هاګ محکمه: یوه ورځ به له طالبانو بریدونو کې د طبي وسایلو کارولو پوښتنه وشي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هاګ محکمه: یوه ورځ به له طالبانو بریدونو کې د طبي وسایلو کارولو پوښتنه وشي

په هاګ کې د قضاوت د نړیوالې جرمي محکمې یوه قاضي پر شنبه په کابل کې د امبولانس په کارولو د ولسي وګړو وژنه "یو کرغېړن جنایت" وباله.

د نړیوالې جرمي محکمې قاضي کاوه موسوي بي بي سي ته وویل، که یوه ورځ په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه پیل شي نو طالبان به د نورو مسلو ترڅنګ، د جنګي موخو له پاره "د هغو وسایلو په کارولو چې د جګړې له پاره نه دي، هرومرو د عدالت مخې ته درول کېږي".

وړمه ورځ د کابل صدارت څلورلارې کې د امبولانسونو په کارولو ترسره شوي ځانمرګي برید کې ترسلو ډېر کسان مړه او نژدې دوه نیم سوه کسان ټپیان شول.

طالبانو د برید نښه هغه پولیس او پوځیان بللي چې د ډوډۍ اخیستلو له پاره ټول شوي ول، خو په مړو او ټپیانو کې ډېری ولسي وګړي دي چې څېرمه ادارو او جمهوریت روغتون ته پر لاره ول.