“اروپايي ټولنه نژدې ۱۰زره افغانان د مرګ او شکنجې خطر ته ورستنوي”

“اروپايي ټولنه نژدې ۱۰زره افغانان د مرګ او شکنجې خطر ته ورستنوي”

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوي رپوټ کې پر د اروپايي هېوادونو پر حکومتونو نیوکه کړې چې زرګونه افغان پناه غوښتونکي داسې مهال “په زوره ستنوي”چې په افغانستان کې شرایط نه دي ښه شوي.

دغه سازمان وايي، دا چې اروپايي هېوادونه “ادعا کوي د افغانستان ځینې سیمې خوندي دي”غلطه خبره ده، ځکه د دوی په وینا اوس هم ستنېدو افغانانو ته د شکنجې، تښتونې، وژلو او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو په ګډون ګڼ خطرونه متوجه دي.