ورځپاڼې: برتانوۍ شبکې افغانستان او پاکستان کې له القاعدې سره مالي مرسته کړې

القاعده د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ورځپاڼې په وينا د سندې ټايمز يوې دوه کلنې پلټنې ښودلې چې د دوو لسيزو په اوږدو کې د اسيايي توکمو بريتانيويانو يوې شبکې افغانستان او پاکستان کې د القاعدې مالي ملاتړ کړی دی

بريتانيوۍ ډېلي ټېلېگراف ورځپاڼه وايي د اسيايي ټبرو بريتانيويانو يوې شبکې له لوري القاعدې سره تړلي ترهګر په افغانستان او پاکستان کې له مالي پلوه سمبال شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا د سندې ټايمز يوې دوه کلنې پلټنې ښودلې چې د دوو لسيزو په اوږدو کې د اسيايي توکمو بريتانيويانو يوې شبکې د ماليو او د حکومت د مالي مرستو د غلا، يا کورد پېرودنې لپاره د پور اخيستنې (مارګېچ) او د بانکي اعتبار کارت سره تړلو درغليو له لارې د بريتانيا له بيت الماله ميليونونه پونډ غلا کړي او ادعا شوې چې د پيسو يو سلنه، چې ٨٠ ميليون پونډ کېږي پاکستان او افغانستان کې القاعدې ته ورکړل شوې.

ورځپاڼه وايي دا پيسې پاکستان کې ان هغې ودانۍ ته هم رسېدلي وی چې اسامه بن لادن پکې مېشت و او په ٢٠١١ م کال کې د امريکايي ځواکونو له لوري هلته ووژل شو.

ورځپاڼه وايي د دغې شبکې د درغلۍ کچه هېښوونکې ده. دوى يوازې د ماليو د غلا او په درغلۍ د دولتي مالي مرستو له لارې ٨ ميليارډه پونډ ترلاسه کړې و. چې دا د ام. آى. فايف، ام. آى. سېکس او د ټيليفوني او مخابراتي اړيکو د څار دفتر له کلنۍ بوديجې درې ځله ډېر دى.

ورځپاڼه وايي پلټنې چې د سپېشل برانچ يا د پلټنو ځانګړې ځانګې او د بريتانيا د ګمرکونو او ماليو ورکولو ادارې يې مشري کوله اوس هم د محرميت په جال کې نغښتې چې په بشپړ ډول يې د ډاګييزېدو مخنيوى کوي.

ورځپاڼې: امریکایان غني سره له مخامخ شخړې ډډه کوي

ورځپاڼې: امریکایان غني سره له مخامخ شخړې ډډه کوي

ورځپاڼې: طالبان هم د سولې خبرې او هم بریدونه کوي

ورځپاڼه وايي هغه ډله چې په ٢٠٠٧ م کال کې يې د لندن په اورګادي کې بمي چاودنې وکړې هم له دغه لارې سمبال شوي و.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د استازي زلمي خليلزاد هغه څرګندونې مهمې بللي چې افغان سولې بهير کې يې د پاکستان د بې پرېتوب تاييد کړى او له افغانانو يې غوښتي چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو او د سولې روانو خبرو اترو سره په برابره توګه جدي چلند وکړي.

ورځپاڼه سيمې او اروپا ته د ښاغلي خليلزاد د سفر په تړاو ليکلي چې له لندن او بروسلز وروسته به اوس نوموړى افغانستان، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته سفرونه وکړي.

ورځپاڼې ناټو کې د امريکا د سفير هتچېسن ټويټ ته هم اشاره کړې چې د ښاغلي خليلزاد د نظرونو ملاتړ يې کړى او په تلويحي ډول يې ويلي د ولسمشر ټرمپ اداره کابل سره د خپل استازي پورته شوې ناندرۍ کې د هغه ملاتړ ته دوام ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستانۍ ډان ورځپاڼې افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د استازي زلمي خليلزاد هغه څرګندونې مهمې بللي چې افغان سولې بهير کې يې د پاکستان د بې پرېتوب تاييد کړى

نيويارک ټايمز د اکرايين په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټلويزيون د يوۀ کميډين له لوري د ډېرو رايي ګټل مهم بللي دي. ورځپاڼه وايي کميډين ولاديمير زېلېنسکي چې د دېرش سلنه رايو په خپلولو له اوسمهالي ولسمشر پېترو پروشينکو او پخوانۍ لومړۍ وزيرې يوليا تماشينکو وړاندې شو د اکرايين سياسي پوړ لپاره يوه سخته تیروتنه ده.

اوسمهالي ولسمشر ١٨ سلنه رايي ګټلي او ښايي له ښاغلي زېلېنسکي سره دويم پړاو کې سيالۍ ته راووځي.

اکرايين کې د بريتانيا پخواني سفير روبرت برېنکلي نيويارک ټايمز ته ويلي ښاغلى زېلېنسکي ځکه ډېرې رايې خپلې کړې چې خلکو له سياستوالو او سياسي پوړ واټن اخيستى.

ورځپاڼې د ځنينو نورو اکرايينيانو خبرې هم اخيستې چې په نوماندانو کې يې دى داسې يوازينى کس بللى چې فاسد نه دى.