیموکرات ګوند ژمنه کړې چې د ولسمشرۍ اړوند په بیلابیلو مسایلو به څېړنه کیږي او د ځانګړي څېړونکي بشپړ رپوټ به تر لاسه کوي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د دیموکرات ګوند غړو د رابرټ میولر لخوا له تر لاسه شویو پایلو سره مخالفت نه دی ښودلی خو له هغو څرګندونو د ګټې د تر لاسه کولو لپاره ډېر ژر لاس په کار شوي چې ځانګړي څېړونکي او لوی څارنوال د ټرمپ لخوا د عدالت پلي کولو په وړاندې د خنډ جوړولو یا نه جوړولو په برخه کې کړي دي.

دوی په دې برخه کې غوڅه خبره نه ده کړې او نه هم کومې پایلې ته رسیدلي دي.

ورځپاڼې: يونيسیف وايي د جګړې پرتله ناولې اوبه زرګونه ډېر ماشومان وژني

ورځپاڼې: يونيسیف وايي د جګړې پرتله ناولې اوبه زرګونه ډېر ماشومان وژني

ورځپاڼې: افغانستان کې اولس سوه هندي انجینران کار کوي

همدا ورځپاڼه په خپله یوه سرمقاله کې لیکي چې د رابرټ میولر د څېړنو په اړه د لوی څارنوال لیک انصاف نه دی، بلکې په کار ده چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاس وهنې په اړه د څېړنو بشپړ راپور خپور شي.

جاپان ټایمز ورځپاڼې په بهر کې د عملیاتو لپاره د یو ډول امریکايي الوتکې چمتو کولو او په جګړو کې د جاپاني ځواکونو د ګډون په اړه ددې هېواد د اساسي قانون سخت دریځ ته کتنه کړې.

ورځپاڼه لیکی حکومت په پام کې لري چې امریکایۍ MV-22 الوتکه کې ځیني بدلونونه راولي چې په بهر کې د ځینو خطرناکو او پټو ماموریتونو د اجرا جوګه شي.

لکه په بهر کې د جاپاني وګړو د ژغورنې عملیات.

ورځپاڼه لیکي دا سمه ده چې نویو دفاعي قوانینو له مخې د جاپان جګړې ضد دریځ نرم کړی او عملا د جاپان پوځيان کولی شي د سولې ساتنې ماموریتونو کې برخه واخلي، خو په بهر کې ځانګړو عملیاتو کې ددې خطر هم شته چې جاپاني سرتیري پر نورو وسله والو د برید ځواب ورکړي او دا د اساسي قانون خلاف دی.