د کوټې چاودنه بريد
د کوټې چاودنه بريد
د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې چاودنې یوولس تنه وژلي او ۲۱ نور يې ژوبل کړي دي. چارواکي وايي، ددغه برید هدف د بلوچستان د پولیسو مشر دفتر و، چې ورسره څېرمه پر څلورلاره شوی. د پولیسو د مشر له دفتر سره نيژدې د پوځ چاوڼۍ ده او جناح چیک پوسټ (تلاشۍ پوسته) پرته ده.